د مېرمنو لپاره د کان کېندنې اکاډیمیکې زده کړې: ایران ته د پوهنتنونو ښځينه زده کونکو سفر

25.08.1397
۱۳۹۷ کال د لړم د میاشتې ۲۵ مه – نن ورځ د بلخ، کابل او کابل پولتخنیک د پوهنتونونو ۳۴ کسه ښځینه زده کونکې افغانستان ته راستنې شوې. دوي د مځګې پېژندنې او کانونو په برخه کې یوه اونۍ ایران ته په یوه علمی سفر کې ګډون وکړ ترڅو د سیمی د تجربو په اړه زده کړی. د ایران د مځکې پېژندنې د سروې ادارې (GSI) دغه سفر پلان او عملی کړ. له افغانستان سره د آلمان د مرستو د کانونو په برخه کې د اکاډمیکې زده کړې پروګرام (AMEA) یې د پلي کونې اسانتیا وې برابرې کړې وې.

د فعالیت مؤخه د کان کیندنې د مهمو تخینکونو لکه: د بېلګې اخیستل، د کاڼو څېړنه او همدارنګه د زېرمو او کانونو د کیندنې سره د زده کونکو بلدول وو. دوی د طلا، اوسپنې او مکنیزیمو دکانونو په شمول د کانونو له وړ وړ سیمو څخه لیدنه وکړه. ˮد بلخ د پوهنتون رئیس،پروفیسور دوکتور خپلواک زیاته کړه: په روانه اونۍ کې زموږ زده کونکی په پوهنتون کې د تېرو ۴ څلورو کلو په پرتله ډېر څه زده کړل.‟

کانونه د تهران، قوم، ګل پیکان او ارک په ګډون د ایران په په ډېرو ولایتونو کې موقیت لری. د ایران د مځکې پېژندنې د سروې ادارې (GSI) څخه د کانونو او مځکې پژندنې  ماهیرینو په دغه علمی سفر کې د افغانی زده کونکو ملتیا وکړه او د ایران د جغرافیایی ځانګړتیاوو او کانونو په اړه یې ارزښتناک معلومات ورته وړاندې کړل. د ګډونوالو په استازیتوب یوې زده کونکې ټینګار وکړ: ˮموږ د آلمان له هېواد څخه ددغه سفر لپاره منندویې یو. دا زموږ لپاره ډېر ګټور وو زده کونکو په ریښتنۍ توګه د نظری زده کړې تمرین کړې‟

د افغانستان د کان کيندنې سکتور پراخ امکانات وړاندې کوي او کولی شي د هېواد په تلپاتې اقتصادی پراختیا کې مهم رول ولوبوی. له نوموړی سکتور څخه په بشپړه توګه د کار اخیستلو لپاره به، افغانستان د کانونو تجربه لرونکو ماهېرینو ته اړتیا لری چې عملی تجربې او نړیواله پوهه ولری. لکه څنګه چې په افغانستان کې د کانونو او مځکې پېژندنې زده کونکو ته د اړوندو سیمو څخه د لیدنې شونتیاوې لږې دی ځکه نو AMEAنورو هېوادونو لکه: جرمني، چین او ایران ته د افغانی محصیلینو لپاره د علمی سفرونو آسانتیاوې برابروی. په راتلونکې کې باید په دغه شان علمی سفرونو کې ګډونوال زده کونکی خپلې تجربې وکاروی ترڅو د افغانستان د کان کیندنې د سکتور په پرمختګ کې برخه واخلی.

په افغانستان کې د کانونو په اړه د اکاډیمکې پوهنې پروګرام (AMEA) پروګرام د ‍‍‍۱۳۹۳ کال راهیسې د آلمان د فدرالی هېواد بهرنیو چارو ددفتر(AA)  په استازیتوب د  Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH  لوری پلئ کېږی. د AMEA مؤخه په افغانستان کې د کانونو به اړه اکاډمیکې پوهنې ته وده ورکول دی ترڅو په افغانستان کې د کان کیندنی سکتور ته د نږدې بشپړې کارونې اسانتیا برابره کړی. دا پروګرام د پوهنتونونو د روزنې په عصري کولو کې مرسته کوي، د صنعت او کار مارکيټ اړتیاو ته یې وده ورکوي او د افغانستان د لوړو زده کړو وزارتMoHE، د کانونو او پطرولیم وزارت MoMP سره په نږدې همکارۍ کې د تعلیمي شبکې رامینځته کول او آلمان د اکادمیک تبادلې خدمتونوDAAD سره د اکاډمیکو نظریاتو د شریکولو جوګه دی.ځکه خو AMEA د ۲۴۰ افغان محصلینو او استادانو لپاره د ایران، آلمان او چین په هېوادونو کې د اکادمیکو کورسونو، انستیتوتونو او انټرنشیپ پروګرامونه تنظیم کړي چې دوی ته تخنیکي پوهې او نوي تدریس میتودونو ته لاسرسئ چمتو کوي. له ۱۳۹۳ کال را هیسې دغه پروګرام له ۶۰۰ کسه ډېرو د پوهنتون ښونکو ته د کانونو په اړه د عملی زده کړو پرمختللې روزنې او شبکیزې غونډې برابرې کړی دی.

Twitter icon
Facebook icon