د افغانستان په شمال کې د پایښتونکي اقتصادي ودې ټینګښټ

د دې لپاره چې پایښتونکي اقتصادي وده تحریک شي، د افغاني کروندو محصولات زیات شي او کارموندنه پیاوړې شي، د المان حکومت د افغانستان په شمالي سیمو کې د اقتصادي پروګرامونو څخه ملاتړ کوي.

وضعیت

د افغانستان حکومت د وروستیو څو کلونو په موده کې د هیواد د اقتصادي ودې دپاره لاره اوراه کړیده. خو سره له دې، په دولتي او خصوصي نهادونو کې د کارپوهنې او جوړښتونو نشتوالۍ لیدل کیږي. سربیره پردې، د پانګونې اقلیم د اداري فساد، حقوقي امنیت د نشتوالي او نوساني امنیتې وضعې تر اغیزې لاندې دئ.

کرهنه د اقتصادي پراختیا کلۍ ده او په افغانستان کې د کورنیو شاوخوا ۶۰ سلنه د خپلو عوایدو له پلوه په دې سکتور پورې تړلي دي. د افغانستان د خلکو څه نا څه دوه دریمه برخه د کرهنې په سکتور کې په کار بوخت. د دې لپاره چې د هیواد اقتصادی پوتنسیال په ډیره ښه توګه وکارول شي، په کار ده چې په عمومي شرایطو کې بنسټیز سمونوالی منځته راشي. د کرهنیزو موسسو د هڅونې په اړه د حکومت طرحې (د مثال په توګه کریډټ ته د لاسرسۍ برابرول، د اوبو لګونې او د محصولاتو د ساتنې سیستمونه، د کرهنې تمدیدي خدمتونه او نور) اوس ډیر لږ او یا هم هیڅ شتون نلري.

موخه

د پایښتونکي اقتصادي پراختیا په ډګر کې د پروګرامونو موخه داده چې د افغانستان اقتصاد د سیالۍ لوړه کچه په لاس راوړي او د کار نوي ځایونه او د عوایدو فرصتونه د پرګنو د ډلو دپاره، که ښځي وی او که نارینه، منځته راشي. په دې ترتیب، دغه پروګرامونه د خصوصي سکتور دپاره عمومي حقوقي او نهادي شرایطو او تمویلي جوړښتونو ته سمون ورکوي.

ګام اخیستنهګام اخیستنه او پایلې

د پایښتونکي اقتصادي پراختیا په ډګر کې د افغان-المان د همکارۍ پروګرام فعالیتونه یو پراخه طیف لري. د  د آلمان پراختیایی بانک KfWد افغانستان د کوچونیو قرضو بانککوچونیو قرضو بانکڅخه، چې په پخپل ډول کې د افغانستان د تر ټولو لوی بانک ګڼل کیږي، ملاتړ کوي او د هغه سره مرسته کوي چې کوچنیو او منځینو موسسو ته په تیره بیا په کلیوالي سیمو کې پور ورکړي. سربیره پردې، جي آی زید ډیر شمیر مهمو لوبغاړو ته سلامشوره ورکوي، د هغوی سره تخنیکي کارپوهه شریکوي چې اقتصادي وده وهڅوي – دغه لوبغاړي د پالیسۍ جوړونکو، ګټوالو ډلو، متشبثانو او بزګرانو څخه عبارت دي. همدارنګه بیلابیل ودانیزې طرحې د اقتصادي بیخنبا د سمون په موخه شتون لري.

د KfW پراختیایي بانک د نوموړي بانک سره د اوږمهال بیاتمویل په موخه کار کوي چې هغه وتوانیږي د هغو پورونو شمیر چې کوچنیو او مځنیو موسسو ته ورکوي زیات کړي. په داسې حال کې چې د مایکورفایننس په نسبت دغه چلند خطرناکه دی، خو د افغانستان د شمال د کلیوالي سیمو د زیاتیدونکي غوښتنې په رفع کولو کې مرسته کوي او د هیواد اقتصادي پوتنسیال په ټولیزه توګه لوړوي. مولدینو او موسسو ته د پورونو ورکول مالي خدمتونو ته د هغوی لاسرسۍ آسانه کوي او د سوداګرۍ او پانګونې اقلیم ته سمون ورکوي. د مایکورفایننس بانک د افغانستان په ۱۴ ولایاتو کې د ۱۱۰۰ نه زیات کارکوونکي په کار ګمارلي دي. تر اوسه پورې کوچنیو او منځیو موسسو ته د ۱۰۹۵ یورو په تقریبي منځني ارزښت شاخوا ۶۴۵۰۰ کوچنۍ قرضې، او د ۹۰۰ نه زیات کریډټونه ورکړل شوي دي. د قرضې اخیستونکو ۲۱ سلنه ښځې جوړوي.

دا وضیعت له هغه پورونو سره ورته والئ لری چې د افغانستان د د کرېډېټ  د تضمین د بنسټ (ACGF) له خوا او آلمان د فدرالی دولت د اقتصادی او پراختیا یی چارو وزارت (BMZ) او د آلمان د پانګونې او پراختیا شرکت (Deutsche Investitions- und Entwicklungsgesellschaft gmbH )په مالی مرسته صادریږي تر دې دمه د ټول ټال ۲۰۵ ملیونو یور په ارزښت نږدې ۴۷۰۰ ځانګړې پورونه کوچونیو او منځنیو کچه افغان سوداګرو ته تضمین شوی دی، کوم چې نږدې د ۹۸۰۰ نویو دندو په اېجاد او تقریبآ د ۵۴۰۰۰ شته دندو په ساتنه کې یې مرسته کړېده، په هرات کې د موټرسیکل د مونتاژ یوه شرکت د ۵۴۰۰۰۰ زرو یورو پور د لاسته راوړنې نه وروسته خپل د کارکوونکو شمیر د ۱۲ نه ۴۳ تنو ته او خپله پانګه یې د ۹۰۰۰۰ یورو نه ۳٬۶ میلیونه یورو ته زیاته کړیده.

د سلامشورې فعالیتونه او تخنیکې روزنه چې د افغان-المان د همکارۍ د پروګرام د لوبغاړو له خوا په اقتصادي سکتور کې برابریږي د ارزښت د تولیدي ځنځیر لاندې پنځو ډګرونو ته متمرکزې دي: د چرګانو، لبنیاتو، سابو، غنمو او مغزیاتو تولید. هغه ګام اخیستنهګام اخیستنه چې د ولسوالۍ، ولایت او په ملي کچه ترسره کیږي د ارزښت د اړونده ځنځیر ټول لوري لکه بزګران، برابرونکي، پیریدونکي، متشبثان، کوپراتیفونه او پالیسۍ جوړونکي په پام کې نیسي. د دې کار موخه داده چې د پایلو پر بنسټ یو بشپړ سایکل تر پوښښ لاندې راشي چې په هغه کې ټولې ګټې په پام کې ونیول شي. ځانګړي فعالیتونه د دندو لاندې ډګرونه احتوا کوي:

  • د ولسوالۍ، ولایت او په ملي کچه د دولتي او خصوصي سکتورونو ترمنځ د ډیالوګ جوړول چې د هغه په ترڅ کې د نوموړو محصولاتو د تولید او پلورلو په لاره کې د خڼدونو په باب ریپوټونو ته غوږ ونیول شي او کیدای شي دغه خنډونه له منځه یووړل شي؛
  • ګټې لرونکي لوري د ارزښت د ځنځیر په پنځو ډګرونو کې تخنیکي، سازماني او سوداګریزه روزنه مومي. غونډې لکه د محصلاتو د بیلابیلو ډلو په باب سوداګریزه نندارتونه هم د ګټو لرونکو لوریو تر منځ ډیالوګ هڅوي؛
  • کلیوالي بیخبنا د اوبو لګونې د سیستمونو د ترمیم  او پراختیا او د تحویلخانو د جوړولو په شان اقدامونو په کولو سره سمون مومي.

د کرهنې په سکتور کې تر اوسه شاوخوا ۱۲۸۰۰ دندې منځته راغلي دي. راز راز فعالیتونه همدارنګه د نویو لړیو او نوښتونو دپاره د الهام سرچینه ده چې ۱۳۹۴ څخه ته ۱۳۹۵ کال پورې د کرهنې د ګټو لرونکو د عوایدو د زیاتولو سره یې مرسته کړیده.

سربیره پردې، ځانګړي ودانیز نوښتونه د اقتصادي بیخبنا د سمون سره مرسته کوي. هغه ګام اخیستنهګام اخیستنه چې اوس طرحه کیږي په افغانستان کې د غنمو په کښت باندې به مثبته اغیزه وکړي. په دغو اقدامونو کې په شمالي ولایتونو کې د اوبو لګونې د کوچنیو سیستمونو بیارغول او د ځانګړي سرکونو، پلونو او تحویلخانو جوړول شامل دي.  په اوږدمهال کې د غنمو کرنې ته زور ورکول او د غنمو د محصولاتو زیاتول به د کارموندنې موسمي فرصتونه منځته راوړي او د فارمونو د کورنیو عواید به لوړ کړي.

په یو نظر کي

په تخار، کندوز، کابل، بلخ، بغلان او بدخشان ولایتونو کې فعالیتونه
پروګرام:
پایښتونکي اقتصادي وده او د کارموندنې پیاوړي کول (SEDEP)، د افغانستان لومړۍ مایکروفایننس بانک (FMFB)، د افغانستان د اقتصادي بیخبنا پراختیا (EIDA – د کال ۲۰۱۷ نه وروسته)، د کارموندنې هڅونه (J4P – نقدی پورونه، د کال ۲۰۱‍۶ نه وروسته)
دستور ورکوونکي اداره:
د المان د اقتصادي همکاریو او پراختیا فدرال وزارت (BMZ)
شریک:
د افغانستان وزارتونه: د اقتصاد وزارت (MoE)، د مالیې وزارت (MoF)، ، د صنعت او د سوداګرۍ وزارت (MoIC)د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت (MRRD) اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت (MAIL) د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق(ACCI), د کوچنیو پورونو لومړنۍ بانک افغانستان(FMFB) (، د افغانستان نړیوال بانک(AIB) او غضنفر بانک
پلی کونکي اداره:
د KfW پراختیایي بانک،Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH
ولایتونه:
بدخشان, بغلان, بلخ, کابل, کندز, سمنګان, تخار
د پروګرام موخه:
د افغانستان په شمال کې په تمویل شویو اقتصادي سکتورونو کې د کار د ځایونو او د خلکو د عوایدو زیاتول
ټوله موده:
له ۱۳۹۳ را هیسې
Twitter icon
Facebook icon