په بلخ او سمنګان کې د بیخبنا سمون – سل زره تنه ګټه پورته کوونکي

18.12.1396
پرون د سمنګان ولایت د ښوونې او روزنې ریاست او د افغان-المان د همکارۍ پروګرام د دوو ښوونځیو د بیاودانولو تړونونه لاسلیک کړل. په سمنګان کې د ۵٬۴۰۰ تنو نه زیات زده کوونکي به د زده کړې د سمون ورکړل شوي چاپیریال څخه ګټه پورته کړي. همدارنګه تیره چارشنبه د بلخ ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست د دوو سړکونو د بیارغونې تړوونونه لاسلیک کړل. شاوخوا ۱۰۰٬۰۰۰ تنه اوسیدونکي به د دغې پروژې څخه ګټه پورته کړي. د افغان-المان د همکارۍ د سیمه ایزې بیخبنا د پراختیا وجهي صندوق (RIDF) دواړه پروژې د کابو ۲۸۲ میلیونو افغانیو په ټول لګښت تمویلوي.

د تړونونو د لاسلیک پر مهال د سمنګان د ښوونې او روزنې رئیس ښاغلي عبدالمتین سروري داسته څرګنده کړه: «مونږ د ښوونځیو نویو ودانیو ته سترګې په لار یو. دا ودانۍ به زمونږ د زده کوونکو حیاتې اړتیاوې رفع کړي.»

په ۲۰۱۵ کال کې د یوې زلرلې له امله د اجاني ملکه د نجونو د ښوونځۍ او کهنه ایبک د هلکانو د ښوونځۍ عمده ودانیو ډیر زیان وموند. په پایله کې، دواړې لیسې دې ته اړشوې چې خپل ټولګي خیمو، میدانونو یا کرایي کورونو ته ولیږدوي. الماني مهندسانو د افغانستان د پوهنې وزارت د بیخبناي خدمتونو د ریاست په نږدې همکارۍ د ښوونځیو د ودانیو نوې طرحه جوړه کړه.

نوموړې ودانۍ چې د زلزلې په وړاندې د مقاومت په پام کې نیولو سره جوړیږي د معیوبو او معلولو زده کوونکو لپاره به هم د لاسرسۍ وړ وي او هره ودانۍ به دیارلس سمبالې درسي خونې او دوې ادارې خونې ولري. همدارنګه نوي تشنابونه به د حفظ الصحې شرایطو ته د پام وړ سمون ورکړي او د رنځونو د خپریدو څخه به مخنیوی وکړي. د ۵٬۴۰۰ تنو نه زیات زده کوونکي به د یوه بسیا درسي چاپیریال څخه ګټه پورته کړي.

په بلخ کې، د مزارشریف، شلولګرې او پل بابو ترمنځ د ۱،۵ کیلومترو په اوږدوالي سړک او د سجادیه او امیري سیمو تر منځ د ۳،۷ کیلومترو په اوږدوالي سړک به ودان شي. اوس مهال پر دواړو سړکونو د ټرافیک بهیر ډیر زیات دی. په ټولیزه توګه، شاوخوا ۳٬۹۰۰ نقلیه وسیلې په ورځ کې پر دغو سړکونو باندې تګ او راتګ کوي. اوسني سړکونه په بد وضعیت کې دي او اغلب د سیلابونو او خټو له امله ډیر اغیزمن کیږي.

د بلخ د ولایت مرستیال ښاغلي محمد بشیر توحیدي داسې ټینګار وکړ: «مونږ مننه کوو چې د المان حکومت دا ډول پروژې په بلخ کې پلۍ کوي. مونږ غواړو چې په راتلونکي کې ورته پروژې په خپلواکه توګه پلۍ کړوږ» د المان جنرال قنسل زیاته کړه. «په نږدې راتلونکي کې به د سیمې اوسیدونکي ښار او بازارونه ته آسانه لاسرسۍ ولري.»

اقتصادي او شهري پراختیا تر زیادې کچې پورې په بیخبنا پورې تړلې ده. بیارغول شوي سړکونه به اقتصادي ودې ته حرکت ورکړي او د خلکو د ژوند په شرایطو باندې به په نیغه اغیزه وکړي. کله چې د بیارغونې کارونه بشپړ شي د سیمې د خلکو دپاره به ډیر آسانه شي چې د خپل ورځنيو کسب او کار د پاره مزارشریف ته لاسرسۍ ولري. د زیم ایستنې یو عصري سیستم به په راتلونکي کې ټرافیک ته د سیلابونو د زیان ایستنې څخه مخنیوۍ وکړي.

د بیارغونې د کارونو په ترڅ کې، د سیمه ایزې بیخبنا د پراختیا وجهي صندوق (RIDF) د سمنګان ولایت د ښوونې او روزنې د ریاست او د بلخ ولایت د کلیو او بیارغونې د پراختیا د ریاست انجینرانو او مدیرانو ته روزنه، لارښوونه او سلامشوره برابروي. د دې اقدامونو موخه داده چې د ورته پروژو د خپلواکه راپیژندلو، مدیریت او پلې کولو دپاره د نوموړي ریاستونو ظرفیتونه په راتلونکي کې پراخه شي.

د سیمه ایزې بیخبنا د پراختیا وجهي صندوق (RIDF) د المان د KfW د پراختیایي بانک له خوا د المان د اقتصادي همکاریو او پراختیا د فدرال وزارت (BMZ)  په استازیتوب تمویلیږي. د دې پروژې موخه داده چې د افغانستان په شمال کې اقتصادي او ټولنیزه بیخبنا سمون ومومي په داسې حال کې چې ولایتي ادارو ته توان ورکړل شي چې په راتلونکي کې پراختیایي پروژې په خپلواکه توګه طرحه او پلۍ کړي. د بیلګې په توګه، نوموړې پروژې د ۲۰۱۱ کال راهیسې لږترلږه ۱۶۰ کیلومتره سړکونه، ۵۰ کیلومتره د اوبولګولو کانالونه او د سیلابونو یا د مځکې د شړیدو په وړاندې د خویندیتوب ۱۱ بندونه تمویل کړي دي. د دې ترڅنګ د دې پروژې له لارې د کار اړونده شاوخوا ۴۹۰ سیمینارونه د ۲۳۰۰ تنو نه زیاتو ګډونوالو د پاره جوړشوي دي چې د راتلونکو بیخبنایي پروژو د خپلواکه پلۍ کولو زمینه برابروي.

Twitter icon
Facebook icon