په افغانستان کښې د آلمان د همکاریو د تازه پیدا ګېرنو، پېښواو رپوټونو، مطبوعاتی خبرونو ریښتینو او تازه خبرونه د ولایت، نېټې او خبری طرحې په بنا د نورو معلوماتو لپاره د خپرونو، ویدیو ییاو تصوری ګالرۍ او د اړوندو لنکونو او خبری برخو او یا هم کتاب  تونونو ته د تلون په اساس په لمړیتوبونو ویشلی دی

فلتر

پايلې 479
15.12.1392 | خبرپاڼه
دافغانستان د اسلامي جمهوریت د تخنیکی او مسلکي زده کړې معین جلالتمئاب ښاغلي آصف ننګ او د آلمان د اقتصادی همکاریو او پراختیا د وزارت (BMZ) پراختیایی رئیس ښاغلي مارتین شولدیس د کندز په ولایت کې د کرهنې د یوې نوې ښوونځي پرانیستل رسماً اعلان کړل.
13.12.1392 | خبرپاڼه
په دې یاداشت کې د د نړیوالو خوندیتوب سټندردونو مطابق د تذکرو او نورو رسمی سندونو د چاپ پلان شامل دی. دغه دولتي مطبعه به د یوه دولتي تصدی په توګه په جنګلک کې جوړیږي او په پام کې ده چې د ۲۰۱۶ کال په پای کې به د ګټې اخیستنې دپاره چمتو شي
13.12.1392 | خبرپاڼه
په دغه غونډه کې ۲۵۰ تنو برخه اخیستی وه او په کاري ګروپونو کې یې په کار کې د زده کړې او تعلیم د پاره د افغانستان رسمی سیستم د پراختیا د پوتنسیال په باب خبری اترې وکړي.
07.12.1392 | خبرپاڼه
افغانستان د انرژۍ ملي شرکت، یعنی د افغانستان برښنا شرکت، به دغه د نوي کیدونکي انرژۍ کارخانې د تخار په ولایت کې په کارواچوي.
24.11.1392 | خبرپاڼه
پروژو انجینرانو د ولسوالۍ او ولایت په کچه د ودانیزو پروژو د پلان کولو، پلی کولو، مدیرت او نظارت د څرنګوالي په باب روزنه وموندله
24.11.1392 | خبرپاڼه
د فبروری د ۰۰ نه تر ۰۱ نیټې پورې د ۲۱ تنو په شااوخوا د انرژۍ او اوبو د وزارت کارکوونکو په کابل کې د یوه ورکشاپ د ګډون د پاره راغونډشوی وو ترڅو د هغه وزارت د نوی کیدونکي انرژۍ د جوړښت د غیرمرکزی کولو په وده کې ونډه واخلي او په دی توګه د افغانستان د خلکو د پاره د انرژۍ دوامداره خدمتونه ښه شي.
29.10.1392 | خبرپاڼه
بغلان ولایت د پلخمری په ولسوالۍ کې د بیارغونی او پراختیا ریاست (DRRD) ، د ښځو د چارو ریاست (DoWA) او د کرهنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست (DoAIL) د خلکو د پاره د خدمتونو د کیفیت د ښه کولو په موخه د ۵ میلیونو افغانو په ارزښت نوی تجهیزات ترلاسه کړل
26.10.1392 | خبرپاڼه
د ۸۰ تنو نه زیات ملکی کارکوونکو چې د عامه اړیکو په چارو کې دنده ترسره کوي په هغو څلورو روزنیزو ورکشاپونو کې په بریالیتوب سره برخه واخیسته کوم چې د “ کمونیکشن، عامه اړیکو، د میدیا اړیکو او د افغانستان د مطبوعاتو د قانون ” تر سریزې لاندې د هیواد په څلورو ولایتونو یعنی بلخ، کندز، بدخشان او تخار کې جوړشوي وو.