په افغانستان کې د ښوونځیو څخه ملاتړ – د ښه تدریس په موخه

د افغانستان د کوچنیانو او ځوانانو د ښوونې او روزنې د دوامداره سمون په موخه د المان فدرال حکومت په کابل کې د دریو بیلګي ښوونځیو څخه ملاتړ کوي چې له هغو څخه د موډل په توګه په نورو ښوونځیو کې ګټه واخیستل شي: د هلکانو اماني لیسه، د نجونو عایشه دراني لیسه او د جمهوریت لیسه چې د نجونو د اقتصادي علومو ښوونځۍ ده.

وضعیت

د افغانستان د تاریخ په اوږدو کې د کوچنیانو او ځوانانو شمیر چې ښوونځیو ته ځي د نن ورځې په کچه لوړ نه وو. خو اغلباً د درس او ښوونځي کیفیت تر اوسه هم بسیا نه کوي. په بیلا بیلو ډګرونو لکه د عمومي مضمونونو او د مسلک د چمتووالي د مضمونونو د تدریس په سمون، د بهرنیو ژبو په درسونو او د ښوونځیو په مدیریت کې د پراختیا اړتیا شتون لري. روزنیز کارکوونکی اغلباً بسیا روزنه نلري او د اوږدو ژمنیزه رخصتیو له امله د تدریس مهال ډیر لنډ دی. سربیره پردې، د موډرنو روزنیزو توکو او ښوونځیو د ودانیو کموالۍ هم لیدل کیږي.

موخه

ددې پروګرام موخه داده چې د المان تر ملاتړ لاندې په ښوونځیو کې د تدریس کیفیت سمون ومومي. هغه تجربې او پوهه چې په نوموړ دریو بلیګي ښوونځیو کې په لاس راځي کیدای شي نورو ښوونځیو ته ولیږدول شي.

اقدامونه او پایلې

د افغانستان د ښوونې او روزنې په ملي ستراتیژۍ کې د لایقو او ممتازو زده کوونکو دپاره د بیلګي ښوونځیو جوړول پیشبینی شوي دي. د دغه راز ښوونځیو څخه کیدای شي د هیواد په نورو ولایتونو کې د افغانستان د نورو ښوونځیو د پراختیا په لارښوونه کې ګټه واخیستل شي. په دې توګه به په افغانستان کې د ښوونې او روزنې سمون په ټولیزه توګه پر مخ ولاړشي.

له دې کبله، د المان-افغان د پراختیایي همکارۍ پروګرام د بیلګي ښوونځیو لکه د اماني لیسه، د عایشه دراني لیسه او د جمهوریت د لیسې د پراخولو څخه په لاندې څلورو ډګرونو کې ملاتړ کوي:

  • د ښوونځیو د مدیریت سمون
  • د تدریس د کیفیت سمون
  • د روزنیزو کارکوونکو روزنه
  • د ښوونځیو د بیخبنا سمون

یو نوی جوړشوی غیرحکومتی سازمان د نورموړ ښوونځیو څخه ملاتړ کوي چې د ښونځۍ مدیریت او مالي چارو ته سمون ورکړي او نوې مفکورې تدوین کړي چې وروسته بیا د هر ښوونځي د ادارې له خوا پلې شي. ددې موخې دپاره د ښوونځیو مدیران د ښوونځۍ د منجمنت او پراختیا په ډګرونو کې روزنه مومي.

خو څرنګه چې د تدریس کیفیت هم بسیا نه کوي، د تدریس د کیفیت د سمون، په تیره بیا د MINT لکه ریاضي، انفارماتیک، طبیعي علومو او تکنولوژۍ د مضمونونو په برخه کې کار ترسره کیږي. دې موخې ته د رسیدو دپاره نوموړو دریو ښوونځیو ته لابراتواري توکي، درسي کتابونه او د ساوتری او انترنتي اړیکې په شمول کمپیوترونه ورکول کیږي.

سربیره پردې، د بشپړې ورځې سیستم ته د شیفت دسیستم بدلون له لارې د ښوونځیو د تدریس مهال زیاتیږي او په دې ترتیب کوچنیان د ورځې په اوږدو کې ښوونه او روزنه مومي. د مرکزي تودوخې یو نوی سیستم د ژمي په موسم کې په ټولګیو کې یوه ملایمه هوا تامینوي ترڅو ښوونځۍ د کال په اوږدو کې پرانیستی وي. سربیره پردې، د تعلیمي نصاب نه بهر مضمونونه لکه هنر، سپورت او موزیک منځته راغلل چې د زده کوونکو خلاقیت او روغتیا سره مرسته کوي او په عین حال کې په ښوونځیو کې د هغوی د بریالیتوب کچه لوړوي. په راتلونکي کې به نوموي درې ښوونځۍ د لومړنیو ښوونځیو د لوړو نمرو زده کوونکي جذب کړي. د هغوی شمولیت باید د عیني معیارونو پر بنست صورت ومومي. نوموړی غیرحکومتی سازمان اوس د نویو زده کوونکو د ټاکنې یو مناسب او منصفانه تګلاره تدوینوي.

د یوه بریالي ښوونځي د ټولو نه مهمو عواملو څخه یو عامل هم د انګیزې او د تحصیلي د شرایطو لرونکي ښوونکي دي. تر اوسه پورې نړیوالو ښوونکو ۲۴۰ تنه افغانی ښوونکي د پیداګوژیکو موضوعګانو او د تاتریخوالي نه پرته روزنې په باب روزلې دي. د نوموړو ښوونځیو ۲۲ تنه ښوونکو د ریاضي په مضمون کې خپله پوهه ژوره کړه. د هغو په تعقیب نورې روزنې د طبیعي علومو او بهرنیو چارو په مضمونونو کې پیل کیږي. په راتلونکي کې انګریزي ژبه د لومړنۍ موډرنې بهرنۍ ژبې په توګه په دریو بیلګي ښوونځیو کې او د هغوی په تعلیمي نصابونو کې شاملیږي. د الماني ژبې مضمون چې د ډیرو کلو راهیسې تدریس کیږي د دوهمې بهرنۍ ژبې په توګه پاتې کیږي.

د دې لپاره چې د ښوونځیو فعالیت په ټوله ورځ کې تامین شي، د اماني او عایشه دراني په ښوونځیو کې کانتیتونه جوړشوی دي. د جمهوریت لیسه له پخوا نه ټوله ورځ پرانیزې ده. د عایشه دراني او جمهوریت د نجونو په دواړو ښوونځیو کې سپورتي تالارونه جوړشوی دي تر څو د نجونو دپاره ښه سپورتي تدریس برابر شي. سربیره پردې، نوموړې پروژه د اوسنۍ بیخبنا ساتنه او څارنه او اړونده ترمیمونه تمویلوي. په راتلونکي کې په پام کې ده چې نوي کارکوونکي د نوموړو ښوونځیو د ساتنې او څارنې او پاکولو دپاره وګمارل شي.

په یو نظر کي

د کابل په مرکز کې فعالیتونه
پروګرام:
د المان تر ملاتړ لاندې ښوونځي
دستور ورکوونکي اداره:
د المان د بهرنیو چارو وزارت (AA)
شریک:
د افغانستان د پوهنې وزارت (د TVET په شمول)، د هلکانو اماني لیسه، د نجونو عایشه دراني لیسه او د جمهوریت لیسه چې د نجونو د اقتصادي علومو ښوونځۍ ده
پلی کونکي اداره:
Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH
ولایتونه:
کابل
د پروګرام موخه:
د بیلګي ښوونځیو په توګه په کابل کې د المان تر ملاتړ لاندې د دریو ښوونځیو د پراخولو د بنسټ منځته راوړل
ټوله موده:
لړم 1393 – کب 1398
Twitter icon
Facebook icon