د پولې پر سر د پراختیا او همکارۍ تینګښت

د دې لپاره چې د افغانستان، پاکستان او تاجکستان د پیچلو سرحدي سیمو میشته اوسیدونکو ژوند سمون ومومي، د هغوی ترمنځ همکاري او ادغام آسانه شي، او اقتصادي پراختیا تحریک شي، د المان حکومت د سیمې د ټولنیزې-اقتصادي بیخبنا د پراختیا څخه ملاتړ کوي.

وضعیت

د افغانستان، پاکستان او تاجکستان د ګډو پولو سیمې په نابسیا توګه پراختیا موندلې او د اقتصادي امنیت نشتوالی په کې حاکم دی. دلته توپوګرافیک او اقلیمي شرایط د ننګونې وړ دي. د دغو سیمو د کمزورې بیخبنا تر څنګ، پرله پسې سیلابونه او د مځکې ښوییدل نوموړي سیمو ته لاسرسۍ نور هم ستونزمن کوي. د سرحدي سیمو اوسیدونکي تجرید شوي او کرهنیز تولید محدود شوی دی. هغوی د معیشت د پاره زیات بدیلونه نلري. بازارونو او ټولینزو خدمتونو ته محدود لاسرسۍ او د دې خلا د رفع کولو دپاره لږ امکانات، په پولیزو سیمو کې د پراختیا خنډ ګرځي.

موخه

د پروګرام موخه د پولې پر سر د یو لړ پراخو بیخبنایي اقدامونو د ترسره کولو وروسته داده چې په پولیزه سیمو کې ټولنیزه او اقتصادي پراختیا تحریک کړي، او په اوږدمهال کې د سیمې د ثبات جوړونې سره مرسته وکړي.

ګام اخیستنهګام اخیستنه او پایلې

د پاتریپ (PATRIP) بنسټ د یوه خپلواک بنسټ په توګه د پاکستان-افغانستان-تاجکستان د پولیزې سیمې د پاره تر ممکنه حد پورې په اغیزمن او موثر ډول د سرچینو د کارولو لارې راپیژنې. دغه بنسټ د نړیوالو او ملي غیرحکومتي سازمانونو او د محلي او ملي حکومتي ادارو سره د همکارۍ په کولو سره د پولیز مشارکت او هوکړو په پراختیا کې ډیر لویه ونډه اخلي. د سیمه ایزو ودانیزو ګام اخیستنهګام اخیستنه د اوږمهالې اغیزمنتیا د تامینولو په موخه دا پروګرام محلي ټولنې د پروژو د په طرحه او پلۍ کولو کې شاملوي.

د پاتریپ بنسټ اوس د پاکستان-افغانستان-تاجکستان په سرحدي سیمه کې د ۹۰ نه زیاتو پروژو څخه ملاتړ کوي. شاوخوا ۵۰ بیخبنایي پروژې د لومړیتوب په بیلابیلو ډګرونو کې په بریا سره بشپړ شویدي. دا پروژې د سیمې د اوسیدونکو د ژوند کیفیت ته سمون ورکوي او همدارنګه په پولیزې همکارۍ او اقتصادي پراختیا کې لویه ونډه اخلي.

د مثال په توګه، د افغانستان-تاجکستان په پوله کې د ونج بازار په سرحدي سیمه کې د یوې پرانیستې ساحې د ودانیز کار دپاره یوه پروژه ګمارل شویده. د دې بازار څخه د سیمې خلک او سوداګر ډیره زیاته ګټه پورته کوي. د بازار د ظرفیت د پراخولو په موخه، په نوموړي سیمه کې د خرڅلاو بل ځای جوړیږي. همدارنګه د دې بازار دپاره په راتلونکي کې د لمریزې برښنا یو سیستم به هم برابر شي.

سربیره پردې، په ټولیزه توګه د افغانستان-پاکستان د پولې په اوږدو کې به پنځه روغتیایي مرکزونه جوړشي چې د پولې د دواړو خوواو د اوسیدونکو دپاره به روغتاییې څارنې ته لاسرسۍ برابرکړي. نوموړي مرکزونه اوس د تیلی میدیسن په تجهیزاتو سمبال او یو به بله سره نښلول کیږي. دغه عصري تکنالوژي به د طبي کارکوونکو د روزنې د برابرولو په لاره کې وکارول شي. ډاکټران به هم د بل روغتیاي مرکز سره د اړیکې د امکان څخه د ګرانو مواردو په باب د خبرو اترو په موخه ګټه پورته کړي.

دغه پروګرام همداراز د اوبولګولو د سیستمونو څخه د افغانستان-پاکستان د پولې په اوږدو کې د مثال په توګه د پکتیا په ولایت کې ملاتړ کوي. همدا اوس پنځه پرانیستي کانالونه د جوړیدو په حال کې دي چي لږترلږه ۶۳۰ هکتاره کرونده مځکه به خړوبی کړي. سربیره پردې، محلي بزګران د اوبو لګونې او کرهنې د موډرنو طریقو په باب روزنه مومي تر څو وکولای شي د نوې بیخنا څخه په پراخه توګه ګټه پورته کړي او د هغه څخه ګټه د اقتصاد دپاره اعظمي کړي.

په یو نظر کي

د افغا نستان په ننګرهار، خوست، پکتیا، او بدخشان ولایتونو کې فعالیتونه
پروګرام:
د پاکستان-افغانستان-تاجکستان سیمه ایز ادغام (بنسټ PATRIP)
دستور ورکوونکي اداره:
د المان د بهرنیو چارو وزارت، د نوموړي بنسټ د تمویل نور لوري: د ناروې او لوکزامبورګ د بهرنیو چارو وزارتونه
شریک:
د آغاخان بنسټ، د سویس د ماین پاکولو بنسټ (SFD)، میشن ایست، د مرستې رسونې پراختیایي سازمان (ORD)، او نور غیرحکومتي سازمانونه
پلی کونکي اداره:
د KfW پراختیایي بانک
ولایتونه:
بدخشان, پکتیا, خوست, ننګرهار, تاجکستان: گورنو بدخشان, پاکستان: بلوچستان، خیبر پښتونخواه، تر فدرالي ادارې لاندې قبایلي سیمې
د پروګرام موخه:
د تاجکستان-افغانستان-پاکستان په پولیزو سیمو کې بیخبنایي ګام اخیستنهګام اخیستنه ثبات، ادغام او همکاري پیاوړي کوي
ټوله موده:
له ۱۳۹۰ کال را هیسې
Twitter icon
Facebook icon