د سپورت استادانو د لومړنیو مرستو روزنه ترلاسه کړه

10.05.1398
کابل، د اګست لومړئ نیټه، ۲۰۱۹ کال - نن د سپورټ د استادانو (ښوونکو) لپاره د لومړنیو مرستو د پنځه ورځني روزنیز پروګرام وروستۍ ورځ وه، کوم چې په کابل کې ترسره شو. په دې روزنیز پروګرام کې د ۱۸ ښځو په ګډون ۳۰ تنو برخه اخیستې وه. په ګډونوالو کې، په اوو ولایتونو کې د ښوونکو د روزنې مرکزونو (TTC) استادان او د ښوونکو د روزنې ریاست لس تخنیکي غړي شامل وو. د افغانستان لپاره د افغان-المان د همکارۍ د لومړنیو ښوونو پروګرام (BEPA) د دغه روزنیز پروګرام چارې سنبال کړې وې. له دې روزنیز پروګرام څخه به د ۶۰۰۰ میرمنو په ګډون، د ښوونکو د روزنې مرکزونو شاوخوا ۸۰۰۰ زده کوونکو ته ګټه ورسیږي.

د هرات د ښوونکو د روزنې د مرکز (TTC) استاد ښاغلي عبدالله یارزاده په ډاګه کړه، "اوس موږ پوهیږو چې څنګه کولی شو د نورو خلکو سره د خورا ساده ګامونو په پورته کولو او د داسې توکو په کارولو چې په ډیری کورونو کې موندل کیدی شي مرسته وکړو. یو بل استاد ښاغلي اسلام الدین زمیرزي زیاته کړه "دې پروګرام له نورو روزنیزو پروګرامونو سره توپیر درلود، په دې کې موږ زده کړل چې موږ کولی شو چې په خپل ورځني چاپیریال کې موندل کیدونکي توکي وکاروو ترڅو د عملي درسونو په جریان کې د زده کونکو او ښوونکو خوندیتوب ډاډمن کړو."

دا لومړی ځل دی چې دا ډول روزنیز پروګرام په لاره اچول کیږي. د ښوونکو د روزنې د ریاست (TED) په غوښتنه، هغو استادانو چې د ښوونکو د روزنې په مرکزونو کې د سپورټ ټولګیو ښوونه کوي د لومړنیو مرستو روزنه ترلاسه کړه. دا ۳۰ استادان او د ښوونکو د روزنې د ریاست غړي به چې په دې روزنیز پروګرام کې یې ګډون کړئ وو وکولی شي چې دا نوي ترلاسه شوي مهارتونه د ښوونکو د روزنې په مرکزونو کې خپلو زده کوونکو ته ورسوي. د ښوونکو د روزنې د مرکزونو استادان او ښوونکي به وکولی شي چې د اړتیا په صورت کې یعنې که چیرې د دوی زده کونکي د سپورت پرمهال ځان ټپي کړي له هغوی سره اړینه مرسته وکړي.

تر اوسه پورې چې د مخنیوي کومې کړنلارې ترسره شوې یوازې د ژوبلیدو د شمیر او شدت په محدودولو کې یې مرسته کړې ده. په هرصورت، حادثات پیښیږي، او دا روزنه به استادان او د زده کوونکو ښوونکي چمتو کړي ترڅو د اړتیا په صورت کې دې ډول پیښو ته ځواب ورکړي.

د کندهار د ښوونکو د روزنې د مرکز (TTC) یوې استادې اغلې حاجره ادیبیار څرګنده کړه، "موږ خوښ یو چې د لومړنیو مرستو په برخه کې د ګټورو مهارتونو زده کړې فرصت مو ترلاسه کړ او موږ هیله لرو چې په راتلونکي کې په یوه پرمختللي روزنیز پروګرام کې ګډون وکړو."

د لومړنیو مرستو روزنه د لومړنیو زده کړو د ښوونکو لپاره د ډیپلوما د نوي پروګرام د سپورټ د څانګې یوه برخه ده. د ډیپلوما دا نوی پروګرام اوس مهال د درسي نصاب، درسي موادو او د ښوونکو د روزنې په برخو کې نهایی کیږي. د ښوونکو د روزنې د ریاست اکاډمیک یا علمی غړي چې په دې روزنیز پروګرام کې یې ګډون کړئ وو د نوي ډیپلوما پروګرام لپاره د نصاب په جوړولو او درسي موادو په چمتو کولو کې دخیل دي. وروسته لدې چې د ښوونکو د روزنې په مرکزونو کې د ډیپلوما پروګرام رامینځته کیږي، د ښوونکو د روزنې د ریاست غړي به له استادانو سره د دوی په درسونو کې مرسته وکړي.

د ابتدایي او ثانوی زده کړې پروګرام (BEPA) د آلمان د اقتصادي همکاریو او پراختیا د وزارت (BMZ) په استازیتوب د نړیوالو مرستو لپاره د آلمان د ادارې (GIZ) GmbH له خوا پلی کیږي. د ابتدایي او ثانوی زده کړې پروګرام (BEPA) هدف په افغانستان کې د لومړني او ثانوي زده کړو کیفیت لوړول دي چې په دې موخه د افغانستان د پوهنې له وزارت سره د ښوونکو د روزنې او نصاب د انکشاف په برخو کې مرسته کوي. له ۲۰۰۸ کال راهیسې، د ابتدایي او ثانوی زده کړې پروګرام (BEPA) تر ۲۲۰۰۰ ډیرو ښوونکو او استادانو ته روزنه ورکړې ده. سربیره پردې، د ښوونکو د روزنې 23 مرکزونه د ښوونکو لپاره لازمي انترنشپونه (د کار زده کړې عملي دورې) وړاندې کوي. ددې په پایله کې، د افغانستان په شمال کې نږدې ۱۵۸۰۰ د ښوونکو د روزنې د مرکزونو (TTC) زده کونکي او ۸۸۳۰۰ د ښوونځي زده کونکي دا مهال له اصلاح شوې زده کړې څخه ګټه پورته کوي. دوی اوس مهال د زده کړې تخصصي، د عمر مناسب او پر زده کوونکو متمرکز پروګرام ته لاسرسی لري.

Twitter icon
Facebook icon