زده کړې ته د لاس رسی پراختیا: په تخار ولایت کې د ۱۴۰۰۰ زده کونکو لپاره دری ښځینه ښونځي

10.05.1397
پرون، د تخار ولایت د پوهنې ریاست (PED) او له افغانستان سره د آلمان د همکاریو په دغه ولایت کې د دریو ښځینه ښونځیو د ودانولو هوکړه لیک لاس لیک کړ. نوموړی ښونځی به د له ۱۴۰۰۰ څخه ډېرو زده کونکو لپاره زده کړې په زړه پورې چاپېریال رامنځ ته کړی. د رغونو چارو لپاره یې ټول ټال ۳۰ میاشتې وخت اټکل شوی دی چې د شته ښونځویو د ودانیو بیا رغونه او د نویو اسانتیاو رغونه په بر کې لري. د سیمه ایزو زېربناوو پرمختیا يي پانګه (RIDF) د ولایت د پوهنې له ریاست سره د دغه پروژو په پلې کونه کې مرسته کوی. له افغانستان سره د آلمان د همکاریو دفتر د آلمان د فدرالی هېواد د پراختیایی بانګ KfW له لارې د دغه پروژو شاوخوا ۲۵۸ ملیونه افغانۍ لکښت ورکوی.

 د تخار والی ښاغلی فضل الله مجددی ټینګار وکړ:  ” دا د خوښۍ ځای دی چې د پوهنې پا کال کې د پوهنې د پرمختګ شاهدان یو. نوی ښونځی به زموږ ماشومانو ته د زده کړي د غوره کیفیت واله چاپېریال برابر کړی“

د تخار په ځینو سیمو کې، ډېرښ وخوتونه د نا مناسب روعتیایی حال سره سره ټولګی د باندې په ازاده هوا کې اویا هم تر خېمولاندې زده کړه کوی. اوس دستي په سیمه کې شته ښونځی هم د زده کړې یو وړ چاپېر یال نه ګڼل کږي. ځکه خو د تخار ولایت د پوهنې ریاست د زده کړې نوي فرصتونه په ګوته کړل. د ولایت ولایتی پرمختیایی کمېټې او د پوهنې وزارت په ۱۳۹۳ کال کې دغه پروژې منظورې کړې. دغه فرصت به ددوی په سیمه کې تر ټولو لوی ښونځی وي. دوی به د مېرمنو د زده کړې فرصتونو ته پراختیا ورکړي، او دوی به په راتلونکې کې د لوړوزده کړو روزنو ته لاس رسی ومومي.

د ولایت د پوهنې رئیس ښاغلی سمع آباد یار زیاته کړه: ” نوې آسانتیا وې به زده کړې ته د ښځینه زده کونکو زده کونکو لاسرسئ د پام وړ ډېر کړی. سربېره په دې، زده کونکی به اړ نوی چې نور د ګرمۍ په موسم کې تر خېمه لاندې به ټولګی کی کېنی“

ټول ټال به په تالقانو او روستاق ولسوالیو کې آته ښونځی ودان شی. هره ودانۍ به دوه څيزه وړاندې کړی، ۱۰۴ بشپړې سمبال درسی او اداری خونې. کله چې ودانیزې چارې بشپړې شی، نو تعلیمی موده به په کال کې له شپږو څخه نهو میاشتو ته وغزېږی، د پوهنې کیفیت به یې ښه وی. اوس مهال  سیمه ایز ښونځی د اقلیم د وضیعت له مخې ښونځی شپږ میاشتې تړلی پاته کږی. پراخه شوې تعلیمی دوره به په ښونځیو کې ورځنئ بدلون له دریو څخه دوو ته را ښکته کړي. د طبعی پېښو په صورت کې به دغه ودانۍ د زلزله ځپلیو لپاره د سرپنا چوپړتیاوی وړاندې کړی.

د پروژې د پلي کېدو په لړ کې به، RIDF د تخار ولایت د پوهنې ریسات انجینیرانو او مدېرانو ته د دندې په درشل کې زونې، ښونې او لار ښونې هم وړاندې کړی. د دغه فعالیت مؤخه په راتلونکې کې د نوموړي ریاست وړتیا اوچتونه او پدې توانول دی ترڅو ورته پروژې په ګوته کړي، مدیریت یې وکړی او پلې یې کړی. د ودانولو کار به په سیمه کې د ډېرو وګړو لپاره د ندو ضمینه هم برابره کړی.

د سیمه ایزو زېربیناؤو پراختیایی پانګې (RIDF) پروګرام د آلمان د فدرالی هېواد د اقتصادی اوپراختیایی مرستو د وزارت (BMZ) په استازیتوب د آلمان د پراختیایی بانګ KfW له لوری پلی کېږی. د پرواګرام مؤخه د افغانستان په شمال کې اقتصادی او ټولنیزو زېربنا ګانو ته وده ورکول دی، تر څو ولایتی او ادارې په دې وتوانیږی ترڅو پراختیایی پروګرامونه په خپلواکه توګه پلان او پلی کړی. په تېرو اوو کلونو کې نوموړي پراګرام د بلخ، کندز، بغلان، تخاراو بدخشان په لایتونو کې  له ۱۶۰ کیلومتره ډېر سړکونه رغولی او یا یې براغونه کړی، ۵۰ کیلو متره د ابو لګول ویالې او د سېلابونو په وړاندې د خربونو د مخنیوی ۱۱ ډنډونه جوړ کړی. په ورته وخت کې دغه پروګرام له ۳۰۰۰ ډېرو انجینرانو او په راتلوکې کې د زیربینایی پروژو د آسانتیا برابرونکو دولتی کسانو ته شاوخوا ۹۰۰ د دندې په لړ کې روزنې ښونې او سیمینارونه تنظیم کړی دی. اوس مهال RIDF په سمنګانو کې د دوو ښونځیو د بیا رغونې پروژې پلی کوی.    

Twitter icon
Facebook icon