د دولتی ادارو او د مدني ټولنې ترمنځ لاښه همغږي

21.01.1397
فیض آباد، بدخشان، د ۱۳۹۷ کال د وری د میاشتې ۲۱مه نیټه - په دې اونۍ کې د بدخشان ولایت د عدلیې وزارت، د مدني ټولنې سازمانونو او د ښځو د چارو ریاست د همغږۍ غونډه جوړه کړه چې په کال کې دوه وارې دایریږي. په دې غونډه کې د بدخشان ولایت د مرستیال او د مدنې ټولنې د ۲۰ سازمانونو د استازو په شمول شاوخوا ۵۵ تنو ګډون کړی وو تر څو د خپلو تر منځ د همکارۍ د سمون د څرنګوالي په باب خبرې اترې وکړي. په افغانستان کې د قانون د واکمنۍ دپاره د افغان-المان د همکارۍ پروګرام له دغې غونډې څخه ملاتړ وکړ.

په نوموړې غونډه کې د بدخشان د مدنې ټولنې د مجمع مشر ښاغلي سیف الدین سایس داسې وویل:  «مونږ پریکړه وکړه چې د بدخشان د عدلیې ریاست د راجسترشویو سازمانونو د اقدامونو څخه څارنه وکړي او د هغوی څخه د دې اقدامونو په پلۍ کولو کې ملاتړ وکړي. مونږ د ریپوټ ورکنې یوه کړنلاره منځته راوړو چې هر سازمان خپل د اقدامونو په باب د عدلیې ریاست ته په سمه توګه او په خپل وخت رپوټ ورکړي.»

په غونډه کې ګډونوالو د هغو خنډونو په باب چې د مدني ټولنې د سازمانونو او دولت ادارو تر منځ د اغیزمنې همکارۍ په لاره کې شتون لري خبرې اترې وکړې. نوموړي سازمانونو هوکړه وکړه چې خپل ټول اقدامونه د بدخشان د عدلیې ریاست ته رپوټ کړي تر څو د کارونو د تداخل څخه مخنیوۍ وشي. همدارنګه د ښځو د حقونو او نورو موضوعګانو په اړه باید د سازمانونو تر منځ چلند همغږه شي. ټولو لوریو هوکړه وکړه چې خپلې کړنې په ډیره ښه توګه همغږه کړی تر څو د راتلونکو ستونځو څخه مخنیوۍ وشي. په دې توګه، د بیلابیلو پروګرامونو لکه د پوهاوي ورکول، عدالت غوښتل او نورو پروګرامونو اغیزمنتیا زیاتیږي.

ښاغلي سیف الدین سایس زیاته کړه: «مونږ پریکړه وکړه چې په راتلونکي کې به دا راز نورې غونډې جوړوو تر څو سازمانونو ته د دې فرصت ورکړل شی چې د خپلو اقدامونو، لاسته راوړنو او ننګونو په باب خبرې وکړي».

په افغانستان کې د قانون د واکمنۍ د ټینګښت (RoL) پروګرام دDeutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH  د ادارې له خوا د المان د اقتصادي همکاریو او پراختیا د فدرال وزارت (BMZ) په استازیتوب پلۍ کیږي. د دې پروګرام موخه د قانون د واکمنۍ، د یو ښه فعال قضایی سیستم او حقوقي امنیت تامینول دي. ټولو هیوادوالو ته د حقوقي امنیت د تامینولو په موخه نوموړي پروګرام د هیواد په ولایاتو کې د حقوق د مدیریتونو څخه ملاتړ کوي چې د ۲۰۱۳ کال راهیسې یې د ۷۷٬۰۰۰ نه زیاتو قضیو ته رسیدګی کړیده. په همدې مهال، د لوړو حقوقي زده کړو د ملاتړ په موخه نوموړي پروګرام د حقوقو او شرعیاتو پوهنځیو ته د ۳۰٬۰۰۰ ټوکو نه زیات کتابونه برابرکړي دي او د زده کوونکو او ښوونکو د پاره یې د ۱۵۰ نه زیات حقوقي کورسونه جوړکړي دي او د ۶۰ تنو نه زیات زده کوونکو ته یې سکالرشیپونه ورکړي دي. د قانون د واکمنۍ د ټینګښت پروګرام همدارنګه لږترلږه ۱۳٬۰۰۰ پولیس د قانون سره سم د دندې د ترسره کولو په موخه روزلي دي. دغه پروګرام همداراز د ښځو د حقونو پر هڅولو او عدالت او د کار بازار ته د هغوی د لاسرسۍ پر ټینګښت باندې ټینګار کوي.

Twitter icon
Facebook icon