د پروګرام عنوان: د افغان جرمن همکارۍ اقتصادي پراختیا پروګرام وغځول شو. ۳۷۰۰۰ کسان به ورڅخه ګټه پورته کړي د خبر پاڼې متن:

15.05.1398
د ۱۳۹۸ کال د زمري ۱۵مه کابل. پرون په کابل کې په یوه غونډه کې د صنایعو او سوداګرۍ وزارت (MoIC) د دوامداره اقتصادي پراختیا او کارموندنې ودې لپاره د افغان جرمن همکارۍ پروګرام (SEDEP) د تطبیق لپاره تعدیل شوې هوکړه لیک لاسلیک شو. په دغه تعدیل شوې هوکړه لیک کې ذکر شوي چې دغه پروګرام به د ۱۱-۱۰-۱۳۹۷ کال نه تر ۱۰-۰۴-۱۳۹۹ کال پورې دوام لري او بودیجه یې ۱۱۲۵۰۰۰۰۰ افغانۍ ده. شا او خوا ۳۷۰۰۰ کسان به ورڅخه ګټه اخلي. په دغه غونډه کې د صنایعو او سوداګرۍ وزارت معین، ښاغلي ظهورالدین شیرزاده د وزارتونو، اړونده ادارو او افغان جرمن همکارۍ نمایندګانو برخه اخیستلې وه.

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت معین، ښاغلي ظهورالدین شیرزاده وینا « موږ د SEDEP برنامې نه یوازې د دوامداره دندو رامینځته کولو لپاره بلکې په شپږ شمالي ولایتونو کې د کرهنیزو محصولاتو ارزښت لړ ملاتړ لپاره مننه کوو. سیډیپ د افغانستان د خلکو د معیشت د ښه والي لپاره د لوبه بدلونکی دی.»

شا او خوا ۲۳۰۰۰ کسان چې ۱۰۰۰ یې واړه، کوچني، منځني کچې تصدۍ (MSMEs) دي چې ۲۳ سلنه یې ښځې اداره کوي، دوی به له دغه غځول شوي  برنامې څخه ګټه اخلي. پر دې سربیره، ۱۴۰۰۰ بېرته راستنېدونکي او داخلي بې ځایه شوي کډوال به د خپل عایداتو ترلاسه کولو لپاره مرستې ترلاسه کړي.

په ټوله کې، د دوامداره اقتصادي پراختیا او کارموندنې ودې لپاره د افغان جرمن همکارۍ پروګرام (SEDEP) موخه د اړونده ادارو/کسانو لکه بزګرانو، توضیع کوونکو، کو اپراتیفونو او سیاسي پرېکړه کوونکو اقتصادي وړتیا په پنځه (۵) ټاکل شوي ارزښت لرونکي تولیداتو کې لوړول دي. په دغه ارزښتي لرونکي تولیداتو کې د چرګانو ساتنه، لبنیات، سبزیجات، غنم او وچه میوه شامل دي. 

د دوامداره اقتصادي پراختیا او کارموندنې ودې لپاره د افغان جرمن همکارۍ پروګرام (SEDEP) موخه په هر ارزښت لرونکي تولیداتو کې د واړه، کوچني، منځني کچې تصدۍ (MSMEs) او بزګرانو تخنیکي او سوداګرۍ مهارتونه لوړول دي. موخه یې داده چې د اوبو لګولو سیسټمونه، زېرمو جوړښتونه او پروسس پرمختللي اسانتیاو ته لاسرسي برابرول دي. پر دې سربېره، پر ولسوالۍ ، ولایت او ملي کچه باندې د سوداګرۍ پراختیا خنډونه په ګوته کولو، په ځانګړي توګه د جنډر اړونده ځانګړي ننګونې په ګوته کوي. بالآخره، هدف یې د بېرته راستنېدونکو لپاره د کاروبار پیلولو فرصتونو برابروي. دغه موخې به د نوي دندو او عایداتو فرصتونو په برابرولو کې مرسته وکړي.    

په دغه غونډه کې د  صنایعو او سوداګرۍ وزارت، کلیو پراختیا او بیا رغونې وزارت (MRRD)، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزرات (MAIL)، د افغانستان سوداګرۍ او صنایو خونې (ACCI) او ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې (WCCI) نمایندګانو برخه اخیستلې وه. د دوامداره اقتصادي پراختیا او کارموندنې ودې لپاره د افغان جرمن همکارۍ پروګرام (SEDEP) له دې هر یو سره همکاري کوي څو خپله موخه ترلاسه کړي.

وروستي دوه اړخیزه حکومتي مذاکراتو په کابل کې پر ۱۰-۰۶-۱۳۹۷ باندې ترسره شو او په دغه مذاکراتو کې د آلمان حکومت موافقه وکړه چې د دوامداره اقتصادي پراختیا او کارموندنې ودې لپاره د افغان جرمن همکارۍ پروګرام (SEDEP) بل پړاو ته د ۱۱-۱۰-۱۳۹۷ کال نه تر ۱۰-۰۴-۱۳۹۹ کال پورې ۱۱۲۵۰۰۰۰۰ افغانۍ بودیجه ورکوي. د دغه پروګرام ټولټال بودیجه د ۱۰-۰۷-۱۳۹۶ کال نه تر ۱۰-۰۴-۱۳۹۹ کال پورې ۲۰۰۰۰۰۰۰۰۰ افغانۍ کېږي.

د آلمان هېواد نړیوالې همکارۍ ټولنه (GIZ) د دوامداره اقتصادي پراختیا او کارموندنې ودې لپاره د افغان جرمن همکارۍ پروګرام (SEDEP) د آلمان هېواد اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت په استازیتوب تطبیقوي. د دغه پروګرام موخه ټولو افغانانو لپاره د نوي دندو پیدا کول او عایداتو فرصتونه برابرول دي.  د دغه پروګرام فعالیتونه پر پنځه (۵) ارزښت لرونکي تولیداتو  کې چې د چرګانو ساتنه، لبنیات، سبزیجات، غنم او وچه میوه پکې شامل دي، تمرکز کوي. د ۱۱-۱۰-۱۳۹۲ کال نه تر ۱۱-۱۰-۱۳۹۴ کال پورې د دوامداره اقتصادي پراختیا او کارموندنې ودې لپاره د افغان جرمن همکارۍ پروګرام (SEDEP) شا او خوا ۲۳۰۰۰ افغانانو لپاره د کرنې روزنیز کورسونه تنظیم کړي دي چې په هغه کې د څارویو مدیریت، کنټرول شوي نسل اخیستنه او  تخمونو تولید په اړه روزنه ورکړل شوې ده. پر دې سربېره، له ۱۱-۱۰-۱۳۹۳ کال نه تر ۱۱-۱۰-۱۳۹۴ کال پورې، له ۶۷۰۰ څخه زیات اوږود مهاله او ۶۰۰۰ څخه زیات موسمي/لنډمهاله دندې ورکړل شوي دي او همداراز د کار کوونکو عواید ۳۰ سلنه زیاته شوې ده چې په هغه کې ۴۳ سلنه ښځینه کار کوونکوي شامل دي.   

Twitter icon
Facebook icon