د افغانی ادارو او موسسو دپاره د انرژۍ ډیتابیس د دې سکتور فرصتونه زیاتوي

16.08.1396
پرون د انرژۍ او اوبو وزارت، د کلیو د پراختیا او بیارغونې وزارت او همداراز د افغانستان د برښنا ریاست د افغانستان د انرژۍ د معلوماتو د پورټل د پاره د ډیټابیس پر بنسټ د منجمنت نوی سیستم پرانیست. دا ډیټابیس به افغان ادارو او موسسو سره مرسته وکړي چې د انرژۍ په ډګر کې اړونده معلومات ولټوي او په دې توګه د دې سکتور فرصتونه په بالقوه ډول زیات کړي. په افغانستان کې د انرژۍ د نهادي پراختیا دپاره د افغان-المان د همکارۍ پروګرام (IDEA) د ۳ میلیونو افغانیو په ټولیز لګښت د انرژۍ او اوبو د وزارت لپاره د دې ډیټابیس د نصبولو د تنظیم او تمویل دنده په غاړه اخیستې وه.

د بریښنا او انرژۍ وزارت مرستیال محمد گل خلمي ټینګار وکړ: "زه غواړم د افغانستان د انرژۍ د معلوماتو پورټل (AEIP) ملاتړ لپاره د آلمان د همکاری څخه مننه وکړم، کوم چې ډیر اړونده معلومات لری او پدې توګه کارول کیږي.

په افغانستان کې د انرژۍ لپاره بنسټیز پرمختګ، د افغانستان-آلمان د همکارۍ پروګرام د مرستیال، ذبيح الله طاهر زاده وویل: "د افغانستان لپاره د معلوماتو او پوهې وړیا او ازاد لاسرسی د افغانستان حکومت لپاره لومړیتوب دی. د نوي کیدونکی انرژی ټیکنالوژی په باره کی د ډیټابیس په کارولو سره کیدای شی مهم معلومات پیدا کړی. "

د افغانستان د انرژۍ د معلوماتو د پورټل ډیټابیس د هیواد د انرژۍ د پروفایلونو په باب معلومات، د انرژۍ احصایه او د اړونده ادارو او موسسو د پیژندنې معلومات په لاس راکوي. په دې ډیټابیس کې د معلوماتو د لټون یوه دنده هم شتون لري او د لغتونو یو پراخه لست لري چې ځانګړي اصطلاحګانې تشریح کوي. راز راز اړونده لوري لکه د حکومت استازې، مدنې ټولنه، خصوصي شرکتونه، مالي نهادونه، علمي موسسې او نور به دغه ډیټابیس د پروژو د جوړولو، د داوطلبیو، د پانګونې د پلانونو او ډیرو نورو موخو دپاره وکاروي.

د پاکې انرژۍ د مارکیټ د ځای د چټکولو، د پانګونې د آسانولو، او د نویو قوانینو او مقرراتو د رواجولو دپاره د نوي کیدونکو سرچینو، د اغیزمنې انرژۍ او د اقلیم د بدلون په باب معلوماتو ته لاسرسۍ یو بنسټیز رول لوبوي. دا معلومات به د انرژۍ د سکتور د معلوماتو د کچې په لوړولو کې د پام وړ مرسته وکړي.

افغان حکومت، انرژي د اقتصادي پراختیا د اصلي خوځونکي ځواک په توګه پیژني. حکومت په دې وروستیو کې د انرژۍ د نوي کیدونکې سرچینو له لارې د ۵۰۰ میګاواټو د تولید په موخه د برښنا د پراختیا یو پنځه کلن پلان جوړکړی او پیل کړی دئ. نوموړۍ ډیټابیس به د ښکیلو لوریو سره دغه لوړې موخې ته د رسیدولو په لاره کې د پام وړ مرسته وکړي.

په افغانستان کې د انرژۍ د نهادي پراختیا پروګرام (IDEA) د Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH د ادارې له خوا د المان د اقتصادي همکاریو او پراختیا د فدرال وزارت (BMZ) په استازیتوب پلۍ کیږي . د نوموړي پروګرام موخه داده چې افغاني ټولنې ته د دې توان ورکړي چې د نوي کیدونکو سرچینو څخه انرژۍ ته لاسرسۍ پیداکړي او په دې توګه اقتصادي ودې ته پرمختګ ورکړي، فقر او بی وزلي کمه کړي او د ژوند چاپیریال وساتي. نوموړۍ پروګرام د افغانستان د انرژۍ او اوبو د وزارت سره د راز راز کارونو په ډګر کې همکاري کوي چې د برښنا د ډاډمنې رسونې د پاره عمومي شرایط منځته راوړي. د مثال په توګه، نوموړي پروګرام د ۲۰۱۵ کال راهیسې د خصوصي او دولتي ښکیلو موسسو او ادارو د پاره د نوی کیدونکي انرژۍ، د انرژۍ د پوهاوي او د انرژۍ د اغیزمنتیا په باب ۲۱ کنفرانسونه او ورکشاپونه جوړکړي دي. په همدې مهال، دغه پروګرام د انرژۍ د دولتي او خصوصي سکتور شاوخوا ۴۳۰ تنو افغانانو لپاره د کار په اړه د روزنې ځانګړي کورسونه جوړکړي دي. 

Twitter icon
Facebook icon