د کان ایستنې د کړنو رڼه څارنه: د ولایاتو د کانونو د ۱۵ څارونکو د پاره روزنه

19.11.1396
کابل، د ۲۰۱۸ کال د فبروري د میاشتې ۸مه نیټه – نن د کانونو د ۱۵ تنو څارونکو په ګډون د کان ایستنې یو درې اونیزه روزنیز کورس پایته ورسید. د کانونو څارونکي د افغانستان په استخراجی سکتور کې د اصولو او مقرراتو د رعایت په تامین کې رول لوبوي. د افغانستان په استخراجی سکتور کې د ښې حکومتولۍ د تینګښت د پاره د افغان-المان د همکارۍ پروګرام د نوموړي روزنیز کورس په جوړولو او تمویل کې مرسته وکړه.

د هیواد د بیلابیلو ولایاتو د کانونو څارونکو په دې کورس کې ګډون کړی وو. د غزنې د ولایت څخه یو تن ګډون کوونکي داسې تبصره وکړه: «دغه روزنه د کانونو د ساحو د څارنې په هکله زمونږ د دندې دپاره ډیر ارزښتناکه وو. مونږ د لړیو او کړنلارو په باره زیاته زده کړه ترلاسه کړه. دغه نوې پوهه زمونږ د دندو د سمې او اغیزمنې د ترسره کولو د پاره ګټوره ده.» هر ګډون کوونکۍ د څلورو کانونو د څارنې دنده په غاړه لري.

افغانستان د منرالي سرچینو لکه مس، وسپنه، سره زر، لیتیوم، نادره خاوره او کوبالت له پلوه بډای دئ. دا سرچینې د هیواد د اقتصادي ودې، د نورو عوایدو د لاسته راوړلو او د کان ایستنې په سکتور کې د ۱۰٬۰۰۰ نه تر ۱۴٬۰۰۰ پورې  د کارځایونو د منځته راوړلو د پاره یو لوی پوتنسیال برابروي. خو د دې پوتنسیال د اغیزمنې کارونې د پاره باید د کان ایستنې کړنې ښه مدیریت او کنټرول شي او په شفافه توګه د هغو څخه څارنه وشي.

اغلباً روغتیایي او چاپیریالي نورمونه نه رعایت کیږي، او ډیر مهال پیښې منځته راځي. له همدې کبله مهمه ده چې د کانونو څارونکي په بسیا توګه روزنه ومومي تر څو وڅیړي چې آیا اړونده معیارونه رعایت کیږي او که نه.

په نوموړی روزنیز کورس کې بیلابیلې موضوعګانې لکه د مځکې په سر او لاندې د کان ایستنې لړۍ، روغتیا او خویندیتوب، چاپیریالي اړخونه او د سروې تخنیکونه شاملې وې. د کانونو څارونکو خپل مهارتونه په کابل کې د ودانیزو ډبرو او د مځکې  لاندې په یوه موډل کان کې په عملي توګه وکارول.

اوس دوی کولای شي ساحوي څارنې په ښه ډول ترسره کړي او دا آزموینه وکړي چې آیا استخراجي کړنې د نورمونو، معیارونو او مقرراتو سره سم دي او که نه. دوی همداراز اوس کولای شي وآزمویي چې آیا استخراج شوي حجمونه د هغو ارزښتونو سره چې په اړونده تړونونو کې ورباندې هوکړه شوې ده سرخوري او که نه. دا کار د مالیاتو او محصول صحیح تادیه تامینوی او د افغان دولت مالیاتي عواید لوړوي.

تر اوسه پورې د افغان-المان د همکارۍ پروګرام د ولایاتو د کان ایستنې د ریاستونو او د کانونو او پټرولیم د وزارت ۱۰۹ تنه څارونکي روزلي دي.

«د افغانستان په استخراجي سکتور کې د ښې حکومتولۍ د ودې» پروګرام د Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH د ادارې له خوا د المان د اقتصادي همکاریو او پراختیا د وزارت (BMZ) په استازیتوب پلۍ کیږي. د افغانستان د کان ایستنې سکتور یو لو اقتصادي پوټنسیال لري چې کولای شي په هیواد کې اقتصادي ودې ته د پام وړ پرمختګ ورکړي. د دې لپاره چې دغه پوټنسیال په بشپړه توګه وکارول شي، نوموړۍ پروګرام په پام کې لري چې په استخراجي سکتور کې دولتي عواید زیات کړي، پانګونه وهڅوي او د افغانستان د اداري فساد سره مبارزه وکړي. دې پروژې، د نورو کارونو تر څنګ، د ۲۰۱۳ کال راهیسې د بیلابیلو موضوعګانو لکه د کانونو د پلان جوړونې، د کان ایستنې د اقتصاد او د کان ایستنې د څارنې په باب ۲۱ روزنیز کورسونه د کانونو د ۳۱۰ تنو څارونکو او د کانونو او پټرولیم د وزارت او د هغه د ولایتي ادارو د نورو کارکوونکو لپاره جوړکړي دي. برسیره پر دې، دا پروژه د افغانستان د استخراجي صنایعو د روڼتوب د نوښت (AEITI) څخه د روڼتوب د ودې او اداري فساد سره د مبارزې په موخه ملاتړ کوي.

 

 


 

 

Twitter icon
Facebook icon