د اوبو د بیخبنا سمون: د ګورګ د کانال بیارغونه ۷٬۵۰۰ تنو اوسیدونکو ته ګټه رسوي

14.12.1396
د بنګي ولسوالي، د ۱۳۹۶ کال د کب د میاشتی ۱۳ – اوس مهال، د تخار ولایت د بنګي په ولسوالۍ کې د ګورګ کانال په بد وضعیت کې دئ. دا کانال یوازې د کروندو د اوبو لګولو دپاره بسیا اوبه نه برابروي او نشي کولای د برښنا د تولید د وړو ستیشنونو او د اوبو د ژروندو دپاره په پایښتونکي توګه د اوبو بهیر ورسوي. د دغو ستونزو د له منځه وړلو دپاره د تالقان د رود د حوضې ادارې پر دې کانال باندې چې اته کیلومتره اوږدوالۍ لري، نن د بیارغونې کار پیل کړ. د افغان-المان د همکارۍ پروګرام د دې پروژې ودانیز کار د ۹۲٬۸۶ میلیونو افغانیو په ټول لګښت تمویلوي.

د پروژې د پرانیستلو په مراسمو کې ښاغلي دکتر فضل الله مجددی د تخار والي داسې څرګنده کړه: «موږ د آلمان د حکومت ټوله مرسته او همکارۍ ستاینه کوو، دا کانال به نور کرونده ځمکه خړوبه کړي او له خلکو څخه به غوښتنه وکړي چې په سیمه کې د هرې پرمختیايي پروژې پلي کولو لپاره د دوی ساتنه وکړي او د دوی د ژوند شرایطو ته وده ورکړي .»

دولتي کارکوونکو، انجنیر محمد سلیم اکبر د تالقان د رود د حوضې ادارې په نوموړو مراسمو کې ګډون کړی وو.

 نوموړی کانال پخوا د سیلابونو له خوا زیانمن شوی دئ چې دا کار د اوبو د ضیاع او ناپایښتونکي بهیر سبب کیږي. د دې دپاره چې د ورته ستونځو څخه په راتلونکي کې مخنیوۍ وشي، په پام کې ده چې د اوبو درې معبرونه چې سیلابونه د کانال څخه منحرف کوي او همداراز یو ساتونکۍ دیوال به ودان شي. همدارنګه د اوبو د ټولیدو یو دروازه لرونکۍ بند به د اوبو بهیر کنټرول کړي او کرونده مځکې به د راتلونکو سیلابونو د زیان څخه وژغوري او سمه اوبه لګونه به تامین کړي.

«مونږ د جرمینی د حکومت د دې لویو پراختیایی پروژو تمویل لپاره مننه کوو. د دې حیاتي پروژې پلي کولو سره، د کروندګرو ډیری کرهنیز او معیشت ستونزې به حل شي او دا به په کرنیزو محصولاتو کې د پام وړ بدلون راوستل.»

د بیارغول شوي کانال څخه به د ۷٬۵۰۰ تنو نه زیات اوسیدونکي ګټه پورته کړي. د کانال د اوبولګونې ظرفیتونه به د ۵۰۰ هکتاره کرنیزه مځکې څخه لږترله ۷۵۰ هکتاره کرنیزه مځکې ته زیات شي. د اوبو ثبات لرونکۍ بهیر به په سیمه کې د برښنا د تولید دوې کارخانې او د اوبو پنځه ژرندې ته توان ورکړي چې د سیمې اوسیدونکو ته د برښنا انرژي برابره کړي. په پایله کې، د کرنې تولیدات، عواید او کاري فرصتونه به په سیمه کې زیات شي. د سیمې زیات شیمر اوسیدونکي به د بیارغونې په کارونو کې برخه واخلي.

د دې بهیر په ترڅ کې د سیمه ایزې بیخبنا د پراختیا وجهي صندوق (RIDF) د تالقانو د رود د حوزې د ادارې انجینرانو او مدیرانو ته روزنه، لارښوونه او سلامشوره ورکوي. د دغو اقدامونو موخه داده چې د تالقانو د رود د حوزې د ادارې ظرفیتونه په راتلونکي کې د ورته پروژو د خپلواکه راپيژندلو، مدیریت او پلۍ کولو د پاره ظرفیت جوړونه وشي.

د سیمه ایزې بیخبنا د پراختیا وجهي صندوق (RIDF) د المان د KfW د پراختیایي بانک له خوا د المان د اقتصادي همکاریو او پراختیا د فدرال وزارت (BMZپه استازیتوب تمویلیږي. د دې پروژې موخه داده چې د افغانستان په شمال کې اقتصادي او ټولنیزه بیخبنا سمون ومومي په داسې حال کې چې ولایتي ادارو ته توان ورکړل شي چې په راتلونکي کې پراختیایي پروژې په خپلواکه توګه طرحه او پلۍ کړي. د بیلګې په توګه، نوموړې پروژې د ۲۰۱۱ کال راهیسې لږترلږه ۱۶۰ کیلومتره سړکونه، ۵۰ کیلومتره د اوبولګولو کانالونه او د سیلابونو یا د مځکې د شړیدو په وړاندې د خویندیتوب ۱۱ بندونه تمویل کړي دي. د دې ترڅنګ د دې پروژې له لارې د کار اړونده شاوخوا ۴۹۰ سیمینارونه د ۲۳۰۰ تنو نه زیاتو ګډونوالو د پاره جوړشوي دي چې د راتلونکو بیخبنایي پروژو د خپلواکه پلۍ کولو زمینه برابروي.

Twitter icon
Facebook icon