په شمال کې د ټرانسپورټ د یوې څلورلارې په توګه نړیوال هوایي ډګر

د دې لپاره چې سیمه ایزې سوداګرۍ ته وده ورکړل شي، د ټرانسپورټ شرایطو ته سمون ورکړل شي او د مساپرینو زیاتیدونکی شمیر په مصونه توګه مدیریت شی، د المان حکومت د مزارشریف د هوایي ډګر د پراخولو څخه ملاتړ کوي. دغه کار به د مزارشریف د ښار او د ټرانسپورټ د دې څلورلارې د چارچاپیر د ټولې سیمه ایزې اقتصادي ساحې پراختیا پیاوړې کوي.

وضعیت

مزارشریف د بلخ ولایت مرکز او د افغانستان د شمال دپاره یوه اقتصادي او ټرانسپورټي څلورلارې ده. که څه هم سیمه ایز اقتصاد په ښه توګه پراختیا مومي، شرکتونه هلته ځای په ځای کیږي او د کار ځایونه منځته راځي، خو د بیخبنا پراختیا بسیا نه کوي. زیات شمیر سړکونه د ترمیم په خرابه وضعه کې دي او یو شمیر په ژمي کې د تیریدلو وړ ندي. دغه کار د سفر او ټرانسپورټ لګښتونه او مهال زیاتوي. په مزارشریف کې زوړ هوایي ډګر د ډیر شمیر مساپرینو او الوتنو دپاره لازم تسهیلات نه درلودل. نو دیته اړتیا لیدل کیږي چې د افغانستان په فضا کې د هوایي ټرافیک د زیاتیدونکي حجم څخه په منظمه توګه څارنه وشي او چارې همغږې شي.

موخه

موخه داده چې د مزارشریف هوایي ډګر د ټرانسپورټ په داسې یوې څلورلارې باندې بدله شي چې په ملي او نړیواله کچه تثبیت شوې وي او د نړیوالو تخنیکي معیارونو او د ملکي هوایي چلند د نړیوال سازمان د اصولو سره سمون ولري. په دې ترتیب، د هوایې ډګر پراخوال اقتصادي پراختیا آسانه کوي.

ګام اخیستنهګام اخیستنه او پایلې

د هوایي ډګر د فعالیدلو را پدې خوا، د مساپرینو او محمولو لیږدول او د ډګر امنیتي تدابیر د نوموړي سازمان د شرایطو سره سمون لري.

پراخ شوی هوایي ډګر اوس کولای شي هر کال څه نا څه ۴۰۰۰۰۰ مسافرانو ته رسیدګي وکړي. په داسې حال کې چې کله کله شدیده امنیتې وضعه د دې معنا نلري چې دغه ډګر تر اوسه هم په خپل لوی ظرفیت فعال شوی ندی، په وروستیو کلونو کې په مزارشریف کې د ملکي او نظامي هوایي ټرافیک په حجم کې په دوام لرونکي توګه زیاتوالی راغلی دی. د هوایي ټرافیک د کنټرول دندې په تدریج سره د افغانستان ملکي هوایي چلند ادارې او د هوایي ټرافیک افغانی کنټرولرانو ته لیږدول شویدي. دا کار سوداګري هڅوي او د هیواد په شمالي سیمو کې اقتصادي عمومي وضعې ته سمون ورکوي. نوموړي هوایې ډګر ته د نږدې سیمو د څلورو میلیونو نه زیات اوسیدونکي کولای شي په بالقوه توګه د ډګر د پراخولو څخه ګټه پورته کړي. دلته یو لړ پرمختګ شویدی. زیات شمیر شرکتونه په سیمه کې جوړیږي او د کار نوي فرصتونه منځته راځي. یوازې د ودانیز پړاو په بهیر کې ۴۵۰ تنه په هوایې ډګر کې وګمارل شوی چې د هغو دوه دریمه برخه د سیمې اوسیدونکي دي. دغه کار هم د مزارشریف په ښار کې او هم په ټوله سیمه کې پراختیا هڅوي. اوس همدارانګه امکان لري چې ناروغان کابل یا بهر ته ولیږدول شي.

په اوږدمهال کې، په پام کې ده چې د مزارشریف هوایي ډګر د اروپا او اسیا تر منځ د یوې نړیوالې څلورلارې په توګه په سیمه کې اقتصادي پراختیا ته په غوڅه توګه سمون ورکړي.

سربیره پردې، د المان حکومت د افغانستان د هوایي ټرافیک د کنټرول د عصري کولو څخه د پراخې ساحې د موقعیت پیژندنې د سیستم (Wide Area Multilateration System) د معرفي کولو له لارې، چې د هیواد د توپوګرافۍ سره سم د ګرځښت یو سیستم دی، ملاتړ کوي. دغه تکنالوژي به د هوایي فضا ظرفیت ته د پام وړ زیاتوالۍ ورکړي.

په یو نظر کي

د بلخ په ولایت کې فعالیتونه
پروګرام:
د مزارشریف هوایي ډګر
دستور ورکوونکي اداره:
د المان د بهرنیو چارو وزارت، عربي متحده امارات
شریک:
د افغانستان د ټرانسپورټ او ملکي هوایي چلند وزارت، د افغانستان د ملکي هوایي چلند اداره
پلی کونکي اداره:
د KfW پراختیایي بانک
ولایتونه:
بلخ
د پروګرام موخه:
د نړیوالو نورمونو سره سم د یوې ملي او نړیوالې څلورلارې په توګه د سیمه ایز هوایي ډګر د پراخولو له لارې په مزارشریف کې د ملکي هوایي چلند پراختیا
ټوله موده:
د ۱۳۸۸ کال د غویی له میاشتې څخه د ۱۳۹۴ کال د لیندۍ تر میاشتې
Twitter icon
Facebook icon