زیاتره وخت، اغیزمن شوی خلک خپلی کیسي وکړی ترسو وکولای شئ د افغان  –  آلمان د همکاریو د کار، اهمیت او پراختیا وښایی.

د بیلګې په توګه یوې زرګرې ته پام وکړئ چې د نوو ماشینونو او ابتکاری نظریاتو له برکته اوس کولای شي اروپا ته خپل محصولات صادر کړي. د هغی بریالیتوب د دی سبب شو چی لا زیات کارکونکي وګماري. او یا د هغې پخوا لږ پېژندل شوی کلي ناڅاپه شهرت په سیمه کي ترلاسه کړي.

او یا هم یوه پلار چې له نورو پلرونو سره یی یو ځای يوه ټوټه ځمکه وپیرودله او هلته یی یو ښوونځئ جوړکړ  چی اوس د سیمی هلکان او نجونی په برابره توګه له زده کړو څخه برخمن شویدي .

دا ډول کیسې چې ډیرې زیاتې دي د پرمختیایی همکاریو عملی انځور دئ. مونږ ځینی دا ډول کیسې راټولې کړي دي او د هغو په هکله مو کوچنی ویدیو کلیپونه او همدا راز ځینې انځورونه خپاره کړیدی تر څو د هغو له مخی د دی نکلونو ګډون کوونکی معرفی شي .

 
 

فلتر

پايلې 17
زه اوس په دې باندې په ټينګه باور لرم: دا چې زه د کیفیت له معیارونو سره سم کار کوم، او زما پېرودنکي زما مستې او پېروئ خوښوی.
پېرودونکي په پرلپسې توګه د مزار شریف ښار د کلکین سړک په سیمه کې د محمد حسن رضایی کوچنۍ خریه هټې ته تګ راتګ کوی. مرمنی هغه مستې او پېروئ چې د کورنۍ ۳۳ کلن مشر یې په زړه را ښکونکو لوښو کې په هټی کې پلوری بوی کوی. د کیفیت څخه د اطمنان وروسته یو مېرمن د سر په خوځونې سره هر څه منی او څو قطی د خپلې سودا...
مېرمنی په آسانۍ سره له دغه حقیقت څخه خوند اخلی چې دوی په مالی لحاظ خپلواکې دی او د خپلو پیسو د لګښت لپاره په خپله هوډ کوی
د سهار ۱۱ بجې دی د مزار شریف په شمال ختیزه خواکې د مېرمنو له خوا چلېدونکي د شرینی جوړونې مرکز کې کوچونی کېکونه، ځلېدونکې خوږې او سپینې ډوډۍ د پخلي په پتنوسو کې اېښې دی. د داشونو ډېرئ جبې د تازه پخو شوو کېکونو او ډوډیو خوشبویی خپروی. د مېز په سر کاسې اېښي دی چرته چې مېرمنې د راتلونکی بستو لپاره پکې...
مالي مرستې زما د سوداګرۍ د پراختیا امکان برابر کړ.
دلته د ګنډلو ماشینونه تر هغه ځایه پورې چې سترګې کارکوي لیدل کیږي، او بوخت لاسونه نخي ټوکران په ماهرانه ډول غوڅوي، ستن او تار کاروي او په دې توګه د ټوکرانو توپونه د ښوونځي په یونیفورمونو، جامو او د روغتون د کارکوونکو په سپینو چپنو بدلوي.
د مونږ لارښووونکو په شتون کې، دا ځوان ښوونکي په خپل څنګ کې داسې یو شخص لري چې کولای شي په هغه باندې اعتماد وکړي او له همدې امله د دې احساس نه کوي چې د یو غره غوندې ننګوونو په وړاندې پوره یوازې دي.
درې کاله وړاندې، میرمن ګیتا چې د زده کړې څخه نوې فارغه شوې وه د بلخ ولایت د مزارشریف په یوه ښوونځي کې د خپلې دندې د پیل په اړه ډیره لیوالتیا درلوده. د ښوونکي د روزنې په انستیتوت کې د ریاضي د ښوونکي په توګه د زده کړې نه وروسته، هغې باور درلود چې خپلو زده کوونکو ته به د ښه لوست په ورکولو سره یو لاښه...
ما زده کړل چې څنګه خپله دنده پروژه تنظیم کړم او ما وکولای شول چې د زده کړې د مهال هیره شوې پوهه بیرته په لاس راوړم
د شغنان ولسوالۍ مرکز ته څېرمه ښارګوټئ (د ولسوالۍ مرکز)هم په همدې نامه یادېږي چې شاوخوا اووه ساعته د موټر واټن لري چې د بدخشان په ولایت کې د افغانستان د شمال ختیځې پولې په غرنۍ سیمې کې پروت دی تاجکستان یې د آمو سند بلې غاړې ته پروت دئ .
مونږ اوس هغه اوبه چې د پاسه را بهیږي تر خپل کنټرول لاندې لرو او کولای شو د خپلو اړتیاو سره سم کروندې په کره توګه خړوبې کړو
اکاخیل، بابانظر او دروازه د افغانستان په شمال کې د بغلان ولایت درې کوچني کلي دي چې په هغو کې د ۱۰۰ نه تر ۲۰۰ کورنۍ ژوند کوي. که څه هم دا کلي یو له بله څخه یو څه واټن لري خو ګډ ورته والئ هم پکې لیدل کیږي. د نوموړو کلیو اوسیدونکي چې د غنمو او سبو د کرنې څخه خپل ژوند پرمخ بیایي په وار وار د...
ما د رواني فشار سره د معاملې کولو لپاره میتودونه زده کړل
حفیظ الله، آریا او شهروز د تخار په پوهنتون کې د اقتصاد په پوهنځۍ کې زده کړه کوي. هغوی همداراز د پوهنتون نه بهر د ښوونکي په توګه دنده ترسره کوي تر څو د خپلو زده کړو لګښت ورکړي او د خپلو کورنیو څخه مالي ملاتړ وکړي. اوس مهال چې دوی د خپلو زده کړو په څلورم کال کې دي بسیا اکادمیکه تجربه لري. خو یو...
هغه څه چی ما جرمنی کی زده کړی هغه ټول ما د جرمنی ژبی د زده کړي څانګی زده کونکو ته انتقال کړ
خلیل محمد سرباز بختور وه چی د کابل په اماني مکتب کي د زده کړو چانس وموند. دغه مکتب چی د جرمنی تر حمایت لاندي وه، د جرمني د ژبی د عصري زده کړو یوه نمونه وه چی مؤهله او پر استعداده استاذان یی درلوده. لیکن د کورني جګړو لامله تعلیم د ښاري جګړو قربانی شو. کله چی په 1996 کي طالبان واک ته ورسیدل نو...
زموږ منظري بدلون موندلی او شنه شوي
په ۲۰۱۰ کال کې د المان حکومت د افغانستان په شمال کې د بدخشان ولایت د فرغامبول په کلي کې د اوبو د برښنا د یوې کوچنۍ فابریکې د ودانولو څخه ملاتړ وکړ. دغه فابریکه چې د برښنا د ۲۸۰ کیلو واټو ظرفیت لري ۲۰٬۰۰۰ اوسیدونکو ته انرژي برابروي. د دې فابریکې اغیزه د خلکو ژوندون ته بدلون ورکړی دی.
مخکې، موږ د جندر په برخه کی د ناوړه چلند او ځورونې د قضیو سره د اداري ټکی کتنه کاوو. اوس موږ د دوی په وړاندې قانوني او مسلکي تګلاره نیسو.
افغانستان لاتر اوسه په نړی کی یو د هغه هیوادونه څخه دي چی نا امنه دي - برسیره پر دی چی د طالبانو د ریجیم د نسکوریدا څخه ۱۵ کاله تیر شول - خو د ۲۰۰۱ کال څخه د نړیوالی ټولنی په مرسته د افغان میرمنو د اجتماعی او اقتصادي وضعیت د ښه کیدو دپاره د پام وړ پرمختګ شوی.