د اوبو د برښنا کوچنۍ فابریکه – یوازې انرژي نه تولیدوي

په ۲۰۱۰ کال کې د المان حکومت د افغانستان په شمال کې د بدخشان ولایت د فرغامبول په کلي کې د اوبو د برښنا د یوې کوچنۍ فابریکې د ودانولو څخه ملاتړ وکړ. دغه فابریکه چې د برښنا د ۲۸۰ کیلو واټو ظرفیت لري ۲۰٬۰۰۰ اوسیدونکو ته انرژي برابروي. د دې فابریکې اغیزه د خلکو ژوندون ته بدلون ورکړی دی.

د سیمې اوسیدونکي اوس نه یوازې د کورونو د روښانه کولو، یخچالونو، تلویزیونونو، راډیوګانو او برښنایي ماشین آلاتو لپاره برښنا ته، بلکه همدارنګه ډاډمنې اوبو رسونې ته هم لاسرسۍ لري. هغه اوبه چې د فابریکي څخه راوزي کلي ته راځي او د کروندو، باغونو او میوه لرونکو ونو د اوبولګولو د پاره کارول کیږي. د ۲۰۱۰ کال نه وړاندې د فرغامبول په کلي کې نه کوم بڼ یا ونه شتون درلود. د کلي اوسیدونکي اړ وو چې د رود نه اوبه په پښو کورونو ته ولیږدوي، او د دې توان یې نه درلود چې د خپلو کروندو د پاره بسیا اوبه راټولې کړي.

کله چې په کال ۲۰۱۱ کې د اوبولګونې ستونزه په نوموړي کلي کې حل شوه د سید رحیم په نامه یو کلیوال هوډ وکړ چې خپل د بڼ او ځنګل خوب په واقعیت بدل کړي. ده د خپل ورور قادرخان سره یوځای د ۱٬۲۰۰ مترمربع (۰،۶ جریب) په مساحت خپله مځکه کې ۹۱ د میوې ونې او ۷۳۰ د لرګیو ونې کښینولې. دئ د خپل کار د پایلې څخه خوښ او راضی وو. دئ وایې: «ډیر خوشحاله کیدم کله چې مې لیدل چې ونې لوییږي او وده کوي. په همدې سبب مې په ۲۰۱۴ کال کې د ۱٬۶۰۰ مترمربع (۰،۸ جریب) په مساحت د ونو درې نورې کروندې جوړې کړې. زمونږ خاوره ډیره حاصلخیزه ده او ونې حتی د سرې پرته ښه وده کوي». رحیم د خپلو ونو د دریو کروندو تر څنګ، د ۱۴۰ متر مربع (۰،۰۷ جریب) په مساحت په یوه مځکه کې د رومي بانجان په کرنې پیل کړی دی چې حاصلات یې ډیر ښه دي.

میوې، سابه او لرګي اوس د فرغامبول په کلي کې د عوایدو یوه ثابته سرچینه ده. د چاپیریال په غرونو کې د ونو غڅول په دې وروستیو کې منعه شوی دي او میوه اوس د خلکو غوره څیز ګرځیدلې ده. د ګاونډیو کلیو د اوسیدونکو په شمول د سیمي زیات شمیر خلک د ځنګل د تشولو په زیان پوه شوي دي. رحیم په رښتیا هم د دې پروژې په پلۍ کولو سره راضي په نظر راځي: «پخوا دغه مځکه شاړه وه او د ونو کښینول یا د نباتاتو کرنه په ځینو سیمو کې د خاشخاشو نه پرته امکان نه درلود. نن بڼونه او ونې تر هغه ځایه چې سترګی کار کوي لیدل کیږي. د کلي اوسیدونکي په دې بدلون ویاړي او د اوبو د برښنا د تولید د کوچنۍ فابریکې له امله چې دغه بدلون ته یې امکان ورکړ مننه کوي».

د قادرخان له نظره د اوبو شتون په کلي کې د مثبتو پراختیاوو دمنځته راتلو یوازینۍ عامل نه دی: «د زیات شمیر نورو کورنیو په څیر، مونږ وروسته له دې چې د برښنا رسونې سره ونښنول شوو یو تلویزیون مو وپیروده. په تیره بیا د پسرلي په موسم کې زیات شمیر تلویزونی کانالونه د ونو د ایښولو په باب رپوټونه وړاندې کوي. د دې موضوع په باب د بیلابیلو پروګرامونو په لیدلو سره مونږ د میوه لرونکو ونو په ګټو او د ژوند د چاپیریال د پاره د ونې ایښودنې په مثبتو اغیزو باندې پوه شوو. دغه کار ما او زیات شمیر نورو کسانو ته انګیزه او باور ورکړ چې د میوې او لرګیو دپاره د ونې په ایښودلو پیل وکړم».

د نوموړې پروژې برۍ د پام نه لیري پاتې نشو. د کلیو د اوسیدونکو په نوښت د ملګرو ملتونو د خوراکو نړیوال پروګرام هوکړه کړیده چې د اوبولګولو د یوه کانال د ودانولو څخه د کار په وړاندې د خوراکې توکو د ورکولو له لارې ملاتړ وکړي. دا کانال به هغه اوبه چې د اوبو د برښنا د تولید د فابریکې څخه راوزي دریو ګاونډیو کلیو ته ولیږدوي چې د هغو اوسیدونکي تر اوسه د خپلو کروندو د خړوبولو توان نه دی درلودلی.

رحیم په ویاړ سره خپلو کروندو ته ګوري: «زمونږ د مځکو ښایسته منظره بدلیږي او نوره هم شنه کیږي. مونږ د خپل ځان د پاره ثابت او قانونی معیشتونه برابروو او عواید منځته راوړو. اوس مونږ د دغه زیار او زحمت حاصل ریبو، او زمونږ ماشومان به له هغې نوره زیاته ګټه پورته کړي».

خپرونه: د ۱۳۹۶ کال د لړم میاشت
پروګرام: په افغنستان کې د برښنا بنسټیزه پراختیا (IDEA)
پانګه ورکونکې مؤسسه: د آلمان د فدرالی کحومت د اقتصادی او پراختیایی چارو وزارت (BMZ)
شریکان: دافغانستان د اوبو او رښنا وزارت (MEW), د افغانستان برښنا شرکت DABS
پلې کونکې مؤسسه: Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH
ولایتونه: بلخ، سمنګان، کندز، تخار، بدخشان، کابل
د پروګرام مؤخې: په ملي لمړیتوبونو کې د پالیسۍ جوړونې او سوداګرۍ په برخو کې دبېلا بېلو خوښونکو ډلو وړتیا اوچتول
ټوله موده: د ۱۳۹۳ کال د غبرګولی څخه د ۱۳۹۷ کال د غبرګولی تر میاشتې

 

زموږ منظري بدلون موندلی او شنه شوي
Twitter icon
Facebook icon
More stories in this sector