۶۰۰،۰۰۰ وګړي به بدخشان کې د سړک له بیارغاونې څخه ګټه پورته کړي

24.02.1398
فیض آباد، بدخشان، د ۱۳۹۸ کال د غویې ۲۴ مه، - پړون، د بدخشان ولایت د فیض آباد په ولسوالۍ کې د لس کیلو مټرو سړک د بیارغاونې تړون لاسلیک شو چې د دشت قروغ او لې آبه کلي سره نښلوي. د اړونده ولایت او د ټولګټو د ریاست استازو پدغه غونډه کې ګډون وکړ. دغه پروژه د فیض آباد له ښار څخه تر یاوان ولسوالۍ پورې د ۷۴ کیلومټره سړک یوه برخه ده چې شاوخوا ۶۰۰،۰۰۰ وګړي به ترې ګټه پورته کړي. د افغان – جرمن همکاري دغه پروژه د شاوخوا ۲۰۶ میلیونه افغانېو په مجموعي ارزښت سره تمویلوي او د هغې د پلي کولو په برخه کې د ټولګټو له ریاست سره مرسته کوي

د قرارداد د لاسلیک کولو په مراسمو کې، د بدخشان د والی مرستیال ښاغلی اختر محمد خیرخاه وویل،«زه په درنښت سره ټولو ګډون کونکو او د دې فوق العاده غونډه محترم میلمانه هرکلۍ کوم. زه خلکو ته مبارکي ووایم چې اوس د دې لسو کیلو متره اوږد سړک د پروژې په پام کې نیولو شاهد دی. موږ د آلمان حکومت او د اوږدې مودې همکارۍ لپاره د خلکو څخه مننه کوو.»

د دشت قروغ او لې آبه کلېو تر منځ د اوسني جغل کاري شوې سړک وضعیت ډير خراب ده او ډیرې کندې کپرې لري. د دې سربیره د اوبو د تللو لیار هم نلري که څه هم د کوکچه سیند سره نژدې پروت دی. په اوړي کې دا سړک ډیرې دوړې لري چې ترافیکو ته ستونزې رامنځ ته کوي او د هوا د ککړتیا لامل ګرځي. د دې سړک ځنې برخې لا ډیر پیاوړي کولو ته اړتیا لري ځکه چې له ویالو څخه تیریږي او یا د ډبرو د ښوئیدو له خطر سره مخ دي چې دا د سړک د خرابیدو لامل ګرځي.

د بیارغاونې په کارونو کې نهو مترو ته  د اوسني جغل کاري شوي سړک پراخول شاملیږي چې په هغې کې شپږ متره قیر سړک د نقلیه وسایطو لپاره او د سړک هرې لورې ته ۱.۵ متره جغل کاري شوې پیاده رو شاملیږي. د سړک د څنډی لښتي به د سړک د باران او ویلي شوې واورې اوبه وباسي. استنادي دیوالونه چې ښايي د سړک د خرابیدو مخنیوي وکړي به د سیند پرغاړه او د ډبرو د ښوئیدو له خطر سره مخ ساحو کې جوړ شي. په پاې کې، اضافي تګ لارې به د ورښت په موسم کې له لښتېو څخه د خوندي تیریدو آسانتیا برابره کړي. 

د بدخشان  ولایتي پرمختیايي شورا د ۷۴ کیلومټره اوږد سړک بیارغاونې ته چې د فیض آباد ښار له یاوان ولسوالۍ سره نښلوي، لومړیتوب ورکړ. دغه سړک به مارکیټونو، ښوونځېو او روغتیايي مرکزونو، د دندو د برابرولو فرصتونو، د ژوند د شراېطو ښه کولو او وګړو ترمنځ د ټولنیزو اړیکو آسانتیاؤ ته د چټک لاسرسې زمینه برابره کړي. دغه سړک به همداراز سر – جنګل ته د ښاریانو او سیلانیانو چټک او لا ډیر هوسا رسیدل ډاډمن کړي، چې په سیمه کې د اونۍ د پاې او عمومي رخصتېو څخه د خوند اخستلو لپاره دودیز پارک دی.   

د بیارغاونې د دغو د کارونو د مالي تمویلولو سربیره، د افغان – جرمن د همکارۍ د سیمه اییزې زیربنا د پراختیا وجهي صندوق د هغو اینجینیرانو او مدیرانو لپاره چې د ټولګټو په ریاست کې دندې ترسره کوي د کار پرمهال ټریننګونه، فردي لارښوونې او د څارنې جلسې برابروي. دغه فعالیتونه د پروژو د پلي کولو پرمهال ترسره کیږي. د هغوئ موخه په راتلونکې کې په عملي او خپلواکه توګه د کلیوالو سړکونو د طرحې، جوړولو او ساتلو په موخه د اړونده ریاست د ظرفیت لوړول دي.

د سیمه اییزې زیربنا د پراختیا وجهې صندوق د KFW د پراختیايي بانک لخوا د آلمان د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت (BMZ) په استازیتوب سره پلي کیږي. د دې پروګرام موخه د افغانستان په شمال کې د اقتصادي او ټولنیزې زیربناء اصلاح او د ولایتي اداراتو وړ کول دي ترڅو پرمختیايي پروګرامونه په خپلواک ډول سره پلان او تطبیق کړي. په تېرو اوه کلونو کې دغه پروګرام له ۱۶۰ کیلو مټرو څخه ډیر سړکونه، ۵۰ کیلومټره د اوبو لګونې کانالونه او په بلخ، کندز، بغلان، تخاراو بدخشان کې د سیلاب او د خاورې د تخریب په مقابل کې ۱۱ حفاظتي بندونه  له مالي پلوه تمویل او جوړ کړیدي او اوسمهال په سمنګان ولایت کې د دوه ښوونځېو د بیارغاونې پروژې هم پلي کوي. په ورته وخت کې دغه پروګرام  له ۳۰۰ څخه ډیرو اینجینرانو او دولتي کارکونکو ته شاوخوا  900  د دندې پرمهال ټریننګونه او سیمینارونه برابر کړیدي. 

Twitter icon
Facebook icon