د ښوونکو روزنې ته سمون ورکول: اړونده نهادونه د ښوونې او روزنې په سیستم کې د بدلونونو څخه پوهاوي په لاس راوړي

16.12.1397
بدخشان، د ۲۰۱۹ کال د مارچ د میاشتې ۷مه نیټه – نن د معارف د ریاستونو، دارالمعلمینونو او ښوونځیو لپاره د پنځه ورځنیو ورکشاپونو لړۍ پایته ورسیده. په ټولیزه توګه د ۷۰ ښځو په شمول ۱۵۰ تنو په نوموړو ورکشاپونو کې ګډون کړی وو. سیمینارونه په کابل او د هرات، بلخ، سمنګان او بدخشان په ولایاتو کې جوړشوي وو. ګډونوالو د افغانستان د معارف په سیستم کې د وروستیو بدلونونو په اړه او د هغو د پلۍ کولو د څرنګوالي په باب پوهاوي ترلاسه کړه. د نوموړو بدلونونو موخه داده چې د ښوونکو د روزنې او په دې توګه په هیواد کې د ښوونې او روزنې د عمومي کیفیت سمون ومومي. د افغان-المان د همکارۍ د ادارې د لومړنیو او ثانوي زده کړو پروګرام (BEPA) د پورتنیو ورکشاپونو په جوړولو کې مرسته وکړه.

د هرات د دارالمعلین مشر ښاغلي عبدالله هاکف حسیني په دې باب داسې وویل: «د افغان-المان د همکارۍ اداره په بیلابیلو ډګرونو کې زمونږ څخه ملاتړ کوي او مونږ د دغې ادارې اوږدمهال ملاتړ ستایو. د لومړنیو زده کړو دیپلوم او نوې میتودولوژي زمونږ لپاره ډیر ارزښت لري. د بیپا د پروګرام کړنې زمونږ د ظرفیت جوړونې د اړتیاوو سره سمون لري.»

د نوموړو سیمینارونو د ګډونوالو په منځ کې د دارالمعلمینونو مشران او کارکوونکي، د لومړنیو زده کړو د دیپلوم د پروګرام مسئولین او کارکوونکي او همداراز د ټاکلیو ښوونځیو ښوونکي شامل وو. هغو د افغانستان د معارف په سیستم کې د پایښتونکي بدلونونو د پلۍ کولو او ساتنې ، په تیره بیا د لومړنیو زده کړو د دیپلوم په اړه چې په دې وروستیو کې کارول کیږي، د شاګرد محوره میتودولوژۍ او د زده کړې په پروګرامونو کې د جندر او د بشر د حقونو د شاملولو په باب پوهه ترلاسه کړه.

د سمنګانو د لومړنیو زده کړو د دیپلوم د پروګرام مدیر ښاغلي عبدالمتین سروري داسې وویل: «زیاته موده کیږي چې د بیپا پروګرام زمونږ سره یوځای کار کوي تر څو د ښوونې او روزنې کیفیت ته په پايښتونکي توګه سمون ورکړي.» په پام کې ده چې ګډونوال به هغه پوهه چې د نوموړو سیمینارونو څخه په لاس راوړې ده خپلو اړونده نهادونو ته ولیږدوي. په دې توګه به د ۱۴۰۰۰ تنو ښځو په شمول د دارالمعلمینونو او فرعي څانګو د ۲۴۵۰۰ تنه زیات زده کوونکي به د ښوونکو د سمون ورکړل شوې روزنې څخه ګټه پورته کړي.

په افغانستان کې د لومړنیو او ثانوي زده کړو پروګرام (BEPA) د  Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH د ادارې له خوا د المان د اقتصادي همکاریو او پراخیتا د فدرال وزارت (BMZ) په استازیتوب پلۍ کیږي. د دې پروګرام موخه د ښوونکو د روزنې او تعلیمي نصابونو د تدورین په ډګر کې د افغانستان د پوهنې وزارت سره د مرستې له لارې په افغانستان کې د لومړنیو او ثانوي زده کړو کیفیت ته سمون ورکول دي. د ۲۰۰۸ کال راهیسې، بیپا د ۲۲۰۰۰ تنو نه زیاتو ښوونکو لپاره روزنه برابره کړې ده. برسیره پردې، د دې پروګرام په مرسته ۲۳ دارالمعلمینونو د راتلونکو ښوونکو دپاره د کارپیژندنې حتمي دورې په خپلو پروګرامونو کې ترویج کړي دي. په پایله کې، د افغانستان په شمال کې اوس شاوخوا ۱۵۸۰۰ تنه د پوهنتونونو او ۸۸۳۰۰ تنه د ښوونځیو زده کوونکي د سمون ورکړل شوي ښوونې او روزنې څخه ګټه پورته کوي. هغوی اوس د روزنې یو تخصصي، د عمر سره سم او شاګرد محوره سیستم ته لاسرسۍ لري.

Twitter icon
Facebook icon