د تخنیکي او مسلکي زه کړو ښوونځیو ته د ودر ورکولو لپاره د نورې ارزونې پروګرام ته لنډه کتنه

10.06.1398
هرات، د ۱۳۹۸ کال د وږی۱۰ مه نېټه - د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو، له ۱۵ ولایتونو څخه ۶۰ ګډونوالو، نارینه او ښځینه وو، په هرات ولایت کې په یوه کانفرانس کې ګډون وکړ څو د ښوونځي د فعالیت ارزونې پروګرام د آزمایښتي پړاو پایلو ته لنډه کتنه وکړي. د ارزونې دا پروګران چې د دې کال د اپریل په میاشت کې پیل او د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر تر میاشتې پورې ادامه لري او د تخنیکي او مسلکي زده کړو په ښوونځیو کې د ښوونځي د فعالیت او د تدریس کیفیت ته وده ورکول د دې پروګرام موخه ده. د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ګډون کوونکو ښوونځیو څخه د سرښوونکو، د ولایت په کچه د پوهنې رئیسانو او د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې څخه د چارواکو په ګډون د کانفرانس ګډونوال سره را یوځای شول څو د دغه پروګرام د بریالیتونو او ننګونو په اړه بحث وکړي. د افغان – آلمان همکارۍ اداره له مالي پلوه له دغه پروګرام څخه ملاتړ کوي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د څارنې او ارزونې له څانګې څخه ښاغلي حفیظ الله نهضتیار تشریح کړه، په دې پروګرام سره، ارزونې د مسکلي روزونکو لخوا ترسره کېږي او رغنده نظرونه یې په مستقیم ډول له سرښوونکو، ښوونکو او د ولایت په کچه د پوهنې ریاستونو سره شریکېږي. ښوونکي بیا کولای شي د ارزونې د ډلې د سلا او مشورو په کارولو سره خپل فعالیت ته ورکړي.

د افغان – آلمان همکارۍ اداره د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره یوځای وار دمخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو په ۱۳ ښوونځیو کې د ښوونځي د فعالیت ارزونې پروګرام پیل کړی چې اووه نور به یې د سپټمبر په میاشت کې پیل شي. دا ارزونه د ماسټر روزونکو لخوا د جوړ شوو پوښتنلیکلو له لارې ترسره کېږي چې اکثره د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ادارې کارکوونکي او مسلکي روزونکي تشکیلوي. په هدف شوو ګروپونو کې ښوونکي، اداري کارکوونکي او سرښوونکي شامل دي. دا ارزونه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ښوونځیو پر څلورو عمده برخو تمرکز لري: د تدریس کیفیت، د بشري سرچینو پراختیا، د اداري مهارتونو مدیریت او د کار زده کړې مدیریت.

له ارزونې څخه رامنځټه شوې پایلې به د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره مرسته وکړي څو په دغه څلورو عمده برخو کې وده وکړي او د لا زیاتو روزنیزو پروګرامونو د هر ډول اړتیا په ګوته کولو کې به هم مرسته وکړي. د ارزونې پروګرام د تخنیکي او مسلکي زده کړو ښووڼخي او مؤسسې هڅوي څو د تر هدف لاندې د تدریس اغېزمن کیفیت او د ښوونځي د فعالیت تضمین لپاره اقدام وکړي.

نوموړی کانفرانس د ارزونې د بهیر په اړه په یوې لنډې پېژندنې سره ترسره او له ارزول شوو ښوونځیو څخه د لومړنیو پایلو په شریکولو سره ادامه مومي. د تعلیمي نصاب او تدریسي پلانونو د پرمختګونو په ګډون بریالیتوبونه په نښه شوي او د امنیتي ستونزو، په ناکفي اندازه زېربناوو او سرچینو په څېر ننګونې حل کړل شوي دي. د رغنده نظرونو په اړه د بحثتونو د یوې برخې په توګه، ګډونوالو د تخنیکي او مسلکي زده کړو ښوونځیو او مؤسسو کې د خدمتونو د کیفیت په اړه د پرمختګونو وړاندیز کړی دی.

د کانفرانس په دویمه ورځ، د کیفیت ارزونې د ثبات او اداري کولو (Institutionalization) په اړه بحث وشو. په دې تأکید وشو چې د ټولو ولایتونو د پوهنې ریاستونه باید د تخنیکي او مسلکي زده کړو په ټولو ښوونځیو او مؤسسو کې ورته ارزونه پلي او تطبیق کړي. دا کار به په نهایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په ښوونځیو کې د تدریس کیفیت ته په وده ورکولو سره خدمت وکړي.

 

په افغانستان کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو (TVET) د ملاتړ پروګرام د آلمان د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت (BMZ) په استازیتوب د آلمان نړیوالې همکارۍ ټولنې (GIZ) او د آلمان KfW پراختیایي بانک لخوا تطبیقېږي. د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره (TVET) موخه لري څو د افغان ځوانانو د کار موندنې د کچې لوړولو لپاره په افغانستان کې د رسمي تخنیکي او مسلکي زده کړو سیسټم ته پراختیا او وده ورکړي. سربېره پردې، دا پروګرام د شاګردۍ/کار زده کړې عنعنوي سیسټم – استاد شاګردي – د افغانستان د تخنيکي او مسلکي زده کړو د ادارې په مرسته عصري کوي. د درې کلونو لپاره د استاد شاګردۍ سربېره د تخنیکي او مسلکي زده کړو له رسمي ښوونځي څخه له فارغېدو وروسته، کار زده کوونکي/شاګردان کولای شي چې د دولسم ټولګي شهادتنامې ته عریضه وکړي چې دا شهادتنامه ډېرو ځوانانو ته اجازه ورکوي څو لوړې زده کړې وکړي.  

Twitter icon
Facebook icon