ځوانان او خصوصي سکتور: د افغانستان د نوې کیدونکي انرژۍ په سکتور کې د مهارتونو او پوهاويو منځته راوړل

01.05.1398
دوبی، عربي متحده امارات، د ۲۰۱۹ کال د جولای د میاشتې ۲۳مه نیټه – د افغان-المان د انرژۍ د سکتور د سمونتیا پروګرام (ESIP) او د هغه شریکانو په یوه غونډه کې چې د چنګاش د میاشتې د ۲۸مې نیټې څخه تر ۳۰مې نیټې پورې د دوبۍ په ښار کې جوړه شوې وه، د ۲۰۱۹ کال لپاره یوه منځ مهاله څیړنه ترسره کړه. په نوموړې غونډه کې چې د نارینه وو او ښځو په شمول د افغانستان د انرژۍ او اوبو د وزارت، د افغانستان د نوي کیدونکې انرژۍ د ټولنې او د خصوصي او دولتي سکتورونو نورو اړونده مراجعو درویشتو تنو استازو ګډون کړی وو، د ځوانانو د تشبث او کارجوړونې د ملاتړ د دوهم پړاو او په کورني سکتور کې د نوي کیدونکي انرژۍ د ودې په موخه د یوه اداره کوونکې ادارې د جوړولو په باب هوکړې لاسلیک شوې.

د ځوانانو د تشبث او کارجوړونې څخه ملاتړ د افغان ځوانانو لپاره د کار د زده کړې یوه شپږ میاشتنۍ دوره ده چې د هغې په ترڅ کې ځوانان هڅول کیږي چې د انرژۍ په سکتور کې برخه واخلي او عملي تجربې په لاس راوړي. دا کار علوم او د انرژۍ صنعت سره نښلوي او د ځوانو انجینرانو لپاره هم د ښاري او هم د کلیوالي سیمو څخه د کار فرصتونه برابروي.

د کار د زده کړې په دې دوره کې تر ۱۰۰ تنو پورې د انجینرۍ د څانګې فارغان  د کار زده کړه مومي او لارښوونه ورته کیږي. د شپږو میاشتو په موده کې، هغوی د نوي کیدونکي انرژۍ او د انرژۍ د اغیزمنتیا په ډګرونو کې تخنیکی او د کارجوړونې مهارتونه زده کوي او د کار د راتلونکي فرصتونو دپاره چمتو کیږي. د انجنیرۍ د څانګې دیرش تنه فارغان پخوا د دې پروګرام د لومړۍ دورې څخه ګټه پورته کړې ده.

د افغانستان د نوي کیدونکي انرژۍ په ټولنه کې کابو ۷۰ موسسې غړیتوب لري او په هیواد کې د نوي کیدونکي انرژۍ په سکتور کې یوازینۍ فعاله ټولنه ګڼل کیږي. د اداره کوونکي ډلې موخه چې نوې جوړه شوه داده چې د دې ټولنې د پوهاوي کچه لوړه کړي. یعنې د ټولنې د کړنو د څرنګوالې، د کارکوونکو ساتل او پرمختګ، په ټولنه کې د غړیتوب د مزایاوو سمونتیا، او په افغانستان کې د انرژۍ په سکتور کې د پانګونې د فرصتونو په باب د پوهې برابرول دي. په دې ډلې یا کمیټه کې د انرژۍ د سکتور د سمونتیا پروګرام، د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت، د افغانستان د نوي کیدونکي انرژۍ ټولنه، د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه او د محلي ارګانونو خپلواک ریاست غړیتوب لري.

په نوموړې غونډه کې د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزیر ښاغلي محمدګل خُلمی داسې وینا وکړه: «حکومت یو غښتلي خصوصي سکتور ته اړتیا لري تر څو وکولای شي د انرژۍ په سکتور خپل بسیاتوب ته ورسیږي. مونږ د خصوصي سکتور دپاره د داسې یو پلاتفرم جوړولو ته ژمن یو.»

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې د پالیسۍ او تخنیکي چارو مرستیال ښاغلي عبدالقادر بهمن داسې زیاته کړه: «د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه د خصوصي سکتور د یوه مشروع غږ په توګه د دې نوښت څخه هرکلۍ کوي او په خصوصي سکتور کې د انرژۍ د ډګر د سمونتیا د پروګرامونو د ملاتړ او پلۍ کولو په لاره کې د خپل رول د روبولو په اړه د خپل هوډ او ژمنتیا څخه ډاډ ورکوي.»

د نوي کیدونکي انرژۍ په تولید کې د خصوصي سکتور ښکیلتیا او برخه اخیستنه د ماهرو کارکوونکو او ډاډمنې انرژۍ په برابرولو کې خورا ارزښت لري او په افغانستان کې د انرژۍ د سیستم په ثبات جوړونې کې چې خصوصي سکتور دې سیستم سره ډیر تړاو لري، مرسته کوي.

د آلمان د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت (BMZ) او د آلمان نړیوالې همکارۍ ټولنې (GIZ)  په استازیتوب دافغانستان د انرژۍ سکتور د سمونتیا پروګرام (ESIP) تطبیقوي. د اقتصادي ودې پرمختګ او د چاپېریال ژغورنې په موخه په افغانستان کې د نوې کېدونکې انرژۍ د تولید او د انرژۍ د اغېزمنتیا د دعخ پروګرام موخه ده. د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره د انرژۍ سکتور د سمونتیا پروګرام  په ملي او ولایتي کچه له مهمو چارواکو سره له نږدې څخه همغږي لري څو یو داسې اداري چوکاټ جوړ کړي چې د یوې باوري انرژۍ تولید پیاوړی کړي. همدارنګه دا پروګرام په فوټووالټائیک او سولري انرژۍ کې د پانګونو راجلبولو په موخه د بازار پر بنسټ د کیفیت معیارونو او مراقبت نظریو په خپلولو کې له خصوصي سکتور څخه ملاتړ کوي. په ورخت وخت کې د انرژۍ سکتور د سمونتیا پروګرام په عامه او خصوصي سکتور او همدارنګ په پوهنتونونو کې کارکوونکو او محصیلیونو ته د ظرفیت لوړونې فعالیتونه تطبیقوي.

 
Twitter icon
Facebook icon