د المان د اقتصادي همکاریو او پراختیا د وزارت (BMZ) په استازیتوب، د افغانستان سره د المان همکاري د لومړیتوب په دریو ډګرونو کې ترسره کیږي: ښه حکومتولي (د قانون واکمني، سیاسي ګډون او عامه اداره)، د اقتصاد او کارموندنې هڅول (د مسلکي روزنې په شمول) او همداراز کلیوالي او ښاري بیخبنا (د انرژۍ، د څښاک د اوبو او فاضلابو د رفع کولو په شمول). د لومړنیو او ثانوي زده کړو پراخول هم د المان د ژمنې یوه برخه ګڼل کیږي.

د المان د بهرنیو چارو د وزارت  (AA) په استازیتوب، د افغانستان سره د المان همکاري د ثبات جوړونې (د پولیسو د پیاوړي کولو، د دولتي جوړښتونو او همداراز د مدني ټولنې څخه د ملاتړ) او د بشرپالنې د مرستو (د کورنیو بیځایه شویو او راستنیدونکو کډوالو او همداراز د بشرپالنې له پلوه د ماینونو د پاکولو) په ډګرونو کې ترسره کیږي. برسیره پردې، په پاکستان او ایران کې د افغاني کډوالو سره د مرستو د پروژو څخه هم ملاتړ کیږي.

د افغانو ښځو او نجونو ګټو ته وده ورکول د المان د اقتصادي همکاریو او پراختیا او د بهرنیو چارو د وزارتونو په ټولو اقدامونو کې شامله یوه دنده ده.

د سیمې له پلوه، د افغانستان سره د المان همکاري اوس مهال په عمده ډول د بدخشان، بغلان، بلخ، کندز، سمنګان او تخار په ولایاتو او په پلازمېنې کابل باندې متمرکزه ده. په راتلونکې کې د نورو ولایتونو لکه هرات سره همکاري د پراخیدو په حال کې ده.

په راتلونکو مخو کې به د ټولو مهمو ټکو په اړه نور معلومات او د افغانستان سره د المان د همکارۍ د پروژو نمونې ولولۍ.