برښنا د پرمختګ لپاره لاره هواروی

آسمان صاف (آبی) دی او لمر د افغانستان په شمال کې د بلخ ولایت، د خلم کلی ته په څېرمه پرته دښته باندې ځلېږي. د برېښنا مزي، ترانسفرمرونه او ډانګې په نوې بڼه ښکاري. چې د عصری برېښنا د فرعی تم ځای بڼه لری. نومړې دستګاه د ۲۲۰ کیلو واټه لوړ ولتاژ برېښنا کومه چې له لېږدوونکو مزو راځی په ۲۰ کیلو واټه بدلوی، او دا شونی کوی چې برېښنا چار چاپېره ښارونو او بانډو ته ولېږدوی.

محمد امان سپر، په بلخ ولایت کې د افغانستان برېښنا شرکت له خوا د برېښنا برابرولو لوی مدیر دی. دی په یاد لری چې د ۱۳۹۵ کال د وری د میاشتې نه مخکې کوم حالت وو، کله چې د برښنا نوی فرعي تم ځای د برښنا له شبکې سره ونښلول شو: ” برښنا د ۲۰ کیلو واټه وړتیا لرونکي مزی په واسطه د ۲۰ نه تر ۳۰ کیلومتره واټن پورې لېږدول کېده. په تېر وخت کې، موږ اړ وو چې د ۵۵ کيلو متره اوږده پیوستون سره برښنا د خلم ولسوالۍ ته ورسوو. موږ په پرلپسې توګه د ولتاژ د بې ثباتیو سره مخ شو – یوځل ولتاژ ډېر لوړ وو، د خلکو برښنایی توکي خراب شول. بیا ولتاژ ډېر کښته شو کوم چې ډېرئ برښنایی توکی او ماشینونه یې هېڅ چلولی نشوی.‟

تلپاتې برښنا باید لوکسه نوی. له دې پرته د سودا ګریزتولیدات چې د څښاک د اوبو او اوبو لګونې پمپونه دی نشی کولای فعالیت وکړی، اود خوراکی توکو په پلورنځیو کې یخچالونه کار پرېږدی. د لوړ ولتاژ بې ثباتي په سیمه کې د اقتصادی ودې د فلج کېدو او په مدرسو او پوهنتونو کې د زده کونکو د ژوند د سختی لآمل شول. کله چې دوی هڅه کوله خپل درسی کتابونه د شپې په تیاره کې له روښنایی پرته ولولی.

له نوی فرعی برښنا تم ځای نه مننه، دا شان ستونزې اوس تاریخ دی. د آلمان هېواد د ودانۍ د رغولو لپاره ټول ټال نږدې یو نیم بیلیون افغانی لګښت برابر کړ. زیمنس د افغانستان د برښنا او اوبو وزارت سره په ملګرتیا دغه برښنایی تم ځای ورغولو، ”دری د برښنا پنډ مزی او د برښنا د لېږدولو مزی له فرعی تم ځای نه د خلم ښارګوټي ته لېږدول کېږی.  موږ د برښنا دری لېږدونکي مزی په خپل لګښت ورغول، کوم چې موږیې وتوانولو چې د خلم ښارګوټئ او په مزار شریف کې ځینې مشتریان د برښنا تر پوښښ لاندې راولو“ ښاغلی سپر څرګنده کړه.

دا چې د برښنا رسولو لپاره یو ښه بنسټ جوړ کړو، د آلمان هېواد دخلم او پیرنغچیر په ښارګټو کې د برښنا د ویش د دوو نورو برښنایی شبکو پانګونه کوی. د رغونې لګښت به یې له ۶۰۰ میلیونه افغانیو ډېر وی. څمره زر چې د دې شبکو کار پایته ورسېګی نو دوی به د برښنا د فرعی تم ځای سره ونښلول شی.  

سپر راتلونکې ښه وینی: ” برښنا د پرمختګ لپاره لاره هواروي. له برښنا پرته ژوند ستونزمن دی. په دې دلیل، زه ډېر خوښ یم کوم چې موږ د برښنا د وېش له شبکې او د برښنا له فرعی تم ځای سره ډېر لوی پرمختګ کړی‟

خپرونه: وږئ ۱۳۹۵
پروګرام:  د شمال او ختینو له لمړۍ او دوهمې درجې برښنایی سټیشنو (NEPS I and II) نو سره د افغانستان شمالی ولایتونه او ښارګوټي نښلول
پانګه ورکونکی: د آلمان د فدرالی هېواد د اتقصادی او پراختیایی همکاریو وزارت (BMZ)
شریکان: د افغانستان د اوبو او برښنا وزارت، د افغانستان د برښنا شرکت DABS
پلې کونکې مؤسسه: د آلمان هېواد پراختیایی بانک KfW
ولایتونه: بلخ او سمنګان
د پروګرام مؤخه: د افغانستان په شمال کې ځینې ځایونو ته د باور وړ او مناسب کیفیت لرونکې برښنا چمتو کول چې اوس مهال خوندی دی
ټوله موده: زمرئ ۱۳۸۹ – لیندۍ ۱۳۹۸

 

برښنا د پرمختګ لپاره لاره هواروي
Twitter icon
Facebook icon
More stories in this sector