د استخراج په سکتور کې د ښځو نقش ته وده ورکول

12.04.1398
د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ د میاشتې ۱۱مه نېټه ، فیض آباد، بدخشان ولایت، پرون، د افغانستان د کانونو او پترولیم ریاست (DoMP) کار کوونکو د کانونو په سکتور کې د جنډر رول په اړه په فیض آباد، بدخشان کې درې ورځنی ورکشاپ بشپړ کړل. په دغه ورکشاپ کې د کانونو او پترولیم ریاست ۱۷ کار کوونکو په ګډون، د درې ښځینه کار کوونکو او د ښځو چارو وزارت دوه نمایندګانو هم ګډون کړی وو. دغه ورکشاپ د د کانونو او پترولیم وزارت د جنډر څانګې ترتیب کړی وو. دغه ورکشاپ د افغان جرمن همکارۍ پروګرام چې په افغانستان کې د استخراج په سکتور کې ښه حکومتولۍ ته وده ورکوي، په مالي مرسته جوړ شوی وو.

سږ کال، د ښځو نړیوالې ورځې په نمانځ غونډه کې د کانونو او پترولیم وزارت سرپرستې وزیرې، نرګس نیهان د کانونو په برخه کې د مېرمنو رول زیاتولو باندې ټینګار وکړ. هغې څرګنده کړه چې د ښځو ونډه به له سمبولیک ډول څخه بدلون ومومي څو په نږدې راتلونکي کې، د کانونو او پترولیم په وزارت او ولایتي ریاستونو کې به د ښځینه کار کوونکو شمېر لږ ترلږه ۳۰٪ ته لوړېدلو سره اغیزمنې شي.  

اوسمهال، د افغانستان د کانونو په صنعت او اړونده دولتي ادارو کې د مسلکي مېرمنو شمېر کم دی. د بېلګې په توګه، د بدخشان ولایت د کانونو او پترولیم په ریاست کې ۲۲ تنه کار کوونکي کار کوي چې یوازې درې تنه یې ښځینه کار کوونکي دي. د دغه ورکشاپ یوې ښځینه ګډون کوونکي داسې وویل، " د کانونو په سکتور کې دا یو عمومي نظر چې یوازې نارینه په دغه برخه کې کار کولای شي او ښځې باید په دغه برخه کې ښکېل نه شي. خو په دې هیله چې دا ډول ورکشاپونه به دغه نظر ته بدلون ورکړي او د کانونو په سکتور کې د ښځینه وو قبلولو ته وده ورکړي."

د دغه ورکشاپ موخه د کارکوونکو ترمنځ د جنډر پوهاوی لوړول او د افغانستان د کانونو په سکتور کې د مېرمنو اوسنی موقف څرګندول وو. ګډونوالو جنډر او د هغه اړونده موضوع ګانو لکه د سازماني تبعیض سرچينو، په کاري ځای کې د جنډر برابري، د متقابل احترام مفکورې او د وزارتونو په پالیسیو کې د جندر ځای پرځای کولو باندې بحث وکړو. دوی همدارنګه په افغانستان کې د ښځو لپاره د ملي کاري پلان (NAPWA) او د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د ځورونې مخنیوي قانون په اړه هم زده کړې وکړلې.

نوي زده کړې  به د کانونو او پترولیم په وزارت کې او ولایتي ریاستونو کې له ګډونوالو سره له تبعیض او جنسیتي تعصب څخه مخنیوي کولو کې مرسته وکړي. د کانونو او پترولیم وزارت په خپل تشکیل کې د بېلګې له جوړولو سره دا موخه لري څو خصوصي سکتور وهڅوي چې په افغانستان کې د دوامداره پرمختګ ودې په موخه ډېرې ښځینه کار کوونکي استخدام او په کانونو کې د ښځینه وو ګډون لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.

د افغان جرمن همکارۍ پروګرام چې په افغانستان کې د استخراج په سکتور کې ښه حکومتولۍ ته وده ورکوي (MinGov) د آلمان نړیوالې همکارۍ ټولنه(GIZ)  د آلمان د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت (BMZ) په استازیتوب پلي کوي. د دغه پروګرام موخه، د افغانستان د کان کیندنې سکتور په بشپړه توګه کنترولو لپاره د دولت عواید زیاتول، په دغه سکتور کې پانګونې ته وده ورکول او له فساد سره مبارزه کول دي. دغه پروژه اړونده ادارو ته روزنه ورکوي څو دا باوري کړي چې د کان کیندلو فعالیتونه په شفافه توګه، له قانون  او همداراز نړیوال روغتیایي او چاپېریالي معیارونو سره سم مخ پر وړاندې ځي. د نورو فعالیتونو ترڅنګ، له ۲۰۱۳ کال راهیسې د کانونو او پترولیم وزارت (MoMP) او د دغه وزارت ولایتي چارواکو لپاره ۲۱ روزنیز کورسونه لکه د کانونو لپاره پلان جوړول، د کانونو اقتصاد او له ۳۱۰ څخه ډېر مفتشینو لپاره د کانونو نظارت او نور کار کوونکو  لپاره کورسونه جوړ کړي دي. په ورته وخت کې، دغه پروګرام له ۱۳ افغان مېرمنو سره د بورسیو له لارې مالي مرسته کړې ده څو په دغه سکتور کې د ښځو ګډون ته وده ورکړي. پر دې سربېره، دغه پروګرام د افغانستان استخراجي صنایعو شفافیت له نوښت سره (AEITI) هم مرسته کوي څو شفافیت ته وده ورکړي او له اداري فساد سره مبارزه وکړي.   

Twitter icon
Facebook icon