د تخار ولایت 14,000 اوسیدونکو لپاره د اعتماد وړ بریښنا

21.01.1398
هزار سوموچ، تخار، د ۱۳۹۸ کال د وري ۲۱ مه – پرون د هزار سوموچ او کنجک کلېو ته د بریښنا رسولو مراسم ترسره شول. دولتي چارواکو او د افغانستان د برشنا شرکت استازو او افغانستان سره د آلمان همکارۍ پدغه مراسمو کې ګډون وکړ. دواړه کلي د تخار ولایت په هزار سوموچ ولسوالۍ کې موقعیت لري. شاوخوا 14,000 ځايي اوسیدونکي به ډیر ژر له باثباته بریښنا څخه ګټه پورته کړي. د افغانستان د برشنا شرکت به دغه پروژه تطبیق کړي چې د سیمه ایزې زیربناء د پراختیا د وجهي صندوق (RIDF) پواسطه ملاتړ کیږي. افغانستان سره د آلمان همکاري د دغې پروژې ودانیز کارونه د 124 میلیونه افغانېو په مجموعي لګښت سره تمویلوي.

د تخار نوي ټاکل شوي والي، عبدالحق شفق څرګند کړ« نن زه ډیر خوشحاله یم چې په دې ولایت کې زما د دندې په لومړۍ ورځ کې د دې مهم پرانستنې مراسم و. موږ د آلمان حکومت او د هغه خلکو ته د دوی د اوږد مهاله مرستې او همکارۍ لپاره زموږ د هیواد په پراختیا کې مننه کوو. هغه د خلکو او سیمه ایزو چارواکو څخه غوښتنه وکړه چې د پروژې د جوړولو کارونو امنیت خوندي کړي. هغه قراردادی څخه وغوښتل چې د کار ځانګړتیاوو پر بنسټ د ښه کیفیت سره کار ترسره کړي ».

افغانستان کې ډيري کلي اوس هم د بریښنا مناسبې او د اعتماد وړ سرچینې ته لاسرسی نلري. ځايي اوسیدونکي له همدې امله د بریښنا د تولید لپاره له ډیزلي جنراتورونو څخه ګټه اخلي. لدغه جنراتورونو څخه ګټه اخستل نه یواځې دا چې ګران بیه دي بلکه د چاپیریالي ککړتیا اصلي سرچینه هم ده. په هزار سوموچ او کنجک کې به دغه ستونزې د ودانیزو کارونو تر بشپړیدو وروسته، پاې ته ورسیږي. د پنځو ټرانسفرمرونو سبسټیشنونه او د ویش سیسټم به له 16,00 څخه ډیرو کورنېو او نورو پیرودونکو ته د اعتماد وړ بریښنا تامین کړي.   

 ښاغلی عبدالبصیر بیک، د هزاره سمو ولسوال څرګند کړ« له نېکه مرغه موږ د ډیرو دوه اړخیزو هڅو وروسته د دې پروژې پیل شاهد یو. دا پروژه زموږ د خلکو لپاره حیاتي ده، ځکه چې دا به زموږ د ولسوالۍ خلکو لپاره روښانه او روښانه راتلونکې راوړي ».

یواځې کورنۍ به له دغې شبکې څخه ګټه پورته نکړي. د ښوونځېو، جوماتونو او دولتي نهادونو په شمول عامه ودانې به هم لدغې شبکې سره نښتې وي. د بریښنا تامین به په سیمه کې اقتصادي وده هم پیاوړې کړي ځکه چې بریښنايي وسایل او ماشین الات د کارولو وړ دي. ودانیز کارونه به تر 14 میاشتو پورې دوام وکړي او ځايي اوسیدونکو ته به کاري فرصتونه برابر کړي. د تخار ولایت پرمختیايي کمیټه (PDC) تائید کړه چې دغه پروژه د پرمختیايي لومړیتوبونو پربنسټ چې دغه ولایت لپاره ټاکل شویدي، ولاړه ده.

د پروژې د تطبیق په بهیر کې به د سیمه ایزې زیربناء د پراختیا وجهي صندوق د تخار ولایت د بریښنا شرکت اینجینرانو او مدیرانو ته  د کار په بهیر کې ټریننګ، روزنه او مشورتي جلسې برابرې کړي. د دغو فعالیتونو موخه په راتلونکې کې د ورته پروژو د تشخیص، مدیریت او تطبیق لپاره د افغانستان د برشنا شرکت د ظرفیتونو لوړول دي.

د سیمه ایزې زیربناء د پراختیا وجهې صندوق د KFW د پراختیايي بانک لخوا د آلمان د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت (BMZ) په استازیتوب سره تطبیق کیږي. د دې پروګرام موخه د افغانستان په شمال کې د اقتصاد او ټولنیزې زیربناء اصلاح او د ولایتي اداراتو وړ کول دي ترڅو په خپلواک ډول سره پلان او پرمختیايي پروګرامونه تطبیق کړي. په تېرو اوه کلونو کې دغه پروګرام له 160 کیلو مټرو څخه ډیر سړکونه، 50 کیلومټره د اوبو لګونې کانالونه او په بلخ، کندز، بغلان، تخار، بدخشان ولایتونو کې د سیلاب او د خاورې د تخریب په مقابل کې 11 حفاظتي بندونه  له مالي پلوه تمویل او جوړ کړیدي او اوس په سمنګان کې د دوه ښوونځېو د بیارغاونې پروژې هم تطبیق کوي. په ورته وخت کې دغه پروګرام د راتلونکې زیربنايي پروژو لپاره له 300 څخه ډیرو اینجینرانو او دولتي کارکونکو لپاره مسلکي او د دندې په بهیر کې له 900 څخه ډير ټریننګونه، روزنیز پروګرامونه او سیمینارونه تنظیم کړیدي.

Twitter icon
Facebook icon