د بشر حقوق او جندر: پراختیایی روزنه چې ۷۶۰۰ راتلونکی ښونکی به ورنه ګټه واخلی

19.05.1397
د ښونکو د روزنې (TTCs) له آزمایښتي مرکزونو څخه ۲۰ کسه ښونکو د مزار شریف په بلخ کې په یوه شپږ ورځني ورکشاف کې ګډون وکړ. ګډونوال د جندر او بشر د حقونو په اړه له تدریسی تګلارو سره بلد شول. د ښونکو د روزنې دمرکز مشر روزونکی دا ورکشاف مخته یووړ، او له افغانستان سره د آلمان د همکاریو، په افغانستان کې د لمړنیو او منځنیو زدکړو پروګرام (BEPA). ورسره مرسته کړې وه. د ښونکو د روزنې مرکزونه د افغانستان د پوهنې وزارت د ښونکو د روزنې د ریاست ترچتر لاندې فعالیتونه کوی. د ۳۰۰۰ مېرمنو په شمول له ۷۶۰۰ ډېر راتلونکی ښوونکي به له یوې پرمختللې روزنې ګته واخلی.

د ښونکو د روزنې د مرکز نه یوه ګډونوال زیاته کړه: ˮ دغه شپږ ورځنی د بشر د حقونو او جندر شپږ ورځنی ورکشاپ خورا مهم وو ځکه دا موضوع یوه اړتیا ده چې باید تدریس شی. دا ښه و چې د بېلابېلو تګلارو په اړه فعالیتونه وکارېدل. موضوع یې نوره هم روښانه او د پوهې وړوګرځوله. موږ نوي پوهې ترلاسه کړې او په ورته وخت کې مو د تدريس مختلفې لارې زده کړې‟

په تېرو دو کالو کې د ښونکو د روزنې ریاست د BEPA په همکارۍ لارښود ته پراختیا ورکړه او د ښونکو د روزنې د مرکزونو په لکچرو کې یې ورزیات کړ. نوموړې لارښود به د افغانستان په مخلتفو ولایتونو کې د ښونکو د روزنې په آزمایښتی مرکزونو کې معرفی شي. دابه د ښونکو د روزنې د مرکزونو له  ښونکو سره مرسته وکړی ترڅو د بشر د حقونو او جندر په اړه د ښونځیو راتلونکو ښونکو ته تدریس کوی. په لار ښود کې د وړ وړ موضوع ګانو به اړه درسی پلانو شامل دي د بېلګې په توګه تعصب او د جندر رول او همداراز اغېزمنې تدرسی لارښونې.

یوه بل ګډونکونکوی زیاته کړه: ˮ یو بل ګډون کونکي وویل: "موږ ډیر میتودونه زده کړل چې نه یوازې کولی شو د بشري حقوقو او جندر موضوع تدریس کړو، بلکې نور مضامین مو هم زده کړل. دا په لاره اچول شوی ښوونيز ورکشاپ ډېر په زړه پورې او د ګډونکونکو ډک ووچې دا ښه دى. "

مشرانو روزونکو چا چې دا روزنه په مخ یوړه خپله یې هم مخکې له دې فعالیت نه د بشر د حقونو او جندر په اړه روزنه اخیستې وه دوی د ګډونکو نظرونه او تګلارې تعقیب کړې. ګډونوال اړ وو چې د بشری حقونو او جندر په وړاندې د چلند په اړه د خپلو کردارونو د په وک کې ساتلو په مؤخه یو لړ دندې بشپړې کړی. مشرانو روزنکی ګدونوال وهڅول ترڅو له نوي تدریسی لارښود څخه  د لار ښود سره سمه ګټه واخلی.

ګډونوال باید د ښونکو د روزنې به اړوندو مرکزونو کې د څو متخصصینو په توګه خدمت وکړی، د راتلونکو ښوونکو ترمنځ نوې پوهه خپروي. د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې د ښونکو د روزنې د ۱۰ ازمایښتې مرکزونو څخه به له ۷۶۰۰ ډېر زده کونکي به نېغ په نېغه له نوی لارښود او اړوندو کورسونو نه ګټه واخلی

د لومړنیو او ثانوي زده کړو پروګرام (BEPA) د المان د فدرالی هېواد د اقتصادي او پراخیتایی مرستو د وزارت (BMZ) په استازیتوب دDeutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH  ادارې له خوا پلۍ کیږي. د دې پروګرام موخه د ښوونکو د روزنې او درسي نصابونو د تدوین په ډګر کې د افغانستان د پوهنې وزارت سره د مرستې له لارې په افغانستان کې د لومړنیو زده کړو کیفیت ته سمون ورکول دي. د ۱۳۸۷ کال راهیسې، (BEPA) د ۲۳۰۰۰ تنو نه زیاتو ښوونکو لپاره روزنه برابره کړې ده. برسیره پردې، د دې پروګرام په مرسته د ښوونکو د روزنې ۲۲ مرکزونو د راتلونکو ښوونکو دپاره د کارپیژندنې حتمي دورې په خپلو پروګرامونو کې ترویج کړي دي. په پایله کې، د افغانستان په شمال کې اوس شاوخوا ۱۵۸۰۰ تنه د پوهنتونونو او ۸۸۳۰۰ تنه د ښوونځیو زده کوونکي د سمون ورکړل شوي ښوونې او روزنې څخه ګټه پورته کوي. هغوی اوس د روزنې یو تخصصي، د عمر سره سم او شاګرد محوره سیستم ته لاسرسۍ لري.

Twitter icon
Facebook icon