المان د افغانستان په شمال کې د ولسوالیو د پراختیایی شوراګانو د پاره نوي دفترونه جوړکړل

13.11.1396
بدخشان، بغلان، کندز، تخار، د ۲۰۱۸ کال د فبروري د میاشتې ۲مه نیټه – د تیرو میاشتو په ترڅ کې د افغان-المان د همکارۍ پروګرام ۱۳ نوې ودانۍ او د غونډو درې تالارونه د بدخشان، بغلان، کندز او تخار د ولسوالیو د پراختیایي شوراګانو د پاره جوړکړي دي. د نوموړو شوراګانو شاوخوا ۴۸۰ غړي اوس د کار د سمون ورکړل شوي چاپیریال څخه ګټه پورته کوي. د افغانستان په شمال کې د المان د ثبات جوړونې پروګرام (SPNA) د نویو ودانیو ودانول د لږترلږه ۱۸،۶ میلیونو افغانیو په ټولیز لګښت تمویل کړ.

د تخار ولایت د کلافغان د ولسوالۍ د پراختیایي شورا مشر ښاغلي عتیق الله فایض داسې څرګندونې وکړې: «مونږ پخوا د خپلو ناستو د پاره کوم څرګند ځای نه درلود. کله کله مونږ حتي اړ وو چې خپلې غونډې په خپلو کورونو کې جوړې کړو.» د تخار ولایت د ورساج د ولسوالۍ د پراختیایي شورا مرستیال زیاته کړه: «اوس بالاخره مونږ یو دفتر لرو چې کولای شو خپلې ناستې په منظمه توګه جوړې کړو او په ښه توګه د شوراګانو د غونډو کوربه شو.»

په هرې ودانۍ کې د ولسوالۍ د پراختیایي شورا کابو ۳۰ تنو غړو ته د کار ځایونه منځته راغلي دي. د کار سمون ورکړل شوی چاپیریال دا تامینوي چې د ولسوالیو پراختیایي شوراګانې کولای شي په خپلو اړونده سیمو کې بسیا خدمتونه برابر کړي. د نوموړو ودانیو اکثریت یو یا دوه اداري خونې، د غونډو یوه خونه، یو دهلیز، یو تشناب او یوه برنډه لري.

د ولسوالیو پراختیایي شوراګانې د ولسوالیو ګټې تمثیلوي او د ولسوالیو د ادارې د مرکزونو او سکتوري ریاستونو سره همکاري کوې. هغوی د پراختیایي لومړیتوبونو او کړنو د پریکړې په لړیو کې برخه اخلي او په دې توګه د هرې ولسوالۍ په کلنۍ ستراتیژۍ کې چې «د ولسوالۍ د پراختیایي پلانونو» په نامه یادیږي، ونډه اخلي.

د افغانستان په شمال کې د المان د ثبات جوړونې پروګرام د ۲۰۱۰ کال راهیسې په دې سیمه کې د ولسوالیو پراختیا څخه ملاتړ کوي. دغه پروګرام تر اوسه پورې د ولسوالیو د پراختیایي شوراګانو شاوخوا ۱۸۰۰۰ غړي د هغوي د دندې په اړه روزنه برابره کړې ده.

د افغانستان په شمال کې د ثبات جوړونې پروګرام (SPNA) د KfW د پراختیایي بانک له خوا د المان د بهرنیو چارو د وزارت په استازیتوب پلۍ کیږي. د دې پروګرام موخه داده چې د افغانستان په شمال کې حکومتي ځایي ادارې پیاوړې شي او د کلیو د اوسیدونکو د ژوند شرایطو ته سمون ورکړل شي. په دې توګه، دغه پروګرام د راز راز بیخبنایی او ظرفیت جوړونې د فعالیتونو څخه ملاتړ کوي. تراوسه پورې د ۲۶۰ لومړنیو او ثانوي ښوونځیو، د ۳۷ سړکونو او پلونو او د اوبو لګونې د ۱۶ کانالونو د ودانولو، بیارغولو یا تمدید په شمول  ۳۷۷ پروژې د بدخشان،کندز، تخار او بغلان د ولایاتو  د ۵۰ نه زیاتو ولسوالیو کې پلۍ شوي دي. په عین حال کې د دې پروګرام له خوا د پراختیایي شوراګانو شاوخوا ۱۸٬۰۰۰تنه غړي د پروژو د ټاکلو او څارنې په ډګر کې روزل شوي دي.  د دې پروګرام ټولیزه بودجه د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۸ کلونو دپاره د ۷ میلیاردو افغانیو نه زیاته ده.

Twitter icon
Facebook icon