د سولې دپاره ځوانان

د دې لپاره چې د افغانستان د ټولنې سوله ایزه وده تامین شي، داسې ټولنه چې د خلکو د پاره راتلونکي لرلیدونه پرانیزي، د المان فدرال حکومت په افغانستان کې د سولې د ملکي خدمتونو څخه ملاتړ کوي تر څو په هیواد کې اوسنۍ تاوتریخوالی له منځه ولاړشي.

وضعیت

په افغانستان کې د ځوانانو یوه لویه برخه په یوه ترینګلې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزه وضعه کې وده کوي. ځوانان اغلباً د تاوتریخوالي قرباني ګرځي، تر انحصار لاندې راوړل کیږي او تحریک کیږي چې خپله د تاوتریخوالي نه کار واخلي. نه په کور او نه په ښوونځي کې د ځوانانو یوه لویه برخه د ښځړو او تاوتریخوالي په نسبت یو شعوري چلند سره نه آشنا کیږي. د ټولنې په ځینو سیمو کې په دې توګه داسې یو کلتور منځته راځي چې د شخړې رفع کول د تاوتریخوالي له لارې غواړي.

موخه

د دې پروګرام موخه داده چې د تاوتریخوالي کارول لږ شي او د سولې یو کلتور منځته راشي ترڅو چې په هیواد کې یوه سوله ایزه ټولنیزه پراختیا منځته راشي چې د ځوانانو د پاره راتلونکي لړلیدونه پرانیزي.

ګام اخیستنه او پایلې

د سولې د ملکي خدمتونو په ملاتړ، د افغانستان غیرحکومتي سازمانونو وکولای شول د خلکو سره اوږدمهالې سوله ایزې موخې پلۍ کړي: د قومی او ژبې د پولو او پر ښځو باندې د نارینه وو د دودیز کنترول نه وړاندې، په ډیرو سیمو کې بدلونونه رامنځته شول. دودیزو شوراګانو د تاوتریخوال نه پرته د شخړو د حل لارې زده کړې. په دې ترتیب، د کورنۍ جګړې په پخوانیو سیمو کې ښوونځۍ او د فټبال ټیمونه د بیلابیلو قومونو په ګډون منځته راغلل. همدارنګه د کابل د بې وزلې سیمو شوراګانې د مهاجرو او د کوڅو د ماشومانو د ښوونې او روزنې په حق باندې پوه شول. په دې توګه دغو ماشومانو هم وکولای شول ښوونځۍ ته ولاړشي. ښځې او نجونې چې د جنسي تاوتریخوالي قرباني شوي دي، د افغانستان د بشر د حقونو د خپلواک کمیسیون او په مزارشریف کې د پناه ځایونو له خوا سلامشوره او مرستې په لاس راوړي. د ځوانانو د فعالینو د سولې د کاروانونو په پایله کې د ډیالوګ غونډې جوړې شوې او په دې توګه هغو زده کړل چې د نورو په ترخو تجربو او لرلیدونو باندې په ډیره ښه توګه پوه شي. ځوان مجرمین په دارالتادیبونو کې د مجدد ادغام په پروګرامونو کې ګډون وکړ او د بندیخانې نه وروسته مهال د پاره یې د جرم او افراطیت نه پرته یو لرلید په لاس راووړ. ځوانان په تیره بیا د بدلون د لړیو څخه ګټه پورته کوي او د یوې سوله ایزې افغاني ټولنې په منځته راتګ کې برخه اخلي. اوس مهال په لسګونو زره ځوانان هر کال په هغو غونډو کې ګډون کوي چې د ډسمبر د میاشتې په ۲۱ نیټه د سولې د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړیږي. د ملي سولې شبکه کې چې په ۲۰۰۵ کال کې د سولې د ملکي خدمتونو په مرسته تاسیس شوه د مدنې ټولنې ۱۲۰ افغان سازمانونه سره یوځای کوي او د هیواد په کلتوري او د ښوونې او روزنې په ډګرونو کې د سولې مفکورې ترویجوي.

په هغو غونډو کې چې د دې پروګرام له خوا ورځنې ملاتړ کیږي تل په لاندې موضوعګانو باندې خبرې اترې کیږې: د ځان سره تفکر، د بیرې او قهر خلاقانه رفع کول، باور جوړول، د تاوتریخوال له پرته اړیکې، جوړونکي نیوکه، د ځان سره مرسته او په شخړه کې منځګړیتوب. د دغو موضوعګانو موخه داده چې د قومونو، مذهبونو او ټولنیزو قشرونو تر منځ سوله د ځوانانو د ډیالوګ له لارې تامین شي.

په یو نظر کي

د کابل په مرکز، بدخشان، تخار، سمنګانو او بلخ ولایتونو کې فعالیتونه
پروګرام:
د سولې ملکي خدمتونه (ZFD)
دستور ورکوونکي اداره:
د المان د اقتصادي همکاریو او پراختیا وزارت (BMZ)
شریک:
د افغانستان غیرحکومتي سازمانونه او دولتي ادارې
پلی کونکي اداره:
Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH
ولایتونه:
بدخشان, بلخ, کابل, سمنګان, تخار
د پروګرام موخه:
په محلي، سیمه ایز او ملي کچو د سولې تینګښټ
ټوله موده:
له ۱۳۸۳ را هیسې
Twitter icon
Facebook icon