د ټولو ښاریانو دپاره حقوقی مصونیت

د 1381۱۳۸۱ کال را پدې خوا د المان فدرال حکومت د هالند او فنلند سره یوځای د افغانستان ملاتړ کوي چې یو اغیزمن دولتی عدلي سیستم منځته راوړي. که څه هم په دې لاره کې ښه پرمختګونه شویدی، خو بیا هم یو لړ سمونتیاوو ته اړه شته تر څو د ښاریانو دپاره د قانون حاکمیت هم په ښاري سیمو کې او هم په کلیو کې تضمین شي.

وضعیت

د طالبانو د رژیم د نسکوریدو څخه وروسته، د افغانستان اساسي قانون د یوه قانونمند دولت د بنسټ په توګه په کال ۲۰۰۴ کې تصویب شو. خو د دې قانون د احکامو په پلۍ کولو کې نیمګرتیاوی لیدل کیږي: د قضایي نهادونو لکه د افغانستان د عدلیې وزارت، څارنوالۍ او سترې محکمې کارکوونکو د خپلو دندو د ترسره کولو دپاره اغلباً په بسیا توګه روزنه نه ده موندلې. سربیره پردې، بیلابیل عدلي ادارې خپل کارونه په بسیا توګه نه همهغږه کوي. له همدې کبله د افغانستان اتباع اغلباً خپلو حقونو ته لاسرسۍ او حقوقي مصونیت نلري. همدارنګه په افغانستان کې څو ډوله حقوقي سیستمونه یو د بل تر څنګ شتون لري لکه عرفي قوانین، شریعت او هغه قوانین چې د ملي شورا له خوا تصویبیږي. زیات شمیر افغانان چې بله لار ورته پاتې نشي، د پخوا په شان په بشپړ غیررسمي جوړښتونو باندې باور کوي او د حقوقي مصونیت نشتوالۍ مني.

موخه

د پروژې موخه داده چې په هیواد کې خلکو ته د حقوقي مصونیت دتامینولو په لاره کې د افغانستان د حکومت څخه ملاتړ وکړي. له همدې کبله مهمه ده چې عدلي او امنیتي ادارې د قانون سره سم عمل وکړي. سربیره پردې، باید د حکومت اصلاحات او قوانین د خلکو د حقونو سره سمون ولري. د دې لپاره چې اتباع وکولای شي د خپلو حقونو څخه ګټه واخلي باید هم په کلیوالي او هم په ښارې سیمو کې له دغو حقونو څخه خبرتیا ولري. د اداري فساد څخه باید مخنیوی وشي او د هغه پرضد باید په فعاله توګه مبارزه وشي.

ګام اخیستګام اخیستنه او پایلېې

د دې پروګرام په مرسته خلکو ته د حقوقي سلامشورې کیفیت سمون وموند او د هیواد په نورو سیمو کې حقوقي سلامشوره ممکنه شوه. په دې توګه اتباع کولای شي د خپلو حقونو په باب پوهاوي په لاس راوړي او د هغو څخه ګټه واخلي. د حقوقو په مدیریتونو کې د خلکو حقوقي ستونزې حل کیدلای شي. د دغو ادارو کارکوونکو ته روزنه، د قوانینو متنونه، او مسلکي کتابونه ورکړل شول او سربیره پردې د ښوونکو له خوا هغوی ته لارښونه ورکول کیږي. د خلکو له خوا د هغوی د منلو کچه د هغوی د دوامداره حضور، وړتیا او ناپییلتوب سره لوړه شوې ده: د ۲۰۱۳ کال راهیسې د دعواوو قاضیانو د ۷۷۰۰۰ زیاتو قضیو ته رسیدګی کړیده. سربیره پردې، د حقوقو جوړشوي مدیریتونو، د عدلیې وزارت د ولایاتو په ادارو کې څارنوالۍ او همداراز په محکمو او محابسو کې د حقوقي سلامشورو تالارونو د خلکو دپاره دا زمینه برابره کړیده چې مناسبه عدلي دفاع په لاس راوړي. څرنګه چې حقوقي وکیلان اوس کولای شي په خپل ځای کې هم د وکالت آزموینه ورکړي، د راجسترشویو وکیلانو شمیر د مثال په توګه په کندز کې د ۱۳۹۰ کال نه را پدې خوا د ۱۲ تنو نه ۱۴۱ تنو ته زیاتوالۍ موندلی دی چې د هغو له ډلې نه ۲۸ تنه یې ښځې دي. په ګاونډي ولایت یعنې تخار کې د څارنوالۍ د آزموینې فارغان حتی د ځان دپاره یو دفتر جوړکړی دی.

د ټولپوښتنو پایلې ښیي چې د خلکو سره د پولیسو او دولتي ځواکونو نږدیوالۍ هم د پام وړ زیاتوالی موندلی دی. د پولیسو او خلکو تر منځ تفاهم او دوه اړخیزه باور ورو ورو منځته راځي. د ۱۳۹۱ کال نه راهیسې د ۱۳۰۰۰ تنو نه زیات پولیسو د حقوقي موضوعګانو او ورځنیو ستونزو لکه د نارینه وو او ښځو تر منځ همکاري او همداراز د خلکو د ټولو ډلو سره د حساس چلند په باب په روزنیزو پروګرامونو کې ګډون کړی دی. په دې توګه هغوی کولای شي خپلې دندې په ډیره ښه توګه ترسره کړي. د دې پروګرام په ملاتړ د شخړو د رفع کولو په اړه د خلکو د استازو او دولتي ادارو تر منځ غونډې جوړیږي او هغوی ته د شکایتونو صندوق ورکول کیږي. دا راز غونډې د کورنیو چارو د وزارت د روزل شویو کارکوونکو له خوا پرمخ بوول کیږي. د نوموړو غونډو یوه دریمه برخه ښځي دي.

د حقوقي موضوعګانو په باب په بیلا بیلو مواردو کې لکه په ښوونځیو، رادیویي پروګرامونو او تلویزیوني اعلانونو، کنفرانسونو یا د تیاتر په نندارو کې معلوماتي کمپاین پیل شو او د هغه په ترڅ کې نارینه وو او ښځو ته د هغوی د حقونو په باب څرګندونې وشوې. د هیواد د شمالي ولایاتو د حقوقو او شرعیاتو په ټولو پوهنځیو کې بشپړیزه تخصصي دورې، د حقوقو متنونه او مسلکي کتابونه برابر شول او اوس مهال د حقوقي موضوعګانو او د حقوقو د مسلک او څانګې ته د ننوتلو په باب د ۱۵۰ نه زیات روزنیز پروګرامونه جوړیږي او د افغاني حقوقپوهانو او مسلکي کارکوونکو له خوا پرمخ بوول کیږي. سربیره پردې، دا پروګرام د حقوقي علومو د ښځینه زده کوونکو څخه مسلکې ژوند ته د ننوتلو په لاره کې تر ټولو د مخه د عملي پروګرامونو له لارې ملاتړ کوي. په حقوقي کلینیکونو کې د زده کوونکو عملی کتنه تامینیږي. دلته هغوی واقعي مواردو ته رسیدګی کوي او د محکمې تمثیلي غونډې جوړوي.

د ۱۳۹۴ کال راهیسې د مدنې ټولنې سازمانونه چې د کوچنیانو د حقونو، عدالت غوښتنې او د اداري فساد پر ضد د مبارزې په ډګرونو کې په کار بوخت دي هم د سلامشورو او د ډیالوګ د غونډو له لارې غښتلي کیږي چې ځان سمبال کړي او د هغوی اندیښنو ته غوږ ونیول شي. د بدخشان او بلخ په ولایاتو کې ښځې کولای شي د مثال په توګه خپلې ستونزې د جندر مسئولو کسانو ته چې د مدنې ټولنې د سازمانونو له خوا روزل شوی دي ووایي او په دې توګه مناسې سلامشورې په لاس راوړي. په کابل کې د ښځو د سازمانونو ټولنه او د ښځو د چارو د وزارت کارکوونکي د عدلي او قضایي موضوعګانو په باب په روزنیزو پروګرامونو او ورکشاپونو کې ګډون کوي. په دغو پروګرامونو کې هغوی هڅول کیږي چې په بربنډه توګه د ښځو د ګټو دپاره مبارزه وکړي.

په یو نظر کي

په بدخشان، هرات، جوزجان، تخار، کندوز، بغلان، سمنګان او بلخ ولایتونو کې فعالیتونه
پروګرام:
د قانون د واکمنۍ ټینګښت
دستور ورکوونکي اداره:
د المان د اقتصادي همکاریو او پراختیا وزارت (BMZ)، د هالند د سلطنت دبهرنیو چارو وزارت، د فلند د بهرنیو چارو وزارت
شریک:
د افغانستان د عدلیې وزارت
پلی کونکي اداره:
Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH
ولایتونه:
بدخشان, بغلان, بلخ, هرات, جوزجان, کندز, سمنګان, تخار
د پروګرام موخه:
افغانی نهادونو ته د سلامشورې او د شخړو د رفع کولو په موخه د قانون د واکمنۍ د ادارو د منځته راوړلو له لارې د اتباعو د پاره د حقوقي مصونیت تامینول
ټوله موده:
مرغومئ ۱۳۹۲ – تله ۱۳۹۷
Twitter icon
Facebook icon