کندز

د کندز ولایت د افغانستان په شمال ختیځ کې پروت دی او د تاجکستان سره پوله لري. د دې ولایت د یوه میلیون نه زیاتو اوسیدونکو یوه ډیره برخه د کندز د سیند په وادي کې ژوند کوي. یوازې د اوسیدونکو یوه دریمه برخه په ښارونو کې میشته دي. په کندز کې خلک په دري، پښتو او ازبکي ژبو باندې خبرې کوي.

دا ولایت د څو ننګوونو سره مخامخ دی. سره له دې چې برښنا د تاجکستان څخه واردیږي، د کندز لویې برخې برښنا نلري. دا کار د لرزیدونکي امنیتی وضعې سره یوځای په سیمه کې د خلکو د پانګونې پر لیوالتیا باندې منفي اغیزه کوي. په ټول ولایت کې د کارموندنې د فرصتونو، د څښاک د پاکو اوبو او د سړکونو نشتوالۍ لیدل کیږي.

د نوموړو ننګونو سره سره، کندز د پراختیا دپاره لوی پوتنسیال لري. سړکونه د ولایت د ختیځ څخه لویدیز ته د تاجکستان د پولې څخه پیل کیږي او د سالنګ د کوتل څخه تیریږي او کابل ته رسیږي. کندز هم یو هوایي ډګر لري. د ولایت اقلیم، خاوره او د اوبو لګولو سیستمونه د کرهنې دپاره مساعد دي. کندز د بغلان نه وروسته په افغانستان دوهم حاصلخیزه ولایت شمیرل کیږي. کوچیان خپل څاروي او رمې د ټیټو سیمو په څړځایونو کې څړوي. کندز د تاجکستان سره د ګاونډیتوب له امله یو بډای سوداګریز دود منځته راوړی دی.

د افغانستان سره د المان د همکارۍ پروګرام په کندز کې د ډیرو کلونو راهیسې کار کوي او په ډیرو ډګرونو لکه د اقتصادي پراختیا، د پوهنې، د قانون د واکمنۍ، د سیمه ایزو حکومتي سازمانونو دپاره د ظرفیت جوړونې، د اوبو او برښنا د رسونې، او د ناویلیو اوبو د دفعې په اړه بیلابیل پروګرامونه پرمخ بیایي چې دغو پروګرامونو مرسته کړیده چې بدلونونه منځته راشي او د اوسیدونکو د ژوند شرایط سمون ومومي.

په دغه برخه کې په کندز کې د افغانستان سره د المان د همکارۍ د پروګرام د فعالیتونو په باب یوه لنډه کتنه لوستلای شی.

Projects in Focus

د افغانستان په شمال کې د پایښتونکي اقتصادي ودې ټینګښټ د دې لپاره چې پایښتونکي اقتصادي وده تحریک شي، د افغاني کروندو محصولات زیات شي او کارموندنه پیاوړې شي، د المان حکومت د افغانستان په شمالي سیمو کې د اقتصادي پروګرامونو څخه ملاتړ کوي. more
د افغانستان په شمال کې پاکې اوبه د افغانستان په شمالي ښارونو کې د اوبو رسونې د شبکې د سمون او همدارنګه د څښاک د اوبو د کیفیت د تامینولو په موخه د المان فدرال حکومت د اوبو رسونې د بیخبنا د اړینې پراختیا څخه ملاتړ کوي. more
د افغانستان د خلکو دپاره د روغتیایي څارنې سمون د دې لپاره چې د خلکو دپاره روغتایي څارنې د هیواد د پایتخت کابل نه بهر هم تامین شي، د المان حکومت په افغانستان کې د روغتیایی مرکزونو د بیارغونې او سمبالولو، او همداراز د هغو ګامونو څخه هم ملاتړ کوي کوم چې د پولیو د کورني «وحشی» رنځ سره د مبارزې په لاره کې، چې د نایجریا او پاکستان تر څنګ اوس هم په افغانستان کې شتون لري، پورته کیږي. more
برښنا د اقتصادی شاخص په توګه- د قانونی چوکاټ رامنځ ته کول او د پانګونې آسانتیاوې د المان فدرال حکومت د افغانستان د نهادونو او موسسو څخه ملاتړ کوي چې په اوږدمهال کې د برښنا برابرولو ته په ټول هیواد کې زیاتوالۍ ورکړي او په دې دې ډګر کې پانګونې وهڅوي ترڅو چې په راتلونکي کې په ټولو لړیو کې همغږي د افغانانو په لاس کې وي – هم په ولایتونو کې او هم په ملي کچه. more
د ښوونې او روزنې د سکتور اصلاح کول – د ښوونکو دپاره نوي سټنډرډونه او درسي نصابونه په افغانستان کې دلومړنیو زده کړو د اوږدمهال سمون ورکولو په موخه د المان فدرال حکومت د سویس د حکومت سره یوځای د افغانستان د پوهنې د وزارت څخه د هغه وزارت د ښوونکو د روزنې په برخه کې ملاتړ کوي او د لوست په محتوا کې د تنوع د تنظیمولو او د زده کوونکو له خوا د هغه د ښه پوهیدلو په اړه مرسته کوي. more
د ټولو ښاریانو دپاره حقوقی مصونیت د 1381۱۳۸۱ کال را پدې خوا د المان فدرال حکومت د هالند او فنلند سره یوځای د افغانستان ملاتړ کوي چې یو اغیزمن دولتی عدلي سیستم منځته راوړي. که څه هم په دې لاره کې ښه پرمختګونه شویدی، خو بیا هم یو لړ سمونتیاوو ته اړه شته تر څو د ښاریانو دپاره د قانون حاکمیت هم په ښاري سیمو کې او هم په کلیو کې تضمین شي. more
د افغانستان د شمال د ثبات جوړونې په موخه پیاوړي حکومتي جوړښتونه د دې لپاره چې محلي جوړښتونه د ولایاتو په کچه غښتلي شي او په عین حال کې په کلیوالي سیمو کې د افغانستان د خلکو د ژوند شرایط سمون ومومي، د المان فدارل حکومت په دې ډګر کې د اړینو ظرفیتونو د جوړولو او همداراز په افغانستان کې د کوچنیو بیخبنایي اقدامونو څخه ملاتړ کوي. more
د پراختیا شفافه طرحه کول او پلۍ کول په افغانستان کې ولایتې ادارې دنده لري چې د خلکو دپاره بیخبنا او عامه خدمتونو ته لاسرسۍ تامین کړي. د المان فدرال حکومت د دغو ادارو څخه ملاتړ کوي چې د افغانستان په شمال کې بیخبنایي ګام اخیستنه پلۍ کړي، د کارونو لړۍ د پلان سره سم طرحه کړي او هغه په یوازې او ښه توګه ترسره کړي. په دې ډول دا حکومت مرسته کوي چې د افغانستان د خلکو ټولنیز-اقتصادي پراختیا وده وکړي. more
دولتی ارګانونه د ټولنې د استنادي ستنو په توګه د دې لپاره چې په دولتي ادارو باندې د افغانستان د خلکو باورتیا غښتلې شي، د المان فدرال حکومت د دولتي جوړښتونو د پراختیا او مسلکي کارکوونکو د روزنې څخه په ځانګړې توګه د هیواد په کلیوالي سیمو کې ملاتړ کوي. more
د پاکو اوبو دپاره څرګنده مقررات او روزل شوي مسلکي کارکوونکي د څښاک اوبو ته لاسرسۍ او د فاضله اوبو دوامداره مدیریت په سیمه کې روزل شوي مسلکي کارکوونکو او همداراز واک لرونکي او اغیزمنو نهادونو ته اړتیا لري. په همدې سبب دالمان فدرال حکومت د افغانستان څخه د اړینو حقوقي او اداري جوړښتونو او د اغیزناکه مدیریت د کړنلارو د جوړولو او د سیاسي لارښوونو د ستراتیژیک پلې کولو په لاره کې ملاتړ کوي. more