د کان ایستنې د سکتور پراختیا – افغاني پلاوۍ په کاناډا کې د PDAC په نړیوال کنوانسیون، سوداګریز نندارتون او د پانګوالو د تجربو په تبادله کې ګډون وکړ

18.12.1396
د افغانستان د کان ایستنې د سکتور د نړیوالې پراختیا په موخه د هیواد د کانونو او پترولیم وزارت یو پلاوۍ د کاناډا د تورنتو په ښار کې د ۲۰۱۸ کال د PDAC په نړیوال کنوانسیون، سوداګریز نندارتون او د پانګوالو د تجربو د تبادلې په کلنۍ غونډه کې ګډون وکړ. نوموړي پلاوي په هیواد کې بهرنۍ پانګونې و هڅولې او د نړیوالو همکارانو او خصوصي سکتور سره شبکې یې پراخې کړې. نوموړۍ کنوانسیون د مارچ په ۴مه نیټه پیل او نن پایته ورسیده. د افغانستان د کان ایستنې په سکتور کې د ښې حکومتولۍ د ټینګښټ د پاره د افغان-المان د همکارۍ پروګرام دغه اقدام تمویل کړ.

د نوموړي کنوانسیون په بهیر کې د افغانستان د کانونو او پترولیم د وزارت لوړپوړو کارکوونکو او کارپوهانو د هغه وزارت سرپرستې میرمن نرګس نهان ملګرتوب وکړ. په نوموړي کنوانسیون کې افغاني پلاوي خپل پام د افغانستان د کان ایستنې په سکتور کې د خصوصې پانګونې هڅولو او د وروستیو تخنیکي پوهې، تکنالوژیو، محصولاتو، خدمتونو او د کان ایستنې د واک د حوزو پوهیدلو ته متمرکز کړ. برسیره پردې، د پلاوي غړو د نړیوالو همکارانو او د کان ایستنې د خصوصي شرکتونو  سره په همسیالو روزنیزو فعالیتونو کې هم برخه واخیسته.

افغانستان د منرالي سرچینو لکه مس، وسپنه، سره زر، لیتیوم، نادره خاوره او کوبالت له پلوه بډای دئ. د کانونو او پټرولیم د وزارت په اټکل دا سرچینې د یو تریلیون امریکایي ډالرو ارزښت لري. له همدې امله، (د نړیوال بانک د ۲۰۱۲ کال د التاني د څیړنو سره سم) د افغانستان د اقتصادي ودې، د نورو عوایدو د لاسته راوړلو او د کان ایستنې په سکتور کې د ۱۰٬۰۰۰ نه تر ۱۴٬۰۰۰ پورې د کارځایونو د منځته راوړلو د پاره یو لوی پوتنسیال برابروي.

د  PDAC کنوانسیون، سوداګریز نندارتون او د پانګوالو د تجربو تبادله یوه کلنۍ غونډه ده چې د منرالونو د څیړنو په باب جوړیږي. د ۱٬۰۰۰ شرکتونو، ۳۸٬۰۰۰ پانګوالو، او ۲۴٬۰۰۰ تنو نه زیات ګډون کوونکي د ۱۳۰ هیوادونو څخه په هغه کې برخه اخلي. تخنیکي غونډې، لنډ مهاله کورسونه او د شبکه جوړونې ناستې د کنفرانس په بهیر کې جوړیږي. تیر کال د افغانستان د کانونو او پترولیم د وزارت مرستیال ښاغلي قربان حقجو د افغان-المان د پروګرام په مالي مرسته په دې غونډه کې ګډون کړی وو.

پرون همدارنګه په کابل کې د کانونو د څارونکو د روزنې وروستۍ ورځ وه. په کورس کې د تخار ولایت یو تن ګډون کوونکي داسې تبصره وکړه: «په کابل کې روزنیز کورس ماته یوه بیسارې تجربه وه. دا روزنه تر زیاته حده پورې د کانونو د څارنې په ډګر کې د کانونو او پټرولیم د وزارت په لړیو، کړنلارو او معیارونو باندې متمرکزه وه. دغه نوې پوهه به زما سره زما د دندې په سمې او مؤثرې سرته رسونې کې مرسته وکړي.»

په روزنیز کورس کې  ۱۸تنه ګډون کوونکي اوس کولای شي ساحوي څارنې په ښه ډول ترسره کړي او دا آزموینه وکړي چې آیا استخراجي کړنې د کانونو او پټرولیم د وزارت د نورمونو، معیارونو او مقرراتو سره سم دي او که نه. دوی همداراز اوس کولای شي وآزمویي چې آیا استخراج شوي حجمونه د هغو ارزښتونو سره چې په اړونده تړونونو کې ورباندې هوکړه شوې ده سرخوري او که نه. دا کار د مالیاتو او محصول سمه تادیه تامینوی او د افغان دولت مالیاتي عواید لوړوي.

اغلباً روغتیایي او چاپیریالي نورمونه نه رعایت کیږي، او پرله پسې پیښې منځته راځي. له همدې کبله مهمه ده چې د کانونو څارونکي په بسیا توګه روزنه ومومي تر څو وڅیړي چې آیا اړونده معیارونه رعایت کیږي او که نه. تر اوسه پورې د افغان-المان د همکارۍ پروګرام د کانونو او پټرولیم د وزارت او په ولایاتو کې د دې وزارت د کان ایستنې د ۳۰ ریاستونو ۱۲۷ تنه څارونکي روزلي دي.

«د افغانستان په استخراجي سکتور کې د ښې حکومتولۍ د ودې» پروګرام د Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH د ادارې له خوا د المان د اقتصادي همکاریو او پراختیا د وزارت (BMZ) په استازیتوب پلۍ کیږي. د دې دپاره چې د افغانستان د کان ایستنې د سکتور پوټنسیال په بشپړه توګه وکارول شي، نوموړۍ پروګرام په پام کې لري چې په استخراجي سکتور کې دولتي عواید زیات کړي، پانګونه وهڅوي او د افغانستان د اداري فساد سره مبارزه وکړي. دا پروژه ښکیل لوریو ته روزنه ورکوي ترڅو  دا تامین شي چې د کان ایستنې کړنې په شفافه توګه او د قانون او نړیوالو روغتیایي او چاپیریالي معیارونو سره سم ترسره کیږي.  دې پروژې، د نورو کارونو تر څنګ، د ۲۰۱۳ کال راهیسې د بیلابیلو موضوعګانو لکه د کانونو د پلان جوړونې، د کان ایستنې د اقتصاد او د کان ایستنې د څارنې د مدیریت په باب ۲۱روزنیز کورسونه د کانونو او پټرولیم د وزارت او د هغه د ولایتي ریاستونو د ماینونو د ۳۱۰ تنو څارونکو او د نورو کارکوونکو  دپاره جوړکړي دي. په همدې مهال، دغه پروګرام د کان ایستنې په سکتور کې د ښځینه ګډون د هڅونې په موخه ۱۳ سکالرشیپونه د  افغاني ښځو دپاره تمویل کړي دي. برسیره پر دې، دا پروګرام د روڼتوب د ودې او اداري فساد سره د مبارزې په موخه د افغانستان د استخراجي صنایعو د روڼتوب د نوښت (AEITI) څخه ملاتړ کوي.

Twitter icon
Facebook icon