د وړتیا لوړونه: د کانونو او تېلو د وزارت ۳۱۵ کسه کارکونکو ته د مدېریت روزنه

16.05.1397
پرون، له افغانستان سره د آلمان د همکاریو پروګرام د افغانستان د کانونو او تېلو وزارت او د کانونو د کیندنې په سکتور کې د ښې حکومتولۍ پروژې په ګډه د آته میاشتنې روزنیز پروګرام د بشپړېدو مراسم ولمانځل. د کانونو او تېلو وزارت(MoMP) له ۳۱۵ ډېر کارکونکو چې په دغه روزنه کې یې ګډون کړی وو له روزنې څخه د فراغت په پایله کې یې مدیریت زده کړ اداری او مدیریتی مهارتونه یې ترلاسه کړل. دفعالیت مؤخه د مؤثېرې روڼتیا په اړه د وزارت د وړتیا لوړول او افغانانو ته د ښه کیفیت چوپړتیاوې وړاندې کول وو.

د وزارت په انګړ کې د غونډې په وروستیو شېبو کې د وزارت د مالی او ادارې چارو مرستیالې آغلې غزل حبیب یار زیاته کړه: ˮ د فارغانو د مدېریت روزنه د کانونو او تېلو د وزارت لپاره یو ځانګړی فرصت وو. ډېرئ کارکونکې چې دلته دنده ترسره کوی تخنیکی تجربه لری، خوغالبا د مدیرت د مهارتونو له کمښت سره مخ دی. موږ په راتلونکې کې هم د تازه په کار ګومارل کېدونکو همکارانو لپاره د ورته روزنو خوښتونکی یو

له افغانستان سره د آلمان همکاریو دې ته ورته روزنې په ۱۳۹۳ او ۱۳۹۴ کلونو کې هم پلي کړې وې. د دغه فعالیت له بریالۍ پایته رسېدنې وروسته، وزارت د دوهم ځل لپاره هم غوښتنه کړې وه چې نن پای ته ورسېد. په دواړو مرحلو کې د روزنو مؤخه په اداری او مدیریتی برخه کې د کانونو او تېلو د وزارت وړتیا لوړنه وه تر څو په دې یقنی شی چې کارونه یې په اغیزمنه او رڼه توګه په مخ ځي. ګډونوال به د یوه کال په اږدو کې د دغه پروګرام آنلاین ملاتړ ته هم لاسرسئ ولري.   

یوه ګدونوال، ښاغلی فهیم یوسفی زیاته کړه: ˮ دا روزنه له وزارت سره په نږدې همکارۍ کې د کارکونکو په اړتیاوو ولاړه وه. د روزنې محتوا په دفتر کې زموږ د ورځنیو کارونو سره تړاو درلود. هرڅوک په فعالیتونو کې برخه اخیستلو او د تعقیبي پروګرامونو کارولو لپاره خورا هڅول شوی وو.‟

د دې غونډې لپاره، له افغانستان سره د آلمان همکاریو د کانونو اوتېلو په وزات کې دننه د روزنې د خونې، تجهیزات، وسایل او اسانتیاوې چمتو کړې وې. د روزنې خونه به په راتلونکي کې د نورو فعالیتونو لپاره کارول کیږي.

په افغانستان کې د کانونو د راېستنې په برخه کې د ښې حکومتولۍ پروګرام د آلمان د اقتصادی او پراختیایی چارو د وزارت (BMZ) په استازیتوب د Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH له لوری پلئ کېږی. د پروګرام مؤخه داده ترڅو د افغانستان د کانونو سکتور بشپرړتیا، د دولت د عایدو کچې لوړول او له اداری فساد سره په مبارزه توانول دی. نوموړې پروژې خپلو کاری شریکانو ته روزنه ورکړې ترڅو باوری شی چې د کانونو فعالیتونه د قانو سره سم او د نړی والیو معیارونو سره سم په رڼه توګه مخ ته ځی. د نورو فعالیتون سره سره، نوموړې پروژې له ‍۱۳۹۲ کال را په دېخوا د کانونو د پلانکونې، د کانونو د اقتصادی ودې او د کانونو د سوپرویژن په اړه له ۳۱۰ څخه ډېرو د کانونو معاینه کونکو د کانونو او تېلو په وزارت د نورو کارکونکو او ولایتی چارواکو ته ۲۱روزنیز کورسونه برابر کړی. او په ورت وخت کې نوموړي پروګرام د افغان مېرمنو لپاره د ۱۳ سکالرشیپونو پانګونه کړې ترڅو په دغه سکتور کې د ښځینه کارکونکو ونډې ته پراختیا ورکړی. او په نوره کې نوموړي پروګرام په افغانستان کې د کانونو د را اېستنې په صنعت کې روڼتیا او اونوښت (AEITI) ه د ودې ورکولو په مؤخه ملاتړ کړی، ترڅو روڼتیا ته وده ورکړی او له اداری فساد سره مبارزه وکړي

Twitter icon
Facebook icon