د عالی لیسې نویې ودانۍ به په سمنګانو کې ۵۴۰۰ زده کونکوته ګټه ورسوی

02.07.1397
پرون ورځ د سمنګانو ولایت په مرکز ایبک کې د دریو عالی لېسو د ودانوی د بنسټ ډبرې د اېښودنې مرسام ترسره شول. د ولایت د پوهنې ریاست، دولتی چارواکو او له افغانستان سره د آلمان د همکاریو استازیو په دغه غونډه کې ګډون کړی وو. دغه اسانتیاوې به هلکانو اوجنکیو ټول ټال ۵۴۰۰ زده کونکو ته د زده کړې مناسب چاپېریال برابر کړې. له افغانستان سره د آلمان د همکاریو د سیمه ایزو زېربنا وو پراختیایی پانګې (RIDF) د پروژې په پلې کولو او د ښونځیو د ودانولو چارو کې د پوهنې له ولایتې ریاست سره شاوخوا ۱۱۱ملیونه لګښت مرسته وکړه.

د سمنګان ولایت والی، ښاغلی الحاج عبداللطیف ابراهیمي وویل: "موږ د آلمان د حکومت د ملاتړ څخه مننه کوو. اجاني ملکه د نجونو لیسه زموږ په ولایت کې ترټولو مهم ښوونځي دي. نن ورځ ډیری زده کونکي د خیمو لاندې زده کړه کوي. له همدې کبله د دې ښوونځیو ودانول یو مهم اړتیا ده. "

د ۱۳۹۴ کال د لړم په میاشت کې یوې لویې زلزلې د آجیاڼۍ ملکې د جینکو او کوهنه ایبک د هلکانو ښونځي ونړول، دواړه ښونځي د کارولو وړ نه وو. د سمنګانو د پوهنې ریاست PED سملاسي دا اړتیا په ګوټه کړه او په همغه کال منظوره شوه. د ودانولو چارو دوه کاله وخت واخیستو، په سیمه کې یې ډېری وګړو ته د دندو فرصتونه برابر کړل. ټول ټال سل زره ۱۰۰۰۰۰ وګړي به له دغه فعالیت ګټه واخلی.

د سمنګان ولایت د ښوونی ریاست مشر، حاجي محمد ټینګار وکړ: "موږ په دې ولایت کې د ښوونځيو د پروژو د پلي کولو شاهدان یو. موږ باید ډاډ ورکړو چې ددی اسانتیاوو څخه مناسب ګټه اخول او ساتنه کوو. "

دغه نوې زېبناوې به دری دوه پوړیزه ودانۍ ولری، دوې ودانۍ به د آجیاڼۍ ملکې د جینکو د عالی لیسې او یوه ودانۍ به د کهنه ایبک د هلکانو د عالی لیسې لپاره وی. هره ودانۍ به د ۱۳ مجهزو درسی خونو او دوو اداری خونو درلودنکې وي. د زده کړې د خوندی اومناسب چاپیریال یقیني کولو په مؤخه، د ودانیو په داخلي تاسیساتو کې دروازې، بریښنا، د څښلو د اوبو زیرمې او فوټبال لوبغالي شامل دي.

د ودانیزو چاروپه لړکې، همکاریو د سیمه ایزو زېربنا وو پراختیایی پانګې (RIDF) دسمنګانو ولایت د پوهنې ریاست انجینرانواو مدیرانو ته د دندې په درشل کې روزنې او کارورزده کونې هم وړاندې کړې. د دغه کړنې مؤخه په راتلوکې کې په خپلواکه توګه ورته پروژو د په ګوته کولو، پلان کولو او پلې کولو په اړه د د نوموړی ریاست د وړتیا وو اچتول دی.

د سیمه ایزو زیربناء وو پراختیایی پانګه RIDF د آلمان د فدارلی هېواد د افتصادی او پراختیایی مرستو  د وزارت (BMZ) په استازیتوب د المان د پراختیایی بانک KfW له لوری پلی کږی. د پروګرام مؤخه د افغانستان په شمال کې د ټولنیزو زېربناوو او ولایتی ادارو توانول دی ترڅو په راتلونکی کې په خپلواکه توګه  پراختیایی پروګرامونه پلان او پلی کړی د بېلګې په توګه: د سیمه ایزو زیربنا وو پراختیایی پانګه  RIDF د ۱۳۹۰ کال راهیسې د شاوخواد ۱۶۰ کیلومتره سړک، ۵۰ کیلومتره د ابولګولو ویالې او د سېلابونو او غونډیو د ښویېدو دمخنیونکو۱۱ ډنډونو پانګونه کړې. په ورته وخت کې، نوموړي پروژې د دندې اړوند د ۳۰۰۰ ډېرو هغه خپلواکه خلکو لپاره چې په راتلونکې  د زېربنایی پروژو لپاره ورباندې باور کېږی  ۹۰۰ روزنیز سیمینارونه برابر کړی.

Twitter icon
Facebook icon