نږدې ۳۵۰۰ راتلونکي ښوونکو د بشري حقونو او جندر حساس روزنه ترلاسه کړه

13.04.1398
د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ میاشتې ۱۳مه نېټه- کابل، پرون په کابل کې د بشري حقونو او جنډر د روزنې مېتودولوژۍ په اړه د روزونکو روزنې لپاره د دوباره ورپه یادولو (refresher) درې ورځني روزنې وروستۍ ورځ وه. په دغه ورکشاپ کې د افغانستان د ۴۸ ښوونکو د روزنې له مرکزونو (TTCs) څخه نږدې ۱۰۰ استاذانو د ۱۲ مېرمنو په ګډون، د بشري حقونو او جندر په اړه خپلې پوهې لوړې کړې. اوس، دغه استاذان په دې برخه کې ښه تجربه لري او دا توان لري چې دغه پوهه له خپلو محصلینو استاذانو سره شریکه کړي. د دارالمعلمین ریاست (TED) دغه ورکشاپ د افغان جرمن همکارۍ په مرسته ترسره کړه.

د افغانستان لپاره د افغان جرمن همکارۍ د لومړۍ او ثانوي زده کړو پروګرام (BEPA) د دغه ابتکار لپاره ضمیمه برابره کړه څو د ښوونکو د روزنې په مرکزونو (TTCs) کې داسې یو چاپېریال جوړ کړي چېرته چې د بشري حقونو او جنډر اړونده ستونزو باندې بحث وشي. په ټوله کې به نږدې ۳۵۰۰ محصلین استاذان له دغه روزنې څخه ګټه واخلي او همداراز د  هغوی تقریباً ۳۰۰۰۰۰ شاګردان به هم ورڅخه برخمن شي. 

په پروني ورکشاپ کې د ښوونکو د روزنې مرکز سر روزونکي آغلې عادله صابري داسې وویل، ’اوس موږ د هغه استاذانو په چلند کې مثبت بدلونونه وینو، چا چې تېر کال په روزنه کې ګډون کړی وو. هغه مهال، نارینه استاذانو دې ته زړه نه ښه کولو چې د خپلو مېرمنو نومونه ووایي، خو اوس یې په لېوالتیا سره نومونه اخلي. موږ ټول دا ډول مثبت اغېزې لیدلو باندې خوښ یو. ‘

د ۲۰۱۸ کال په وروستیو کې، نږدې ۸۰ استاذانو د بشر حقونو او جندر د روزنې په لومړنۍ مېتودولوژۍ کې ګډون وکړو. د خپل روزنې په عملي برخه کې دغه استاذانو د خپلې نوې پوهې سره سم درسونه ترتیب کړل او په پای کې یې د ښوونکو روزنې د مرکز له نمایندګانو څخه چا چې د هغوی له ټولګیو څخه نظارت کړی وو، نظرونه ترلاسه کړل.  

اوسنۍ روزنه د پخواني زده کړل شوي پوهې لوړلو او د عملي کولو لا زیات دوام لپاره ده. د دغه ورکشاپ پرمهال، ګډونوالو د بشري حقونو او جندر په اړه په مختلفو برخو کې خپل چلند منعکس کړل. په نږدې راتلونکي کې به دلته هم، دغه ورکشاپ د ټولګي له نظارت برخې سره پای ته ورسېږي. استاذ شاه ولي روشن داسې وویل،’ اوس استادان د برابرۍ په اړه نوي نظرو د تدریس پرمهال په نظر کې نیسي. همداراز دوی اوس دې ته هم پام کوي چې هر کس په تدریس کې څنګه ونډه اخیستلای شي، ځکه چې دا د دوی بشری حق دی. ‘

د لومړۍ او ثانوي زده کړو پروګرام (BEPA) د آلمان نړیوالې همکارۍ ټولنه (GIZ) د آلمان اقتصادي همکارۍ او پراختیا فډرالي وزارت (BMZ) په استازیتوب تطبیقوي. په افغانستان کې د BEPA هدف د لومړۍ او ثانوي زده کړو تدریسي کیفیت د افغانستان د پوهنې له وزارت سره د ښوونکو د روزنې او تعلیمي نصاب ښه کولو/پیاوړی کولو له لارې مرسته کول دي. د ۲۰۰۸ کال را هیسې، BEPA  له ۲۳۰۰۰ څخه ډېرو ښوونکو او استاذانو لپاره روزنې ترتیب کړي دي. پر دې سربېره، د ښوونکو۲۲ روزنیز مرکزونه (TTCs) د هغه ښوونکو لپاره چې تدریس کوي جبري انټرنشپ/ ښوونه زده کوونکي معرفي کړي دي. په پایله کې، اوسمهال د افغانستان په شمال کې ۱۵۸۰۰ د TTC محصلین او ۸۸۳۰۰ زده کونکي له پرمختللي زده کړو څخه ګټه اخلي. دوی اوس د ځانګړي، له عمر سره مناسب او  زده کونکي محوره ښوونځي ته لاسرسی لري.

Twitter icon
Facebook icon