د افغانستان د شمال د ثبات جوړونې په موخه پیاوړي حکومتي جوړښتونه

د دې لپاره چې محلي جوړښتونه د ولایاتو په کچه غښتلي شي او په عین حال کې په کلیوالي سیمو کې د افغانستان د خلکو د ژوند شرایط سمون ومومي، د المان فدارل حکومت په دې ډګر کې د اړینو ظرفیتونو د جوړولو او همداراز په افغانستان کې د کوچنیو بیخبنایي اقدامونو څخه ملاتړ کوي.

وضعیت

د طالبانو د رژیم د نسکوریدو څخه وروسته، د افغانستان اساسي قانون د یوه قانونمند دولت د بنسټ په توګه په کال ۲۰۰۴ کې تصویب شو. خو د دې قانون د احکامو په پلۍ کولو کې نیمګرتیاوی لیدل کیږي: د قضایي نهادونو لکه د افغانستان د عدلیې وزارت، څارنوالۍ او سترې محکمې کارکوونکو د خپلو دندو د ترسره کولو دپاره اغلباً په بسیا توګه روزنه نه ده موندلې. سربیره پردې، بیلابیل عدلي ادارې خپل کارونه په بسیا توګه نه همهغږه کوي. له همدې کبله د افغانستان اتباع اغلباً خپلو حقونو ته لاسرسۍ او حقوقي مصونیت نلري. همدارنګه په افغانستان کې څو ډوله حقوقي سیستمونه یو د بل تر څنګ شتون لري لکه عرفي قوانین، شریعت او هغه قوانین چې د ملي شورا له خوا تصویبیږي. زیات شمیر افغانان چې بله لار ورته پاتې نشي، د پخوا په شان په بشپړ غیررسمي جوړښتونو باندې باور کوي او د حقوقي مصونیت نشتوالۍ مني.

موخه

د پروژې موخه داده چې په هیواد کې خلکو ته د حقوقي مصونیت دتامینولو په لاره کې د افغانستان د حکومت څخه ملاتړ وکړي. له همدې کبله مهمه ده چې عدلي او امنیتي ادارې د قانون سره سم عمل وکړي. سربیره پردې، باید د حکومت اصلاحات او قوانین د خلکو د حقونو سره سمون ولري. د دې لپاره چې اتباع وکولای شي د خپلو حقونو څخه ګټه واخلي باید هم په کلیوالي او هم په ښارې سیمو کې له دغو حقونو څخه خبرتیا ولري. د اداري فساد څخه باید مخنیوی وشي او د هغه پرضد باید په فعاله توګه مبارزه وشي.

ګام اخیستګام اخیستنه او پایلېې

د دې پروګرام په مرسته خلکو ته د حقوقي سلامشورې کیفیت سمون وموند او د هیواد په نورو سیمو کې حقوقي سلامشوره ممکنه شوه. په دې توګه اتباع کولای شي د خپلو حقونو په باب پوهاوي په لاس راوړي او د هغو څخه ګټه واخلي. د حقوقو په مدیریتونو کې د خلکو حقوقي ستونزې حل کیدلای شي. د دغو ادارو کارکوونکو ته روزنه، د قوانینو متنونه، او مسلکي کتابونه ورکړل شول او سربیره پردې د ښوونکو له خوا هغوی ته لارښونه ورکول کیږي. د خلکو له خوا د هغوی د منلو کچه د هغوی د دوامداره حضور، وړتیا او ناپییلتوب سره لوړه شوې ده: د ۲۰۱۳ کال راهیسې د دعواوو قاضیانو د ۷۷۰۰۰ زیاتو قضیو ته رسیدګی کړیده. سربیره پردې، د حقوقو جوړشوي مدیریتونو، د عدلیې وزارت د ولایاتو په ادارو کې څارنوالۍ او همداراز په محکمو او محابسو کې د حقوقي سلامشورو تالارونو د خلکو دپاره دا زمینه برابره کړیده چې مناسبه عدلي دفاع په لاس راوړي. څرنګه چې حقوقي وکیلان اوس کولای شي په خپل ځای کې هم د وکالت آزموینه ورکړي، د راجسترشویو وکیلانو شمیر د مثال په توګه په کندز کې د ۱۳۹۰ کال نه را پدې خوا د ۱۲ تنو نه ۱۴۱ تنو ته زیاتوالۍ موندلی دی چې د هغو له ډلې نه ۲۸ تنه یې ښځې دي. په ګاونډي ولایت یعنې تخار کې د څارنوالۍ د آزموینې فارغان حتی د ځان دپاره یو دفتر جوړکړی دی.

د ټولپوښتنو پایلې ښیي چې د خلکو سره د پولیسو او دولتي ځواکونو نږدیوالۍ هم د پام وړ زیاتوالی موندلی دی. د پولیسو او خلکو تر منځ تفاهم او دوه اړخیزه باور ورو ورو منځته راځي. د ۱۳۹۱ کال نه راهیسې د ۱۳۰۰۰ تنو نه زیات پولیسو د حقوقي موضوعګانو او ورځنیو ستونزو لکه د نارینه وو او ښځو تر منځ همکاري او همداراز د خلکو د ټولو ډلو سره د حساس چلند په باب په روزنیزو پروګرامونو کې ګډون کړی دی. په دې توګه هغوی کولای شي خپلې دندې په ډیره ښه توګه ترسره کړي. د دې پروګرام په ملاتړ د شخړو د رفع کولو په اړه د خلکو د استازو او دولتي ادارو تر منځ غونډې جوړیږي او هغوی ته د شکایتونو صندوق ورکول کیږي. دا راز غونډې د کورنیو چارو د وزارت د روزل شویو کارکوونکو له خوا پرمخ بوول کیږي. د نوموړو غونډو یوه دریمه برخه ښځي دي.

د حقوقي موضوعګانو په باب په بیلا بیلو مواردو کې لکه په ښوونځیو، رادیویي پروګرامونو او تلویزیوني اعلانونو، کنفرانسونو یا د تیاتر په نندارو کې معلوماتي کمپاین پیل شو او د هغه په ترڅ کې نارینه وو او ښځو ته د هغوی د حقونو په باب څرګندونې وشوې. د هیواد د شمالي ولایاتو د حقوقو او شرعیاتو په ټولو پوهنځیو کې بشپړیزه تخصصي دورې، د حقوقو متنونه او مسلکي کتابونه برابر شول او اوس مهال د حقوقي موضوعګانو او د حقوقو د مسلک او څانګې ته د ننوتلو په باب د ۱۵۰ نه زیات روزنیز پروګرامونه جوړیږي او د افغاني حقوقپوهانو او مسلکي کارکوونکو له خوا پرمخ بوول کیږي. سربیره پردې، دا پروګرام د حقوقي علومو د ښځینه زده کوونکو څخه مسلکې ژوند ته د ننوتلو په لاره کې تر ټولو د مخه د عملي پروګرامونو له لارې ملاتړ کوي. په حقوقي کلینیکونو کې د زده کوونکو عملی کتنه تامینیږي. دلته هغوی واقعي مواردو ته رسیدګی کوي او د محکمې تمثیلي غونډې جوړوي.

د ۱۳۹۴ کال راهیسې د مدنې ټولنې سازمانونه چې د کوچنیانو د حقونو، عدالت غوښتنې او د اداري فساد پر ضد د مبارزې په ډګرونو کې په کار بوخت دي هم د سلامشورو او د ډیالوګ د غونډو له لارې غښتلي کیږي چې ځان سمبال کړي او د هغوی اندیښنو ته غوږ ونیول شي. د بدخشان او بلخ په ولایاتو کې ښځې کولای شي د مثال په توګه خپلې ستونزې د جندر مسئولو کسانو ته چې د مدنې ټولنې د سازمانونو له خوا روزل شوی دي ووایي او په دې توګه مناسې سلامشورې په لاس راوړي. په کابل کې د ښځو د سازمانونو ټولنه او د ښځو د چارو د وزارت کارکوونکي د عدلي او قضایي موضوعګانو په باب په روزنیزو پروګرامونو او ورکشاپونو کې ګډون کوي. په دغو پروګرامونو کې هغوی هڅول کیږي چې په بربنډه توګه د ښځو د ګټو دپاره مبارزه وکړي.

په یو نظر کي

په بغلان، تخار، کندوز او بدخشان ولایتونو کې فعالیتونه
پروګرام:
د افغانستان د شمال د ثبات جوړونې پروګرام (SPNA)
دستور ورکوونکي اداره:
د المان د بهرنیو چارو وزارت (AA)
شریک:
په افغانستان کې د آغاخان بنسټ ، اکتید او مرسی کور
پلی کونکي اداره:
د KfW پراختیایي بانک
ولایتونه:
بدخشان, بغلان, کندز, تخار
د پروګرام موخه:
د ټولنیز-اقتصادی بیخبنا د سمون او د محلي پراختیایي شوراګانو د پیاوړی کولو له لارې د زیان منونکو سیمو ثبات جوړونه
ټوله موده:
کب ۱۳۸۸ – لیندۍ ۱۳۹۸
Twitter icon
Facebook icon