د ملي پراختیایي پروژو تعقیبول، د افغانستان اقتصاد وزارت په ټولو ولایتونو کې د څارنې او راپور ورکونې ډیټابیس پیل کړ

26.02.1398
فیض اباد، بدخشان، د ۱۳۹۸ کال، غویی د میاشتې ۲۶ نېټه، پرون د اقتصاد وزارت د پالیسۍ او مسلکي چارو معین ښاغلي محمد اسماعیل رحیمي د بدخشان، تخار او کندز ولایتونو دولتي چارواکو ته د ولایتي څارنې او راپور ورکونې سیسټم (PMRS) ور وپېژنده. دوی زده کړل چې دغه ډیټابیس څنګه وکاروي چې په افغانستان کې ملي پراختیایي پروژې تعقیبوي او له پرمختګونو څخه یې څارنه کوي. دا به د پروژې تطبیق اسانه کړي په داسې حال کې چې په ورته وخت کې د روڼتیا او ځواب ورکونه هم زیاتوي. اوسمهال د افغانستان په ټولو ۳۴ ولایتونو کې دغه سیسټم معرفي شوی دی. د افغان جرمن همکارۍ د دغه ډیټابیس په جوړولو په برخه کې مرسته کړې ده.

محمد رحیمي ټینګار وکړ چې« د ولایتي څارنې او راپور ورکونې سیسټم (PMRS) اوس په ټولو افغان والیتونو کې معرفي شوی او دا آنلاین کار کوي. په یو کلک کې، تاسو د پرمختللې نیټې تازه معلومات وګورئ. والیان به اوس د خپل ولایت د ټولنیزې اقتصادي پراختیا په اړه پوه شي»

د اقتصاد وزارت د ملي پراختیایي پروژو د پرمختګ او پایلو په پام کې نیولو سره د دغو پرژو د تعقیب او څارنې مسؤلیت پر غاړه باندې لري. پخوا به د اقتصاد وزارت د مکتوب سیسټم کارولو چې د ډېرو اداري کارونو له پړاونو څخه لامل کېده او ناسم معلومات (ډیټا) به یې وړاندې کولو. د ملي پراختیایي پروژو بودیجه، پرمختګ او وضعیت/حالت به اکثره څرګنده او روښانه نه وؤ.

د بدخشان مرستيال او سرپرست والي، ښاغلي اختر محمد خیرزاد وویل،«، موږ به په لیوالتیا سره دا سیسټم تعقیب او پرمخ بوځو. موږ د څو کلونو لپاره د داسې سیسټم په تمه یو. دا موږ ته د دې توان ورکوي چې ځان په بدخشان کې د پروژو اقتصادي ټولنیزې پرمختیا په اړه خبر کړي. هغه زیاته کړه، "د دې سیسټم په مرسته د پروژې پلي کولو کې عدالت او مساوات به په پام کې ونیول شي.»

د دغو ننګونو د له منځه وړلو او راپور ورکولو پخواني سیسټم په ځای کارولو لپاره، د اقتصاد وزارت د ولایتي څارنې او راپور ورکونې سیسټم (PMRS) جوړ کړی. د مرکز او ولایتونو په کچه دولتي چارواکي کولای شي چې دغه نوی، اسانه سیسټم د پرېکړو او د پالیسۍ جوړولو لپاره کارولای شي. د نورو معلوماتو ترڅنګ، په دغه سیسټم کې د پروژو د بودیجې، تخصیص او تطبیق پرمختګ او هغه ځایونو په اړه معلومات شامل دي چې روڼتیا او همداراز حساب ورکونې ته وده ورکوي. دغه ډیټا ته د ښکېلو ادارو او بودیجوي واحدونو/ادارو لپاره آنلاین موجود دی.

په یو مقدماتي مراسمو کې، د اقتصاد وزارت د افغانستان ۳۴ ولایتونو څخه راغلي ټولو حکومتي چارواکو ته د ولایتي څارنې او راپور ورکونې سیسټم (PMRS) ور پېژندلی دی. اوس باید دغه مسؤلین دا باوري کړي چې نوموړي ډیټابیس ته په دوامداره توګه دقیق او تازه معلومات (ډیټا) ورسوي. دغه پروژه به د افغانستان ملي پراختیايي پروژو او د دوی د پرمختګ یو روښانه انځور وي. انعام (پایله ) به یې د افغانستان د ملي پراختیايي پروژو او پرمختګ روښانه انځور وي.

 

په افغانستان کې د څارنې، ارزونې او عامه اړیکو پروګرام (MEC) ) د آلمان نړیوالې همکارۍ ټولنه (GIZ)  د آلمان د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت (BMZ) په استازیتوب پلي کوي. د دغه پروګرام موخه، د څارنې او ارزونې ظرفیتونو په لوړولو کې له افغان حکومت سره مرسته کول دي. د دې موخې لاسته راوړلو  لپاره د څارنې، ارزونې او عامه اړیکو پروګرام (MEC) د افغانستان د  اقتصاد له وزارت سره په مرکزي او ولایتي کچه د څارنې او راپور ورکولو سیسټمونو په تطبیقولو کې مرسته کوي. دغه پروګرام د وزارت کارکوونکو لپاره د ارزونې کورسونه هم وړاندې کوي او د پایلو، اغېزمنتیا او ثبات د معلومولو په موخه د اقتصاد له و زارت سره په ملي پراختیایي پروژو باندې د اغېزې ارزونو په برخه کې مرسته کوي. دغه کار په پراختیایي پروژو کې د شفافیت او حساب ورکونې کچه زیاتوي.

Twitter icon
Facebook icon