د تعلیم نوي څهره

خلیل محمد سرباز بختور وه چی د کابل په اماني مکتب کي د زده کړو چانس وموند. دغه مکتب چی د جرمنی تر حمایت لاندي وه، د جرمني د ژبی د عصري زده کړو یوه نمونه وه چی مؤهله او پر استعداده استاذان یی درلوده. لیکن د کورني جګړو لامله تعلیم د ښاري جګړو قربانی شو. کله چی په 1996 کي طالبان واک ته ورسیدل نو غربی مکتبونه یی وتړل. خو په ۲۰۰۱ کی د طالبانو د سقوط سره، وضعیت په بی ساري توګه بدل شو، تعلیم ته دلچسپی زیاته شوه، جرمنی استاذان یو ځل بیا امانی مکتب ته راورسیدل او سرباز د ژبی زده کړي او ادبیاتو ته زړه ښه کړ.

نن  32 کلن سرباز، د کابل په پوهنتون کی د جرمنی ژبی د څانګی مشر دي، په هیواد کی د جرمني ژبی خپرولو ته هڅي کوي، او ډیری نارینه او ښځینه د دغي ژبی زده کړي ته لیوالتیا ښودلی.

د کابل پوهنتون د جرمنی ژبي د زده کړي په څانګه کي 110 زده کونکي دي چی نیمه یی ښځینه دي. دوي یواځي ژبه نه زده کوي بلکی د ژبی تر څنګ نقد، د څیړني لاري چاري او ډلییزه کار هم زده کوي چی دا هغه تجربي دي چی سرباز په جرمني کی د 2008 کال څخه تر 2011 کال کی د خپل ماسټري په مهال ترلاسه کړی.

سرباز وایی: «هغه څه چی ما جرمنی کی زده کړی هغه ټول ما د جرمنی ژبی د زده کړي څانګی زده کونکو ته انتقال کړ»

د کابل پوهنتون د جرمنی ژبی د زده کړي څانګي څخه د فارغیدو نه یو کال وروسته سرباز د جینا فریدریچ شیلر پوهنتون څخه تحصیلی بورس ترلاسه کړ، او د دری کلونو زده کړو وروسته افغانستان ته بیرته راستون شو او د همغی وخت راهیسی د کابل پوهنتون د جرمنی ژبی د زده کړي په پوهنځي کی په کار مصروفه دي.

نوموړي د جرمنی په جینا کي د کلتورونو ترمنځ د اړیکو په ډګر کی زده کړي وکړي. دا ددی لامل شو چی نوموړی هغه مهارتونه ترلاسه کړی چی وکولای شی د تعصب  نه لري د بیلابیلو کلتوروی مسایلو په حلولو کي کار وکړي او همدارنګه د داسی خلکو سره کار وکړي چی فکري توپيرونه لري.

سرباز وایی : هر هغه څه چی ما په جرمنی کی زده کړي دلته په کابل پوهنتون کی ماته ډیر ګټور ثابته شوی. نوموړی زیاته کړه چی د اکاډیمیک او د کار کلتور له لحاظه د کابل پوهنتون چاری د یو  نسل څخه بل نسل ته د انتقال په پړاو کي وه، هغه زیاته کړه چی باید بریښنالیکونو ته په وخت ځواب ورکړل شی، او  تبصري باید په مثبت شکل سره وکړل شی، هر هغه څوک چی په رهبري کی وي باید د خپل د ټیم د غړیو غوښتنو باندي پوه او خبر وي.

د هغه په وینا افغانستان کی ښوونه په تقلیدی طرز روانه ده، د اوریدو او ویلو دپاره زده کونکو ته ‌ډیر څه ورکول کیږی خو نقد ته هیڅ ځای نشته. دا کړنلاره مثبتی پایلی نلری. سرباز غواړي دا طرز العمل بدل کړي او وایی چی د ویلو دپاره د تحلیل او نقدي فکر درلودل اړین دی.

سرباز وایی چی په تیره موده کي محصلینو له مونږ څخه درسی او څیړنیز مواد غوښتل خو مونږ نه درلودل، نن مونږ هغه ټول اړین مواد لرو. هرکله چی محصل د ما څخه کوم مواد غواړي نو کمپیوټر ترمخه یی کینوم او د هغه د موضوع په اړه د موجوده موادو په پیدا کولو کي ورته لارښونه کوم.

همداراز محصلین، پوهنځی او کارکونکو ته چانس ورکول کیږی ترڅو په جرمني کي روزنه ترلاسه کړي. په راراوان ژمی کی د کابل پوهنتون څخه 4 پروفیسران د څلورو هفتو دپاره په فریدریچ شیلر پوهنتون کي روزنه ترلاسه کوی. ددی ترڅنګ سرباز وکولاي شو چی د کابل د پوهنتون څخه لږ تر لږه 5 محصلین فریدریچ شیلر پوهنتون ته د زده کړو دپاره واستوي. سرباز په فخر سره وایی « زمونږ محصلین ټول شرایط پوره کړي وه» 

د خپرولو کال:1396
پروګرام: په افغانستان کې د لومړنیو او ثانوي زده کړو څخه ملاتړ (BEPA)
دستور ورکوونکي اداره: د المان د اقتصادي همکاریو او پراختیا وزارت (BMZ)، د سویدن د پراختیا او همکارۍ اداره
(DEZA)
پلی کونکي اداره: Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH
ولایتونه: بدخشان، بلخ، کابل، کندز، سمنګان او تخار.
د پروګرام مؤخې:  د اساسي زده کړو د کیفیت ښه والی لپاره شرایط چمتو کول
ټوله موده: د ۱۳۸۴ کال د غبرګولي څخه د ۱۳۹۸ کال د تلې تر میاشتې

 

هغه څه چی ما جرمنی کی زده کړی هغه ټول ما د جرمنی ژبی د زده کړي څانګی زده کونکو ته انتقال کړ
Twitter icon
Facebook icon
More stories in this sector