د کانونو په سکټور کې د ښځو لپاره د لوبې میدان هوارول

13.06.1398
جلال آباد، ننګرهار ۱۳-۰۶-۱۳۹۸. په جلال آباد ښار کې د ننګرهار ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست ۲۰ کار کوونکو په یو درې ورځني ورکشاپ کې ګډون وکړل. د کانونو او پټرولیم وزارت دغه ورکشاپ د جنډر برابرۍ/مساواتو پوهې ترویجولو په موخه ترسره کړ. ګډونوالو د کانونو په سکټور کې د جنډر ستونزې، په راتلونکي کې د جنډر نقش او د ښځو پر حقونو باندې بحث وکړل. د دغه ورکشاپ مالي لګښت د افغان جرمن همکارۍ ورکړه.

د ننګرهار ولایت د کانونو او پټرولیم رئیس ښاغلي نصرت الله اکرمي داسې وویل، "د ټولنې ۵۰ سلنه نفوس د کان کیندنې په سکتور کې د کار کولو له حق څخه محرومه دي ځکه چې د خلکو برداشت داسې دی چې کان کیندنه یوازې د نارینه وو مسلک دی. په پای کې ، موږ داسې یو ورکشاپ کې زده کړې وکړې چې دا به د پوهاوي په لوړولو د کان کیندنې په سکټور کې د ښځینه کار کوونکو په زیاتولو کې مرسته وکړي."

اوسمهال، د کانونو او پټرولیم ریاست ۴۵ کار کوونکو لري چې ټول یې نارینه دي او هیڅ ښځینه کار کوونکي نه لري. ښځې د زده کړې له محدودیتونو سره مخامخ دي چې دا کار غلط فهمي پیاوړی کوي او دا څرګندوي چې مسلکي نقشونه نه لري. دا په ځانګړې توګه د کانونو په سکټور کې ریښتینی دی چې نارینه تسلطه برخه ده او په کاري ځای کې د جنډر مساواتو ته سترګې په لار ده. په ورته وخت کې، ښځینه د نارینه وو په څېر ورته فرصتونو او سرچینو ته لاسرسی نه لري.

د دې لپاره چې په دغه سکټور کې د ښځیه وو ګډون مروج شي، د ادارتو، کلیدي صنعتي اړونده ادارو، تعلیمي نهادونو او عامه خلکو ته دوامداره عامه پوهاوي ته اړتیا ده. دا کار به د کان کیندنې صنعت کې د جنډر انډول په زیاتولو کې مرسته وکړي، ښځو ته به وړتیا ورکړي چې خپل مسلکي وړتیا درک کړي او په ملي اقتصاد کې برخه واخلي.

د دغه ورکشاپ یو ګډونوال داسې وویل، "زه پر دې باندې باوري یم، که چېرته د کان کيندنې په سکټور کې که هغه په اداري برخه کې وي یا د جیولوژي سروی ګانو، د ټولنې ارزونه یا نمونه تحلیلولو په برخه کې وي، ښځینه کار کوونکي ولرو نو دا کار به د دغه سکټور په پراختیا کې ډېره مثبته اغېزه ولري. موږ د دوی د کار پر کیفیت باندې پوره باور لرو."

د ورکشاپ ګډونوالو په دغه سکټور کې د ښځو لپاره مناسب رول، د ښځو پیاوړتیا او برخه اخیستنې اهمیت، او د کان کنیدنې قانون او د افغانستان په اساسی قانون کې د جنډر رول پر موضوع ګانو باندې بحث وکړل. پر دې سربیره، ګډونوالو د کان کیندنې په کلیوالي صنعت کې د ښځو لپاره شته ننګونو په اړه روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی او کورنۍ انتقالولو په برخه کې بحث وکړل.

ګډونوالو اداري تبعیض، د جنډر مساوات او په کاري چاپېریال کې برابري، اړیکو او دوه اړخیز درناوی، د وزارتونو په پالیسي ګانو کې د جنډر یوځای کول/ادغام او د کانونو په سکټور کې په راتلونکي کې پرمختګ لپاره د ښځو نقش هم په پام کې نیولی وو. د یادونې وړ ده چې حکومت په پام کې لري چې په دولتي تشکیلاتو کې ۳۰ سلنه ښځینه په دندو وګماري.

د ۱۳۹۴ کال راهیسې تر اوسه پورې، د افغان جرمن همکارۍ د کان کیندنې په سکټور کې د جنډر اړونده شا او خوا ۲۰ ورکشاپونه په کابل، هرات، بلخ، پروان، بدخشان او کندهار ولایتونو کې جوړ کړي دي. په دغه سکټور کې له ۱۰ څخه تر ۱۴ سلنه پورې د ښځینه کار کوونکي استخدام شوي او پرمختګ یې کړی دی.

د افغان جرمن همکارۍ پروګرام چې په افغانستان کې د استخراج په سکټور کې ښه حکومتولۍ ته وده ورکوي. د آلمان نړیوالې همکارۍ ټولنه(GIZ)  د آلمان د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت (BMZ) په استازیتوب پلي کوي. د دغه پروګرام موخه، د افغانستان د کان کیندنې سکټور په بشپړه توګه کڼترولو لپاره د حکومت عواید زیاتول، په دغه سکتور کې پانګونې ته وده ورکول او له اداري فساد سره مبارزه کول دي. دغه پروژه اړونده ادارو ته روزنه ورکوي څو دا باوري کړي چې د کان کیندلو فعالیتونه په شفافه توګه، له قانون  او همداراز نړیوال روغتیایي او چاپېریالي معیارونو سره سم مخ پر وړاندې ځي. د نورو فعالیتونو ترڅنګ، له ۱۳۹۲ کال راهیسې د کانونو او پټرولیم وزارت (MoMP) او د دغه وزارت ولایتي چارواکو لپاره ۲۱ روزنیز کورسونه لکه د کانونو لپاره پلان جوړول، د کانونو اقتصاد او له ۳۱۰ څخه ډېرو مفتشینو لپاره له کانونوڅخه نظارت کول او نور کار کوونکو  لپاره کورسونه جوړ کړي دي.

Twitter icon
Facebook icon