په افغانستان کښې د آلمان د همکاریو د تازه پیدا ګېرنو، پېښواو رپوټونو، مطبوعاتی خبرونو ریښتینو او تازه خبرونه د ولایت، نېټې او خبری طرحې په بنا د نورو معلوماتو لپاره د خپرونو، ویدیو ییاو تصوری ګالرۍ او د اړوندو لنکونو او خبری برخو او یا هم کتاب  تونونو ته د تلون په اساس په لمړیتوبونو ویشلی دی

فلتر

پايلې 479
20.09.1397 | خبرپاڼه
پړون یو شپاړلس ورځنی کمپاین چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو په نړیواله ورځ د نومبر میاشتې په ۲۵ نېټه پیل شوې و، پای ته ورسید. د دې موضوع د "د ما غږ هم واوره، یعنې د ښځو او نجونو پر وړاندې تاوتریخوالی بس کړئ. د افغانستان د عدلیې وزارت څو ریاستونو په خپلو اړونده ولایتونو کې په دې اړه فعالیتونه ترسره کړل. د بېلابېلو دولتي ادارو استازو او مدني ټولنو په دغه غونډو کې ګډون وکړل. په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو اهمیت په ګوته کول د دې کمپاین موخه وه. په افغانستان کې د قانون حاکمیت ودې لپاره (RoL) د افغان جرمن همکارۍ پروګرام په بدخشان، بلخ، بغلان، تخار او کابل ولایتونو کې له دغه غونډو څخه ملاتړ وکړ.
19.09.1397 | خبرپاڼه
کابل د ۱۳۹۷ کال د لیندی میاشتې ۱۹ نېټه، نن د کابل له پوليتخنیک پوهنتون، کابل پوهنتون او بلخ پوهنتون څخه درې افغان پروفیسران او استاذان بېرته کابل ته راستانه شول. دوی د آلمان په پوټسډم ښار کې د آلمان په څېړنیز مرکز (GFZ) کې د ځمکې پېژندنې په دوه اوونیزه روزنه کې ګډون وکړ. دوی د زلزلو د تحلیل او موقعیت موندلو لپاره د SeisComp 3 په نوم د دغه مرکز د پوستغالي اداره کولو طریقه زده کړل. دغه پوستغالی د افغانستان په ګډون په مرکزي آسیا کې د ټکټونیکي فعالیتونو په اړه ښه پوهېدلو لپاره کارول کېږي. په افغانستان کې د افغان جرمن همکارۍ د عملي زده کړې پروګرام (AMEA) له دغه فعالیت سره مرسته کړې ده.
14.09.1397 | خبرپاڼه
يرون د لیندۍ ۱۳، ۱۳۹۷ کال، د بدخشان په ارګو ولسوالۍ کې، د افغان جرمن همکارۍ پروګرام د اوبو بیا رغول شوی کانال ولایت مقام ته وسپارل شوه. دغه کانال د سرای دارا په ساحه کې موقعیت لري او تقریباْ ۴۲۰۰ اوسېدونکو ته یې ګټه رسېږي څوک چې اوسمهال خپل کرنیزې ځمکمې په کافي اندازه خړوبولو ته لاسرسی لري. پر دې سربېره، د سيمه یيزې اوبو کاروونکو ټولنه (LWUA) چې په سيمه کې ۶۰۰ خصوصي د اوبو کاروونکي لري، جوړه شوه څو د کانال سم مدیریت او ساتنه يقيني شي. د ټولنې لپاره نوی جوړ شوی دفتر کافي اندازه کاري چاپېریال لري. د افغانستان په شمال کې د افغان جرمن همکارۍ د ثبات پروګرام (SPNA) د 23 میلونه افغانیو په ارزښت له ودانیزو کارونو سره مالي مرسته وکړه.
14.09.1397 | خبرپاڼه
ایبک آباد، سمنګان ولایت، ۱۴ د لیندۍ ۱۳۹۷ کال، پرون د ایبک او ژوندون درې کلي سره نښلولو لپاره د درې کیلو مټره اوږدوالي په اندازه پوخ سړک جوړولو د ځمکې کیندلو او همدارنګه له مزار شریف څخه تر د کابل لویې لارې سره نښلولو لپاره د ۸۰۰ مټره اوږدوالي په اندازه د جغل سړک جوړلو مراسم په ایبک کې ترسره شو. په دغه مراسمو کې د سمنګان ولایت د ټولګټو ریاست او د افغان جرمن همکارۍ چارواکو ګډون کړی وو. له دغه نوي ټرانسپورټي زېربناء څخه به له ۲۲۰۰۰ څخه زیات ښاریان ګټه اخلي. د افغان جرمن همکارۍ د ۹۲ میلونه افغانیو په لګښت د ودانیزو کارونو بودیجه ورکوي.
13.09.1397 | خبرپاڼه
د تخار ولایت تالقان ولسوالۍ، د ۱۳۹۷ هجری کال د لینده۱۲ نېټه: پړون د افغان- آلمان همکارۍ او د تالقانو رود حوزې اداره (TRBA) په تخار ولایت کې د اوبو لګولو د یو کانال جوړولو او د ۱.۵ کیلومتره اوږدوالي په اندازه استنادي دیوال جوړولو تړون لاسلیک کړ. د حاجي رشید او زرګري کلیو له ۲۰۰۰۰ څخه زیات اوسېدونکي به له دې څخه ګټه پورته کوي. د ۳۰ ولایتي چاراکو د تخار په مرکز تالقان کې د تړون لاسلیکولو په غونډه کې ګډون کړی وو. د افغانستان او آلمان همکارۍ د سیمه ییزې بنسټیزې پراختیا وجهي صندوق (RIFD) له دغه پروژې سره مالي مرسته کوي چې ټولټال لګښت یې تقریباً ۱۲۲ میلونه افغانۍ کېږي.
13.09.1397 | خبرپاڼه
کابل، د ۱۳۹۷ کال د لنیده میاشتې ۱۳مه نیټه – نن د شاګردمحور د اسلوب او لومړنیو زده کړو د ديپلوم په باب دوه ورځنۍ ملي کنفرانس په کابل کې پایته ورسید. په دې غونډه کې د پوهنې د وزارت او د لوړو زده کړو د وزارت لوړپوړو چارواکو او همدارزا د اړونده پوهنتونونو، د ښوونکي د روزنې د ریاست او د ۴۹ دارالمعلمینونو کابو ۱۸۰ تنو اکادمیسینانو او کارکوونکو ګډون کړی وو. د افغان-المان د همکارۍ پروګرام او د سویس حکومت د افغانستان د ښونکې د روزنې د ریاست څخه د دې کنفرانس په جوړولو کې ملاتړ وکړ. د برحاله ښوونکو د روزنې د سمون ورکولو په پایله کې به د ولایاتو د دارالمعلمینونو او د ولسوالیو په کچه د اړونده څانګو (فرعي دارالمعلمینونو) ۲۴٬۵۰۰ تنه زده کوونکي د ۱۴٬۰۰۰ ښځو په شمول ګټه پورته کړي.
09.09.1397 | خبرپاڼه
کابل، د ۲۰۱۸ کال د نوامبر د میاشتې ۳۰مه نیټه – په روانه اونۍ کې د افغانستان په اړه د ژنیو غونډه د سویس په هیواد کې جوړه شوه. په دې غونډه کې نړیوالې ټولنې د سولې او سوکالۍ په لاره کې د افغانستان د خلکو او حکومت د هلوځلو سره خپل پیوستون څرګند کړ. په دې مناسبت، آلمان د KfW د پراختیایی بانک له لارې د افغانستان د بیارغونې وجهي صندوق (ARTF) ته د ۵،۴ میلیاردو نورو مالي مرستو د برابرولو ژمنه وکړه. په ۲۰۰۲ کال کې د نوموړي صندوق د بنسټ ایښودلو راهیسې چې نړیوال بانک یې مدیریت کوي تر ۲۰۱۷ کاله پورې کابو ۱۱،۵ میلیونو افغانانو ته ګټه رسیدلې ده. د المان حکومت د ۶۲ میلیاردو افغانیو نه زیات د دې وجهي صندوق سره مرسته کړیده چې له دې امله یو تر ټولو لویو دوه اړخیزه ډونرانو له ډلې څخه شمیرل کیږي.
25.08.1397 | خبرپاڼه
۱۳۹۷ کال د لړم د میاشتې ۲۵ مه – نن ورځ د بلخ، کابل او کابل پولتخنیک د پوهنتونونو ۳۴ کسه ښځینه زده کونکې افغانستان ته راستنې شوې. دوي د مځګې پېژندنې او کانونو په برخه کې یوه اونۍ ایران ته په یوه علمی سفر کې ګډون وکړ ترڅو د سیمی د تجربو په اړه زده کړی. د ایران د مځکې پېژندنې د سروې ادارې (GSI) دغه سفر پلان او عملی کړ. له افغانستان سره د آلمان د مرستو د کانونو په برخه کې د اکاډمیکې زده کړې پروګرام (AMEA) یې د پلي کونې اسانتیا وې برابرې کړې وې.
25.08.1397 | خبرپاڼه
تالقان، تخار، ۱۳۹۷ کال د لړم د میاشتې ۲۵ مه- نن ورځ د تخار ولایت به مرکز تالقانو کې د افغانستان د عدلي سکټور د اړوندو شریکانو لپاره په اسلام او قانون کې د ښځو حقونه تر عنوان لاندې دری ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد. د دنی عالمانو، مخورو سپین ګیرو او همدا رنګه د جرګو او شورا ګانو غړو په شمول ټول ټال پکې ۵۰ کسانو ګډون کړی وو. د تخار ولایت د حج او اوقافو ریاست (DoHRA) دغه روزنه پلې کړه. له افغانستان سره د آلمان د مرستو ددفتر په افغانستان کې د قانون د حاحکمیت (RoL) پروګرام ددغه ناستې اسانتیا وې چمتو کړې وې.
15.08.1397 | خبرپاڼه
په روانه اونۍ کې د کابل د پولیتخنیک د پوهنتون او د کابل پوهنتون پنځه تنه ښوونکي بیرته هیواد ته راستانه شول. دغو ښوونکو په المان کې د فرایبرګ په تخنیکي پوهنتون (TUBAF) کې د جیوکیمیا په باب په یوه دوه اونیزه روزنیز کورس کې ګډون کړی وو. دغه روزنیز پروګرام د افغانستان، چین او المان تر منځ د هوکړې یوه برخه ده چې موخه یې په افغانستان کې د کان ایستنې د اکادمیکې زده کړې سمون ورکول دي. د افغان-المان د همکارۍ پروګرام دغه روزنیز کورس تمویل او تسهیل کړی دی.