بشري مرستې او ثبات

د بې وزلۍ او طبیعي پیښو سره مبارزه

د افغانستان د خلکو د پام وړ برخه یوې مناسبې روغتیایي څارنې ته لاسرسۍ نلري: د ډیرو کلیوالي سیمو اوسیدونکي مجبور دي څو ورځې سفر وکړي تر څو کلینیکونو، روغتیاي مرکزونو یا روغتونونو ته ورسیږي. سربیره پردې، روغتونونه او د روغتیایي خدمتونو د مرکزونو ودانۍ د ډیرو نیمګرتیاوو سره لاس او ګریوان دي او له تخنیکي پلوه د تجهیزاتو د سخت نشتوالي سره مخامخ دي. دا کار ددې سبب ګرځي چې روغتیایي خدمتونه په ډیرو سیمو د خلکو د اړتیاو په تناسب عرضه نشي. همدارنګه د طبي او غیرطبي کارکوونکو نشتوالۍ او د کمزوري مدیریت شتوالۍ دغه ستونزه نوره هم زیاتوي. له بلې خوا، افغانستان د هغو پاتې هیوادونو په ډله کې راځي چې د پولیو ناروغي چې د کوچنیانو د فلج سبب ګرځي، اوس هم په کورني توګه خپریږي.

په افغانستان کې د نږدې ۶۳ کلو د منځني عمر او د ماشومانو د مړینې د بیاهم لوړې کچې په پام کې نیولو سره، د عامې روغتیا د سیستم پراختیا او تینګښت د افغانستان د ملي پراختیا د ستراتیژۍ د تر ټولو مهمو لومړیتوبونو څخه یو لومړیتوب ګڼل کیږي. د المان فدرال حکومت د افغانستان د عامې روغتیا د وزارت څخه د فعالو روغتیایي مرکزونو څخه ملاتړ کوي ترڅو د لیرې ولسوالیو اوسیدونکي وکولای شي ډیر ژر او په ډیره ساده توګه معالجو ډاکټرانو ته ورشي او د تداوي څخه ګټه پورته کړي.

په دې سربیره، د افغانستان د خلکو د یوې دریمې برخې نه زیات په بی وزلۍ کې ژوند کوي. په تیره بیا کورني بیځایه شوي کډوال چې د خپلو کورونو په پریښودلو اړ شویدي او د هیواد نورو سیمو ته تللي دي، زښت زیات مرستې ته اړه لري. په ۱۳۹۵ کال کې د ملګرو ملتو د سازمان د مهاجرو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) تخمین وکړ چې د افغانستان د کورني بیځایه شویو کډوالو شمیر ۱۲۰۰۰۰۰ تنو ته رسیږي. دغو کډوالو ته د لومړنیو موادو برابرول د کوربه سیمو د اوسیدونکو په پرتله ډیر سخت او د ننګونې ډک دی. دغه وضعه په ځینو حالاتو کې د کوربه سیمو د اوسیدونکو او کډوالو ترمنځ د تاوتریخوالي سبب ګرځي.

نه یوازې شخړې، بلکه طبیعی ناورینونه هم کولای شی د خلکو څخه د هغوی کورونه واخلي. سخت طبیعی ناورینونه لکه سیلابونه، د مځکو ښوئیدل، وچکالي او زلزلې د خلکو د ژوند بنسټ د ګواښ سره مخامخ کوي.

د المان فدرال حکومت د افغانستان د مهاجرو او بیرته ستنیدونکو د وزارت، د ولایتونو او ولسوالیو په کچه د سیمه ایزو مقامونو او همداراز د افغانستان د مالیې د وزارت سره همکاري کوي چې د هغو سره یوځای د کډوالو وضعې ته سمون ورکړي او خلک د هغوي په سیمو کې د طبیعي ناورینو په وړاندې سمبال او چمتو کړي.

د روغتیا او سملاسي مرستو په لاره کې زمونږ د کارونو په باب نور معلومات کولای شی د پروژو د تفصیلاتو او د «کیسو» تر سرلیک لاندې ولولی.

 

 

زمونږ کار پدی برخه کي

د بیځایه شویو کډوالو ادغام – یوازې لوژشتیکې ننګونه نه ده د مهاجرو د ژوند د شرایطو د اوږدمهال سمون په موخه، د المان فدرال حکومت په افغانستان کې د کورني بیځایه شویو د ملي ستراتیژۍ څخه ملاتړ کوي. دغه ستراتیژي په نویو سیمو کې د هغوی میشته کول او ادغام غواړي. more
د افغانستان د خلکو دپاره د روغتیایي څارنې سمون د دې لپاره چې د خلکو دپاره روغتایي څارنې د هیواد د پایتخت کابل نه بهر هم تامین شي، د المان حکومت په افغانستان کې د روغتیایی مرکزونو د بیارغونې او سمبالولو، او همداراز د هغو ګامونو څخه هم ملاتړ کوي کوم چې د پولیو د کورني «وحشی» رنځ سره د مبارزې په لاره کې، چې د نایجریا او پاکستان تر څنګ اوس هم په افغانستان کې شتون لري، پورته کیږي. more

زموږ کيسې

Twitter icon
Facebook icon