په افغانستان کې د کارپوهانو ادغام

په افغانستان کې د وزارتونو، مهمو ادارو او د حکومت د اداري ارګانونو د منجمنت د کچې د لوړولو په موخه د المان فدرال حکومت د افغانستان د کار په بازار کې د ادغام شویو کارپوهانو د معرفي کولو څخه ملاتړ کوي.

وضعیت

پوهه او ښوونه او روزنه په تیرو لسیزو کې په افغانستان کې له منځه تللي وه. جګړه او شخړې نه یوازې د هیواد بیخبنا له منځه یووړه، بلکه مسلکی روزل شوي کارپوهان او عالمان هم مهاجر شول. سربیره پردې، د دولتي ادارې په دننه کې روښانه جوړښتونه شتون نلري چې خلکو ته د کارموندنې او عوایدو انګیزې منځته راوړي او د دې وضعې د رفع کولو په لټه کې شي.

موخه

مسلکي کارکوونکي او کدرونه کیدای شي په بریالتوب سره وروپیژندل شي چې د ادغام شویو کارپوهانو په توګه په افغانی موسسو کې دنده ترسره کړي. دوی د افغان وزارتونو او همداراز مهمو نهادونو او ادارو څخه د منجمنت د وړتیا د کچې د لوړولو په لاره کې ملاتړ کوي.

شالید معلومات

ادغام شوي کارپوهان ...

هغه روزل شوي المانی کارپوهان او مدیران دي چې د Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH د ادارې له خوا د غوښتنې پر بنا د همکارو هیواد کارفرمایانو ته د عامه خدمتونو، خصوصي سکتور یا مدنې ټولنې په ډګرونو کې ورپیژندل کیږي. کارفرما د دوی سره یو محلي تړون لاسلیکوی، د کارپوهانو سره یوځای د کار موخې ټاکي او معمولی محلي معاش هغوی ته ورکوي. د جی ای زید اداره د هغه تر څنګ هغوی ته مددمعاش ورکوي.

ګام اخیستنه او پایلې

ادغام شوي کارپوهان چې په مستقیمه توګه په خپل ځای کې ګمارل شوي دي د افغاني لورې د باور څخه برخمن دي. دوی د افغاني شالید له برکته کولای شي اغلباً مهم پوستونه په لاس راوړي، د مقرراتو او جوړښتونو د بدلون په مهمو لړیو کې رول لوبوي او په عین حال کې د المان او افغانستان تر منځ سیاسي ډیالوګ پیاوړی کوي. دوی د ښې حکومتوالۍ، امنیت، کورنۍ او خارجې سیاست، اقتصاد، ترانسپورت، ښوونې او روزنې، لوړو زده کړو او همداراز کلتور او رسنیو په ډګرونو کې په کار بوخت دي او خپل مسلکي پوهه خپلو همکارانو ته لیږدوي. د ۱۳۸۱ کال راهیسې د Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH اداره د المان د فدرال حکومت په استازیتوب ۱۱۶ تنه ادغام شوي کارپوهان مهمو دولتي پوستونو ته معرفي کړي دي.  اوس مهال ۱۳ تنه د کابل او بلخ په ولایاتو کې همدا اوس په کار بوخت دي. افغاني فارغان چې په المان کې یې زده کړيده هم د افغانستان د استعدادونو د راتګ د پروګرام په چوکاټ کې د المان د اکادمیکو تبادلې د خدماتو د ادارې (DAAD) په همکارۍ د عودت کوونکو کارپوهانو په نامه د پراختیا اړونده پوستونو  دپاره افغاني وزارتونو او ادارو ته ورپیژندل کیږي او د مالي پلوه ورځنې ملاتړ کیږي. اوس مهال، ۱۶ تنه عودت کوونکي کارپوهان په افغانستان کې په خدمت بوخت دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت نه یوه بیلګه: یوه ادغام شوې کارپوهه په نوموړي وزارت کې د بشر د حقونو د ښځو د نړیوالو چارو د ریاست د مشرې په توګه کار کوي. دا ډیرې دندې په غاړه لري لکه د بشر او ښځو د حقونو د نړیوالو مثیاقونو په باب د ریپوټ ورکولو سمون، د اړونده ملي قوانینو متداول کول او د خپلو کارکوونکو مسلکې روزنه. نور بیلګي او مثالونه کولای شی د "کیسو" تر سرلیک لاندې ولولی.

په یو نظر کي

په ننګرهار، خوست، کندهار، هرات، کابل او بلخ ولایتونو کې فعالیتونه
پروګرام:
ادغام شوي او بیرته راستنه شوي کارپوهان
دستور ورکوونکي اداره:
د المان د بهرنیو چارو وزارت (AA)
شریک:
افغان وزارتونه او نهادونه
پلی کونکي اداره:
Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH
ولایتونه:
بلخ, هرات, کابل, کندهار, خوست, ننګرهار
د پروګرام موخه:
د فعال دولتي اداري جوړښتونو منځته راوړل
ټوله موده:
مرغومئ ۱۳۹۹ – غبرګولئ ۱۳۹۷
Twitter icon
Facebook icon