د پولیسو د خدمتونو څخه ملاتړ – روزنه او د سواد زده کړه

د المان فدرال حکومت د افغانستان د پولیسو افسرانو لپاره د روزنې او د سواد د زده کړې د اقدامونو څخه په ټول هیواد کې د ثبات او امنیت د سمونتیا او د ملي پولیسو د خدمتونو د خپلواکۍ او کارپيژندنې د زیاتولو په موخه ملاتړ کوي.

وضعیت

افغانستان د قانون د واکمنۍ په منځته راوړلو کې د ننګوونو سره مخامخ دی: د کافی روزل شويو دولتي چارواکو نشتوالی چې د هیواد په کچه په ورځني ژوند کې د اساسي قانون او د دولت د قوانینو د پلۍ کولو توان ولري او په عین حال کې د اتباعو ګټې په پام کې ونیسي، لیدل کیږي. د محلي ټولنو سره د نږدې اړیکو لرونکي روزل شويو او بشپړ فعاله پولیسو افسرانو د نشتوالي له امله، د افغان ملي پولیس اکثر وخت بې کفایته کارکوونکي ګماری چې لږ یا حتی عمومي زده کړې نلري. د فعالو پولیسو د ځواکونو تر ۷۰ سلنې پورې نالوستي یا د سواد د زده کړې خورا ټیټه کچه لري. نور ۱۶ سلنه یوازې د سواد د زده کړې ابتدایي مهارتونه لري. په پایله کې، افسران نشي کولای په معمولو پولیسي کړنو لکه د پاسپورټونو، د موټر چلولو د جوازونو یا د فورمو په کنټرولولو کې ابتدایي دندنې ترسره کړي.

د پروګرام موخه

دا پروګرام د روزنې او سواد زده کړې د اقدامونو له لارې د افغان د پولیسو د ځواکونو سره د ملاتړ په موخه طرحه شوی چې د پولیسو افسرانو ته د دې توان ورکوي چې خپلې دندې په ډیره اغیزمنه او مسلکي توګه په هیواد کې د لا زیات ثبات او امنیت د منځته راوړلو په موخه ترسره کړي.

اقدامونه او پایلې

ګډون کوونکي د ورځنیزو روزنیزو کورسونو په ترڅ کې چې د دوی د خدمت د دورې په بهیر کې جوړیږي لیکل او لوستل زده کوي. د افغانستان سره د آلمان د همکارۍ پروګرام له دغه کورسونو څخه د ښوونکو، درسي موادو، میزونو، څوکیو او تورو او سپینو تختو په بڼه ملاتړ کوي. د سواد زده کړې په کورسونو کې د قانون د واکمنۍ لکه د بشري حقونو، روغتیا، مساوات او په دولتي جوړښت کې د پولیسو رول او د خلکو سره د هغو اړیکو په اړه موضوعات هم شامل دي. د پولیسو افسرانو د عمومي تعلیماتو په ښه کولو سره، دا پروګرام موخه لري ترڅو پولیسو ته ددې توان ورکړي چې کار په ډیر مسلکي توګه او په عین حال کې په زړه پورې ډول ترسره کړي. دا روزنیز کورسونه د پولیسو افسرانو لپاره د مسلکي او ټولنیز پرمختګ فرصتونه وړاندې کوي.

د پولیسو په ځواکونو کې لسګونه زره افغانانو دمخه د سواد زده کړې په بیلابیلو کورسونو کې ګډون کړی دی چې د دغه پروګرام له خوا جوړشوی دي. تر اوسه پورې، له ۲۵٬۰۰۰ څخه ډیر نارینه پولیس افسران او د ۵۰۰ نه زیات ښځینه پولیس افسرانو د کورسونو د فراغت بریلیک ترلاسه کړی دی. د افغانستان د پوهنې وزارت اوس دا راز کورسونه د دریم ټولګي د زده کړې معادل په توګه پیژني. اوس مهال له ۲۸٬۰۰۰ نه زیات نارینه پولیس افسرانو او له ۷۵۰ څخه زیات ښځینه پولیس افسران په دې پروګرام کې شامل دي. برسېره پردې، د ۸٬۵۰۰ څخه زیات ګډون کونکي په پرمختللي کورسونو کې برخه اخلي چې وی ته به د شپږم ټولګی معادل کچې د رسیدلو توان ورکړي. د نورو «سواد زده کړې افسرانو» ښوونه او روزنه پیل شوې ده. د دوی رول به د افغانستان د کورنیو چارو په وزارت کې د سواد زده کړې د کورسونو همغږي کول وي.

په یو نظر کي

په ټولو ولایتو نو کې فعالیتونه
پروګرام:
د افغانستان د پولیسو ځواکونو د روزنې او سواد د زده کړې څخه ملاتړ (PCP)
دستور ورکوونکي اداره:
د المان د بهرنیو چارو فدرال وزارت
شریک:
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت
پلی کونکي اداره:
Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH
ولایتونه:
ټول هیواد
د پروګرام موخه:
د افغانستان د پولیسو ځواکونو د دندو سمه او په ډیره ماهرانه توګه سرته رسونه، د خلکو سره لا زیاته همکارۍ او په هیواد کې د ثبات او امنیت د زیاتوالي سره مرسته
ټوله موده:
د ۲۰۱۴کال د نوامبر د میاشتې څخه د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر تر میاشتې پورې
Twitter icon
Facebook icon