د کډوالو او راستنېدونکو چارو په وزارت کې اغیزمنې کاري پروسې

12.04.1398
دوشنبه، تاجکستان، د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ ۱۱ مه – پرون دوشنبه، تاجکستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت لپاره د شپږ ورځني ورکشاپ وروستۍ ورځ پاې ته ورسوله. د دوه مېرمنو په ګډون د وزارت دولسو استازو د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت په مالي او اداري معینیت کې د کاري پروسو د اصلاح او لا ډیر مؤثریت لپاره ځنې کړنلارې جوړې کړې. افغانستان سره د آلمان د همکارۍ د مشورتي فنډ پرانیستې پالیسي د کډوالو او راستنېدونکو وزات او د هغه اړونده معینیتونه د هغه د ۲۰۱۵-۲۰۱۹ کال د ستراتیژیکي پلان په پلي کولو کې د ظرفیت لوړونې د بېلابېلو فعالیتونو پواسطه ملاتړ کوي. اصلي موخې یې افغان وګړو ته د چوپړتېاو د برابرولو سمون او همداراز د وزارتونو او دولتی ادارو ترمنځ د مهاجرت په اړه د چارو همغږي کول دي.

افغانستان سره د آلمان همکاري د کډوالواو راستنېدونکو چارو له وزارت سره د وزارت دننه همکارېو او مؤثره کاري پروسو په رامنځ ته کولو کې مرسته کوي. د ورکشاپ په اوږدو کې ګډون کونکو د خپلو اړونده ریاستونو لکه د بشري سرچینو، مالي، اداري، تدارکاتو، د اطلاعاتو او عامه اړېکو، معلوماتي ټکنالوژۍ او جنډر ریاست لپاره اجرائیوي میکانیزمونه جوړ کړل. 

ګډون کونکو د ستراتیژیکو موخو، کره پاېلو او ریښتونو وروستېو نیټو لرونکو پلانونو جوړول زده کړل چې ښايي د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت د ستراتیژیک پلان په پلې کولو کې به مرسته کوي. ګڼ شمېر فعالیتونو لکه تمرینونو، پریزینټیشنونو او تمثیل کې د ګډون کولو پواسطه هغوې د اجرائیوي میکانیزمونو د جوړولو وړتیا ترلاسه کړه. د دې سربېره، ګډون کونکو په وزارت کې په کلتوري تنوع انعکاس وکړ. هغوې له ډېرو کلتوري معلوماتو څخه د ګټې اخستنې د لارو چارو په اړه له یو بل سره بحث وکړ، د بیلګې په توګه داخلي بې ځایه شویو وګړو سره د کار کولو پرمهال.

د ورکشاپ په پاې کې، مالي او اداري معین، احمد ولي حکیمي، ټینګار وکړ چې، "مونږ د راتلونکو پنځو کالو لپاره یو پلان جوړ کړیدی. مونږ اوس پوهیږو چې زمونږ کار او چوپړتیاوې په معینیت کې څومره مهمې دي. دا زمونږ د کار د مسلکي کولو لپاره یو مثبت ګام دی. زه له ټولو ریاستونو څخه غواړم چې د اجرائیوي میکانیزمونو د پلي کولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي."

دبخښنې د نړیوالې موسسې (Amnesty International) او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ (UNHCR) پربنسټ، په نړۍ کې له ۲.۶ ملیونو څخه ډېر راجستر شوي افغان کډوال او له دوه ملیونو څخه ډېر داخلي بې ځایه شوي وګړي شتون لري. د کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت یواځنې کلیدي وزارت دی چې ګڼ شمېر بې ځایه شویو وګړو ته په باغزته توګه د راستنېدو امکانات برابروي. افغانستان سره د آلمان د همکارۍ د مشورتي فنډ پرانیستې پالیسي پدغې هڅې کې د ونډې اخستلو په برخه کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت ملاتړ کوي.

د پرانیستي تګلارې د مشورتي وجهي صندوق (OPAF) پروژه د Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH  د ادارې له خوا د المان د اقتصادي همکاریو او پراختیا د فدرال وزارت (BMZ) په استازیتوب پلۍ کیږي. دا پروژه د ۲۰۰۹کال راهیسې په افغانی نهادونو کې د کارپوهنې کارول تمویلوي او د ښې حکومتولۍ د معیارونو سره سم د اصلاحاتو د پلۍ کولو لړۍ آسانه کوي. د نورو کارونو له ډلې څخه دا پروژه تر اوسه پورې د دولتي نهاودونو د ۱۴۰ تنو کارکوونکو لپاره روزنیز مسلکي کورسونه یا د دندې په مهال روزنې لکه د مالي چارو، د معلوماتو د تحلیل او د اداري فساد د څیړنې کورسونه جوړکړیدي.

Twitter icon
Facebook icon