د اقتصادي ودې په موخه د کانونو دوامداره ایستنه

په افغانستان کې د کان ایستنې سکتور یو ډیر ستر اقتصادي پوتنسیال دی چې کولای شي د هیواد پرمختګ ډیر زیات کړي. د دغه سکتور د بشپړ کارونې په موخه د المان فدرال حکومت د افغانستان د اړونده مراجعو څخه ملاتړ کوي چې په اوږدمهال کې کان ایستنه د نوښتونو د هڅولو او د شفافیت په رواجولو سره ترسره کړي.

وضعیت

افغانستان د کانونو لکه لیتیوم، وسپنه، کمیابه فلزات، سره زر او کوبالت له پلوه بډای دی. که چیرې د دې هیواد کانونه په پایښتونکي او اغیزمنه توګه وایستل شي، دا هیواد کولای شي د نړی د خامو توکو په یو له تر ټولو مخکښو صادرکوونکو هیوداونو باندې بدل شي. د نوموړو کانونو د کارولو مالیات به بسیا وکړي چې افغانستان نړیوالو مرستو ته نور مهتاج نشي.

خو دغه کانونه په پایښتونکي تګه نه ایستل کیږي. د هغوی څارنه او کنترول هم شفاف ندی، د ایستلو جواز ډیر کم یا هیڅ شتون نلري. یوازې یو شمیر محدود نړیوال شرکتونه تر اوسه د افغانستان د کانونو په سکتور کې فعالیت کوي. راجسترشوي دولتی ارقام او عواید مفصل ندي او حتی د افغانستان د کانونو وزارت هم یو عمومي اجمال نلري او د پرسونل، سازماني او اداري امکاناتو د ستونزو سره مخامخ دی.

موخه

د دې پروګرام موخه داده چې د کانونو ایستل په هیواد کې په شفافه او جوړښتي توګه ترسره شي تر څو له یوې خوا دولتي عواید په منظمه توګه بیرته د هیواد په پراخیتا کې جاري شي او له بلې خوا د کان ایستنو په صنعت کې پانګونې ګټورې شي.

ګام اخیستنهګام اخیستنه او پایلې

په بیلابیلو ولایاتو کې د تخنیکي او اداري روزنیزو پروګرامونو له برکته د کان ایستنې مفتشان کولای شي اداري او د څارنې دندې په غاړه واخلي چې د کانونو د وزارت له خوا هغوی ته سپارل کیږي. د دې وزارت کارکوونکوي هم په نوموړو روزنیزو پروګرامونو کې ګډون کوي ترڅو د جواز غوښتنلیکونه په ښه توګه پروسس کړي او د کان ایستنې د سکتور مقررات د سرمشق په توګه وکاروي.

د ادارو د وړتیا او پوهې د کچې په لوړولو سره د پانګونې وضع سمون مومي او د کانونو د څارنې ادارې د کان ایستنې لړۍ د قانون سره سم کنترولوي.

سربیره پردې د شفافیت زیات شمیر سټنډرډونه د اداري فساد سره د مبارزې او د کان ایستنې د کنټرول په موخه پلۍ کیږي. د دې تر څنګ افغان حکومت هڅه کوي چې د استخراج د صنعت د شفافیت د نوښت (Extractive Industries Transparency Initiative - EITI) غړیتوب په لاس راوړي. دغه سازمان د خامو توکو د صنایعو، دولت او مدنې ټولنې ترمنځ همکاري هڅوي او غواړي د خامو توکو څخه دولتي عواید تعقیب او اعلان شي. دا کار په پای کې په خامو توکو کې د پانګونې د یوې ډیرې باثباته او سمون ورکړل شوې وضعې د منځته راتلو سبب ګرځي. د بیلابیلو لوبغاړو تر منځ د ډیالوګ او د شفافیت او روڼتوب له لارې په پای کې د دولت په نسبت د خلکو باور ټینګیږي. دا پروګرام د افغانستان کارکوونکو د مسلکي روزنې او د بهرنیو کانونو د لیدنې له لارې د افغان حکومت څخه ملاتړ کوي چې بین­المللی سټندرډونه وکاروي او شفافیت تامین کړي ترڅو په ۱۳۹۷ کال کې د نوموړي نړیوال سازمان غړیتوب په لاس راوړي.

په یو نظر کي

د کابل ولایت په مرکز کې فعالیتونه
پروګرام:
کانونو په سکتور کې د ښې حکومتوالۍ څخه ملاتړ
دستور ورکوونکي اداره:
د المان د اقتصادي همکاریو او پراختیا وزارت (BMZ)
شریک:
د افغانستان د کانونو وزارت
پلی کونکي اداره:
Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH
ولایتونه:
کابل
د پروګرام موخه:
د کان ایستنې د صنعت شفافیت او کنټرول به د دولتي عوایدو د تنظیم، د پانګونو د هڅونې او د اداري فساد پر ضد د اوږدمهالې مبارزې سره مرسته وکړي
ټوله موده:
غويئ ۱۳۹۲ - زمرئ ۱۳۹۷
Twitter icon
Facebook icon