د سیلابونو مخنیوئ

اکاخیل، بابانظر او دروازه د افغانستان په شمال کې د بغلان ولایت درې کوچني کلي دي چې په هغو کې د ۱۰۰ نه تر ۲۰۰ کورنۍ ژوند کوي. که څه هم دا کلي یو له بله څخه یو څه واټن لري خو ګډ ورته والئ هم پکې لیدل کیږي. د نوموړو کلیو اوسیدونکي چې د غنمو او سبو د کرنې څخه خپل ژوند پرمخ بیایي په وار وار د اوبولګونې د کانا لونو د ویجاړیدو سره مخامخ دي.

د هر کال په پیل کې د شاوخوا غرونو څخه هغه اوبه چې د واورو د ولې کیدو له امله لاندې درې ته بهیږي نه یوازې رودونه له اوبو څخه ډکوي، بلکه خټې، د پرښو ټوټې او ډبرې له ځانه سره راوړي چې د اوبولګونې په کانالونو کې پاتې کیږې کوم چې د بزګرو له خوا خپلو کروندو ته د اوبو د برابرولو په موخه په ډیر دقت جوړشوي دي. کال په کال د اوبو د کاروونکو د ټولنو مشران د خپلې خوښې ډلې تنظیموي، پیسې را ټولوي او تجهیزات په کرایه اخلي تر څو نوموړي کانالونه پاک کړي. دا یو داسې بار او زیار دی چې هر وار بیا تکراریږي ځکه د بارانونو بل پړاو حتماً بیا راتلونکی دی او دغه لړۍ به بیا له سره پیل شي.

د بابانظر د کلي د اوبو د کاروونکو د ټولنې مشر حاجی حکیم د اوبولګونې د کانا لونو د بندېدو د اغیزو په باب څرګندونې کوي: «نه یوازې د پرښو ټوټې او ډبرې په کانالونو کې ځای نیسي، بلکه کله چې کانا لونه بند شي، بیا د سېلاب اوبه د مونږ د کروندو څخه تیریږي او زمونږ کورنو ته رسیږي. دا اوبه زمونږ د کرنې محصولات تخریبوي او زمونږ شخصي مالونو ته زیان رسوي.»

د المان حکومت د بغلان ولایت د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ د ریاست سره یوځای په نوموړو دریو کلیو کې د اوبو د کاروونکو د ټولنو سره مرسته کړیده چې په پایله کې هلته اغیزمن ساتندوی سیستمونه او د پلونو په شمول عصري کانا لونه جوړشوي دي چې آن د سختو بارانونو په موسم کې اوبه په کنټرول شوي ډول کروندو ته لیږي. د اکاخیل د کلي د اوبو د کاروونکو د ټولنې مشر ښاغلي نعیم په خوله، دغه نوې بیخبنا ډیره زیاته اغیزه کړیده. «مونږ اوس هغه اوبه چې د پاسه را بهیږي تر خپل کنټرول لاندې لرو او کولای شو د خپلو اړتیاو سره سم کروندې په کره توګه خړوبې کړو.» پخوا به دا راز ناروینونه یو بدیهي کار ګڼل کیده. کله چې به کانالونه د سیلابونو له امله بندشول، زیات شمیر کروندې به د اوبولګونې د سیستم څخه بی برخې کیدلې چې دا کار نه یوازې زمونږ محصولاتو بلکه همداراز د محلي کورنیو عوایدو ته هم زیان رساوه. ښاغلی نعیم اوس په خوشحالۍ سره وایي: «دا خبرې اوس پخوانۍ دی. د نویو کانالونو په درلودلو سره اوس مونږ کولای شو حتی د مځکې لا زیاته برخه خړوبه کړو چې زمونږ د محصولاتو د چټکې ودې سبب شوی دی. برسیره پردې، اوس مونږ کولای شو د بزګرو تر منځ اوبه په منصفانه ډول وویشو تر څو هر سړی خپله برخه په لاس راوړي.»

د نوموړو کلیو د اوسیدونکو برسیره، هغه مسافران چې له دې سیمې څخه تیریږي هم د نوموړې زیربنا څخه ګټه پورته کوي. ځکه د سیلابونو اوبو سړکونو ته هم زیان رساوه او د پرښو ټوټې او خټې به یې پر لارو پریښودې. د کریم په نامه د کلي یو اوسیدونکئ داسې وایي: «دا ستونزه اوس له منځه تللې ده. مونږ کولای شو اوبه په کنټرول شوي ډول وباسو او ویې ویشو. اوس اوبه هغه ځایته لیږل کیږي چې ورپورې اړه لري: یعنې د اوبولګونې کانالونو او په پای کې کروندو ته.»   

په افغانستان کې د اکثریتو کوروالو ژوند په کرنې پورې تړلی دی. له همدې کبله، د المان حکومت نورې ډلې لکه د غنمو او سبو د بزګرانو څخه ملاتړ کوي تر څو هغوی وکولای شي خپل حاصلات زیات کړي او خپلو عوایدو ته سمون ورکړي.

خپرونه: ۱۳۹۶
پروګرام: تلپاتې اقتصادی پرمختیا او د کارموندنې وده (SEDEP)
پانګه ورکونکې اداره: د آلمان د فدرالی حکومت د اقتصادی مرستو او پراختیا وزارت (BMZ)
شریکان: د صنایعو او سوداګرۍ وزارت (MoCI) و مالیې وزارت (MoF) د کلیو پراختیا او بیا رغونې وزارت (MRRD) د لمړنیو کوچنیو پورونو بانګ (FMFB) د افغانستان نړيوال بانګ (AIB)  غزنفر بانګ
پلې کونکې مؤسسه: Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH
ولایتونه: کابل، بدخشان¸ بغلان، بلخ¸سمنګان¸ کندز او تخار.
د پروګرام مؤخې: د نارینه وو او ښځینه وو لپاره د ټولو وګړو په ډلو کې د ګمارنې او عاید فرصتونه رامینځ ته شوي او له خصوصي سکټور نه ښه ملاتړ کیږي
ټوله موده: د ۱۳۹۲ کال د کب څخه د ۱۳۹۷ کال د لیندۍ تر میاشتې پورې

 

مونږ اوس هغه اوبه چې د پاسه را بهیږي تر خپل کنټرول لاندې لرو او کولای شو د خپلو اړتیاو سره سم کروندې په کره توګه خړوبې کړو
Twitter icon
Facebook icon
More stories in this sector