د ښوونې او روزنې د سکتور اصلاح کول – د ښوونکو دپاره نوي سټنډرډونه او درسي نصابونه

په افغانستان کې دلومړنیو زده کړو د اوږدمهال سمون ورکولو په موخه د المان فدرال حکومت د سویس د حکومت سره یوځای د افغانستان د پوهنې د وزارت څخه د هغه وزارت د ښوونکو د روزنې په برخه کې ملاتړ کوي او د لوست په محتوا کې د تنوع د تنظیمولو او د زده کوونکو له خوا د هغه د ښه پوهیدلو په اړه مرسته کوي.

وضعیت

د شمالي افغانستان په زیاتو سیمو کې تر ننې ورځې پورې د ښونځیو لوست په ټولګیو کې نه بلکه په دوامداره توګه په خیمو کې او هغه هم اغلباً د ټیټې روزنې لرونکو ښوونکو له خوا پرمخ بوول کیږي. د بیلګې په توګه د بلخ په ولایت کې د جګړې او شخړو په پایله کې شاوخوا د ۵۵۰ ښوونځیو دوه دریمه برخه وران شوي یا زیانمن شوی وو. د کندز په ولایت کې لږترلږه ۵۵۰ ښوونځۍ یوه ودانۍ نه درلوده. د میز او څوکیو، د لوست دکتابونو او نورو درسي توکو د نشتوالي سربیره، تر ټولو ډیر مهم داچې د روزل شویو ښوونکو کموالۍ لیدل کیده. اوس مهال ۲۰۰۰۰۰ ښوونکي ۹ میلیونو زده کوونکو ته (چې د هغوی د یو دریمې برخې نه زیات یې نجوني دي) درس ورکوي. یعنې په منځنۍ توګه یو ښوونکۍ ۴۵ زده کوونکو ته روزنه ورکوي. هر دوهم ښوونکۍ په بسیا توګه زده کړه نده کړې. په همدې سبب افغانستان تر ۱۳۹۹ کاله پورې څه نا څه ۲۰۰۰۰۰ نورو باکفایته ښوونکو ته اړه لري.

موخه

د دې پروژې موخه داده چې د افغانستان په لومړنیو او مسلکي زده کړو کې ډیر ښه کیفیت تامین شي. د ډیرو پرمختللو ښوونځیو او د کار د بازار د شرایطو سره د درسي محتوا د تطابق او همداراز د لوست دپاره د زده کوونکو د اوږدمهالې هڅونې په موخه، د المان فدرال حکومت د افغانستان څخه د ښوونکو د روزنې او د درسي نصابونو د نوي کولو په لاره کې ملاتړ کوي.

ګام اخیستنه  او پایلې

د ښوونکو د پیداګوژیکې روزنې له لارې د درس کیفیت په محسوسه توګه سمون موندلی دی. زده کوونکي په زیاتیدونکي توګه په تدریس کې ښکیل کیږي او د زده کړې دپاره هڅول کیږي. د ښوونکو په روزنه کې د پیداګوژیکو اسلوبونو لکه میتودیک او دیداکتیک تر څنګ ریاضي او طبیعی علوم هم شاملیږی. په دارالمعلمینو یعنې د ښوونکي د روزنې په مرکزونو کې ښوونکي او لکچرورکوونکي پیداګوژیکه روزنه مومي.

د ښوونکو د نوې اوسمون ورکړل شوې پوهې پر بنسټ، درسي نصابونه هم نوي شول او یو موډرنه ملي تعلیمي نصاب منځته راغی. د بیپا پروژه په دې کار کې د افغانستان د پوهنې د وزارت د د ښوونکي د روزنې د ریاست څخه ملاتړ وکړ. په پایله کې د لومړنیو ښوونځیو زده کوونکو ته خاصه او د عمر سره سم زده کړه ورکول کیږي.

د ۱۳۸۸ کال راهیسې، لږ تر لږه ۲۲۰۰۰ ښوونکي او لکچرورکوونکي وکولای شول په یوه روزنیز پیداګوژیک پروګرام کې ګډون وکړي.

سربیره پردې، زده کوونکو ته ددې امکان ورکول کیږي چې دخپل مسلکي ژوند په باب په شعوري توګه پریکړه وکړي، ځکه مسلکي زده کړه اوس په لوړو ټولګیو کې په درسی نصاب کې شامله شویده. همدارنګه د جندر د مساواتو په باب بنسټیز معلومات او همدارنګه د بشر حقونه او د سولې روزنه اوس د ښوونکو د روزنې او زده کړې په تدریسي مضمونونو پورې اړه لري.

په یو نظر کي

په کابل، تخار، سمنګانو، کندوز، بلخ او بدخشان ولایتونو کې فعالیتونه
پروګرام:
په افغانستان کې د لومړنیو او ثانوي زده کړو څخه ملاتړ (BEPA)
دستور ورکوونکي اداره:
د المان د اقتصادي همکاریو او پراختیا وزارت (BMZ)، د سویدن د پراختیا او همکارۍ اداره (DEZA)
شریک:
د افغانستان د پوهنې وزارت
پلی کونکي اداره:
Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH
ولایتونه:
بدخشان, بلخ, کابل, کندز, سمنګان, تخار
د پروګرام موخه:
په لومړنیو او ثانوي زده کړو کې د کیفیت د سمون دپاره د شرایطو منځته راوړل
ټوله موده:
غبرګولئ ۱۳۸۴ – تله ۱۳۹۸
Twitter icon
Facebook icon