په کابل کې د ولایتي کانونو مفتشینو لپاره د کانونو معیاري روزنه

09.05.1398
۰۹-۰۵-۱۳۹۸، کابل. سبا ته په کابل کې د کان معیاري څلور اوونیزه روزنه پای ته رسېږي. په دغه روزنه کې د بېلابېلو ولایتونو لکه پروان، کاپيسا، بامیان، پنجشیر او دایکندي څخه د کانونو دولس (۱۲) مفتیشینو ګدون کړی دی. دغه روزنه د کانونو مفتیشین د دې جوګه کوي چې په استخراجي سکتور کې قوانین او مقررات مراعاتول باوري کړي. د دغه روزنې روزونکی د کانونو او پترولیم وزارت غړی وو او د روزونکو په روزنیز پروګرام (ToT) کې یې ګړی دی. دغه روزنه او د (ToT) د افغان جرمن همکارۍ په مالي مرسته جوړه شوې وه.

د دغه روزنې یو ګډونوال فضل محمد چې د بامیان ولایت څخه راغلی دی، داسې وویل ، "دغه روزنه د ما د مسلک لپاره ځانګړې روزنه وه. ما دا زده کړل چې د کانونو او پترولیم وزارت د معیارونو او تفتیش کړنلارې څنګه کارول کېږي. دا نوې زده کړه به له ما سره مرسته وکړي څو خپله دنده په سمه او اغېزمنه توګه ترسره کړم."  

په دغه روزنه کې ډېری موضوعات  لکه د خلاصې کندې او ځمکې لاندې کان کیندنې له پروسې څخه نیولې تر د روغتیا او خوندیتوب، د کانونو قانون، چاپېریالي اړخونه، د سروې تخنیکونه او د کانونو په سکتور کې د جندر رول تدریس شو. د کانونو مفتشینو خپل نوي ترلاسه کړي مهارتونه د کانونو په کندو کې چېرته چې ودانیزې ډبرې استخراجېږي او په کابل کې د کانونو او پټرولیم وزارت تر ځمکې لاندې کان کیندنې په نمونه ځای کې، عملي کړل.

په اوسط ډول، هر ګډونوال په خپل ولایت کې د څلور (۴) ډوله کانونو مسؤل دی. افغانستان د مسو، اوسپنې، سرو زرو، لېتیم، فلزاتو او کوبالټ په شمول د معدني سرچینو په برخه کې بډای هېواد دی. د نړیوال بانک الټای ادارې د۱۳۹۰ کال د سروې پر بنسټ، نوموړې سرچینې د اقتصادي ودې، اضافي عایداتو لاسته راوړلو او په استخراجي سکتور کې شا او خوا له ۱۰۰۰۰ څخه تر ۱۴۰۰۰ پورې د اضافي دندو فرصتونو ایجادولو کې زیاتوالي وړاندیز کوي. په هرصورت، له دې څخه احتمالي اغېزمنه ګټه اخیستنې لپاره، د کان کیندنې فعالیتونه باید ښه مدیریت، تنظیم او شفاف وي.

دا د دغه پروګرام لومړۍ دوره وه. راتلونکي اووه دورې به په ټول افغانستان کې په نورو اوو زونونو کې د ۱۲-۰۲-۱۳۹۹ پورې پر لاره واچول شي چې ټول هېواد به تر پوښښ لاندې راولي. د کانونو په برخه کې پانګه اچونه او د حکومت بیا کتنه (MinGov) د ۱۲-۱۰-۱۳۹۵ نه تر ۱۲-۱۰-۱۳۹۶کال پورې ورته پروګرام تطبیق کړی چې له ۱۵۰ څخه زیاتو مفتیشنو د ښځو په ګډون ورڅخه ګټه اخیستلې ده. 

د افغان جرمن همکارۍ پروګرام چې په افغانستان کې د استخراج په سکتور کې ښه حکومتولۍ (MinGov) ته وده ورکوي، د آلمان نړیوالې همکارۍ ټولنه(GIZ)  د آلمان د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت (BMZ) په استازیتوب پلي کوي. د افغانستان د کانونو سکتور ښه اقتصادي امکانات لري چې په هېواد کې د پام وړ وده کولای شي. د دې احتمالي ګټې اخیستنې لپاره، د دغه پروګرام موخه، د افغانستان د کان کیندنې په سکتور کې د حکومت عواید زیاتول، په دغه سکتور کې پانګونې ته وده ورکول او له فساد سره مبارزه کول دي. د نورو فعالیتونو ترڅنګ، له ۱۲-۱۰-۱۳۹۱ کال راهیسې د کانونو او پترولیم وزارت (MoMP) او د دغه وزارت ولایتي چارواکو لپاره ۲۵ روزنیز کورسونه لکه د کانونو لپاره پلان جوړول، د کانونو اقتصاد او له ۵۰۰ څخه ډېر مفتشینو لپاره د کانونو نظارت، مدیریت او اداري کورسونه او نور کار کوونکو  لپاره اوږود مهاله تعلیمي پروګرامونه لکه د لېسانس او ماسټرۍ پروګرامونه جوړ کړي دي. پر دې سربېره، دغه پروګرام د افغانستان استخراجي صنایعو شفافیت له نوښت سره (AEITI) هم مرسته کوي څو شفافیت ته وده ورکړي او له اداري فساد سره مبارزه وکړي.  

Twitter icon
Facebook icon