انډونیزیا کې فساد سره د مبارزې ورکشاپ: " افغانستان باید فساد سره د مبارزې پر وړاندې ډير کار وکړي"

27.12.1397
کابل، د ۱۳۹۷ کال د کب ۲۷ مه، پرون یو افغان پلاوې چې د افغانستان د فساد سره د مبارزې د مخکښو ادارو د ۱۴ استازو لرونکې وه، کابل ته راورسید. هغوې په جکارتا، انډونیزیا کې فساد سره د مبارزې د پنځه ورځني ورکشاپ څخه وروسته بیرته هیواد ته راستانه شول. هلته، شاوخوا ۴۰ ګډون کونکو له فساد سره د مبارزې پر وړاندې د فعالیتونو د څارنې او ارزونې په اړه خپل آندونه سره شریک او د اړونده ورکشاپ د لاسته راوړنو په اړه يي د عامو وګړو د خبرلو د لارو چارو په اړه بحث وکړ. افغانستان سره د آلمان د همکارۍ پروګرام، د فساد د مخنیوي او فساد سره په مبارزې کې د آلمان-انډونیزیا د مرستې پروګرام (APCC) دواړو یوځاې دغه ورکشاپ همغږې کړ. د U4 د سرچینو مرکز او د انډونیزیا د فساد د له منځه وړلو کمیسون (KPK) په ګډه د دغې غونډې کوربه توب وکړ.

د افغانستان پلاوي فساد سره د مبارزې د عدلي مرکز، فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې ګډې خپلواکې کمیټې (MEC) او معلوماتي کمیستون ته د لاسرسۍ استازیتوب وکړ. پدغه غونډه کې د افغانستان د لوې څارنوال مرستیال، ښاغلی عبدالحق احمدي، ټینګار وکړ، «فساد سره مبارزه د وګړو حق ده او دولت باید فساد سره د مبارزې پر وړاندې ډیر کار وکړي. دا قوي ظرفیتونو او سرچینو ته اړتیا لري. د افغانستان له فساد سره د مبارزې ادارې لیوالې او خوښې دي چې پدې برخه کې د انډونیزیا له بریالیتوبونو څخه زده کړه کوي او همداراز خپلې تجربې سره شریکو».

ګډون کونکو په عملي توګه له رسنېو سره د همغږۍ څرنګوالې زده کړ. د بیلګې په توګه، هغوې اوس پوهیږي چې بریښنا پاڼې څرنګه جوړې کړي او دا چې آیا افشاګران د هغو په معلوماتو کې لاس وهنه کولې شي. همداراز هغوې د خپل خپرندویه سټیشن له لیاري د عامه وګړو د خبرولو لپاره اړین مهارتونه زده کړل. د قضيي بیلګو له فساد سره د مبارزې اړونده کمیسونونو سره د قضېو د شریکولو د روڼوالي ارزښت لاډير څرګند کړ. په پاې کې، افغان پلاوي راتلونکي کې د عامه پوهاوي په ډيرولو ټینګار وکړ.

د MEC رئیس، ښاغلي میوند روحاني څرګنده کړه، « دا د MEC لپاره یو ډیر ښه فرصت ده چې له KPK سره چې فساد سره د مبارزې په برخه کې یوه غوره اداره ده،  سیال – په – سیال زده کړې کې برخه اخلي. د سیال – په – سیال زده کړې کړنلاره د پوهې او تجربې د تبادلې لپاره تر ټولو غوره طریقه ده. په پاې کې، دا به په دواړو نهادونو کې زمونږ د کار کیفیت لوړ کړي». MEC او KPK د ۲۰۱۷ کال راهیسي د څلورم ځل لپاره یو بل وکتل.

 

د مشورتي فنډ پرانیستې پالیسي (OPAF)  د آلمان د همکارۍ (GIZ) لخوا  د آلمان د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت (BMZ) په استازیتوب پلي کیږي.  د ۲۰۰۹ زېږدیز کال راپدېخوا، دغه پروژه په دولتي ادارو کې د ماهرو کارکوونکو ګمارل تمویلوي او د غوره حکومتولی له معیار سره سم د اصلاحاتو  تطبیق ته د اسانتیا برابرولو او د ظرفیتونو رامنځته کولو په موخه د دوی کارکوونکي روزي. د دوی په نورو په فعالیتونو کې، دغې پروژې تر اوسه د هغو ۱۴۰ کارکوونکو ته چې په دولتي ادارو کې کار کوي مسلکي او د دندې اړوند روزنیز پروګرامونه برابر کړي دي چې په دې روزنیزو پروګرامونو کې د مالي، د ډیټا/معلوماتو تحلیل او د فساد ارزونې په اړه کورسونه شامل دي. په ورته وخت کې، دغه پروژه د دولتي ادارو د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې اروزنې په اړه د اتو راپورونو په جوړولو کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او اروزنې خپلواکې ګډې کمېټې (MEC) سره مرسته کړې ده.

Twitter icon
Facebook icon