د قانون حاکمیت له سواد زده کړې څخه منندوی دی

یو پولیس افسر ته د یو شکمن کس د نیولو امر ورکړل شو. په هر صورت، هغه پر دې باندې نه پوهېږي چې څوک ونیسي. د موټر تالاشي د هغه لپاره ډېر مشکل کار دی، ځکه چې هغه د موټرو نمبر پلېټونه لوستلی نه شي او که چېرته یو کلیوال شکایت وکړي نو اړونده ریاستونو/مدیریتونو ته نه لېږدول کېږي، ځکه چې هغه افسر د دې وړتیا نه لري چې پخپله شکایت ولیکي. په افغانستان کې دا هغه ورځني ستونزې دي چې ډېری د پولیسو افسران څوک چې نه د لیکلو او نه خو د لوستلو وړتیا لري، ورسره مخامخ کېږي.

له ۲۵۰۰۰ څخه زیات د افغان پولیس ځواکونو چا چې د آلمان حکومت لخوا د سواد زده کړې په تمویل شوي کورسونو کې برخه اخیستې ده، خو بیا هم، اوس دا ډول کیسې د پخواني کارونو یوه برخه ده. رحیم حسین چې د باميان ولایت د یکاولنګ په ولسوالۍ کې پولیس دی په ویاړ سره وایي، '' د لوست او لیک له زده کړې راهیسې، زه کولای شم چې د موټرو تالاشي پخپله وکړم. زه اوس کولای شم قانون ته مراجعه وکړم او په همدغه ډول سره په خپل هېواد کې د قانون حاکمیت په برخه کې مرسته کوم. اوس زه کولای شم چې خپله دنده له پخوا څخه ډېر ښه ترسره کړم.  زه یو ښه پولیس افسر یم."

د آلمان د نړیوالې همکارۍ ټولنه( GIZ) له درې کالونو څخه زیاتې مودې راهیسې، د آلمان د حکومت په استازیتوب د افغان پولیس افسرانو لپاره د لیک لوست زده کړې پروژې پلي کوي. سلطان محمد چې د بامیانو د پولیسو په قرارګاه کې د کورس استاذ دی، داسې وایي چې ولې ډېری افغانان لیک او لوست کولای نه شي، ''د کالونو وسلولو نښتو له امله، ډېری هغه افسرانو چې په دغه کورس کې زده کړې کوي ښوونځي ته د تللو فرصت نه درلودل یا په ساده الفاظو هغوی ښوونځي ته د تللو وس او توان نه درلودل. په افغانستان کې دا معمولي ده چې ځوانان باید په کم عمر کې کارونه پیل کړي څو کورنۍ ته نفقه راوړي." هغه پر خپلو دلیلونو باندې ټینګار کوي چې ولې په دغه کورس کې تدریس کوي، ''پولیس د موږ د ټولنې یو مهم رکن دی. زه غواړم چې له هغوی سره د هغوی د دندو د لیک او لوست له لارې په ښه توګه سرته رسولو کې، مرسته وکړم."  

د پولیس ځواکونو سواد زدکړه د بامیانو ولایتي حکومت لپاره ډېر مهم دی. د بامیان والي، طاهر زوهیر وايي: " د موږ پولیس افسران د قانون څارونکي دي. هغوی یوازې هغه وخت دا رول په بشپړ ډول سره لوبولای شي چې باسواده وي."

د افغان حکومت له ملاتړ کولو سره سره، د سواد زده کړې پروژې ګډونوال کولای شي چې کورسونه له خپل کار سره یوځای کړي څو د عوایدو له لاسه ورکولو سره مخامخ نه شي. هغوی ته په اونۍ کې شپږ ورځې، په کاري ورځ کې دوه ساعته د زده کړې په درې بېلابېلو کچو کې تدریس کېږي. په دغه کورس کې رانغاړل شوي مضامین مختلف دي او د افسرانو له کار پورې تړلي دي، په داسې حال کې چې د کورسونو درسي کتابونه په ځانګړي ډول د ګډونوالو له اړتیاو سره سمون لري. کله چې دوی د لیکلو او لوستلو لومړني مهارتونه ترلاسه کړي، ګډون کوونکو ته د حقوقي او مسلکي پوهې اساساتو لکه د پولیسو لپاره د بشري حقونو، جنسیت او چاپېریال ساتنې مضامین تدریسېږي. له ۱۲ څخه تر  ۱۸ میاشتو پورې د ښوونې څخه وروسته، د پولیس افسران د لوستلو او لیکلو کچه د درېیم ټولګي له شاګرد سره برابره ده. د ۲۰۱۷ کال راهیسې، GIZ هم ډېر پرمختللي کورسونه ورته وړاندې کوي. اوسمهال، نږدې ۴۰۰ پولیس افسرانو یوازې د بامیانو په ولایت کې د کورسونو لپاره نومونه لیکلي دي، او په ټول هېواد کې یې شمېر ۶۸۰۰ تنه دي. لومړنی کورس هم ډېر مشهور دی چې نږدې ۳۰۰۰۰ کسان یې پر زده کړه باندې بوخت دي.

کریمه چې یوه پولیس افسره او د پنځه کوچنیانو مور هم ده،  کله چې د لومړني کورس له درېیمې کچې  (ټولګي) څخه فارغه شي نو غواړي چې په دغه پرمختللي کورس کې ګډون وکړي. هغه زیاتوي، ''ما تل غوښتل څو د پولیسو یوه افسره شم او خپلو هېوادوالو ته خدمت وکړم. خو د لیک لوس زده کړې له کورس څخه وړاندې ما نه شو کولای چې ټول کارونه په هغه طریقه سرته ورسوم کوم چې د ما له توقعاتو سره سمون خوري. د بېلګې په ډول، کله چې به یوې مېرمنې شکایت کولو نو ما نه شو کولای چې هغه شکایت پخپله ولیکم. اوس زه کولای شم چې د تېري/جرمونو قضیې خپله ولیکم او اړونده ادارو ته یې واستوم. له دغه طریقې سره، زه له مېرمنو سره مرسته کوم څو خپل د حقونو غوښتنه وکړي."

دا چې د لیک او لوست زده کړې کورسونو د هغوی ژوند پیاوړی/ښه کړی دی نو د کورسونو ګډونوال له خپلې دندې څخه پرته هم ورڅخه ګټه اخلي. کریمه ټینګار کوي چې، '' لیک او لوست د ما ټول ژوند ته بدلون ورکړی دی. پخوا به مې پر نورو خلکو باندې تکیه کوله او داسې احساس به مې کولو چې پرمختګ نه شي کولای او کارونه پخپله نه شم کولای. خو هغه پخوانی وخت و. اوس مې خپل ژوند کنټرول کړی دی."

 

د خپرېدلو نېټه: ۱۲/۲۰۱۸  
د پروژې نوم: له پولیسو سره د همکارۍ پروژه
ترتیب شوی: د آلمان فډرالي دولت د باندنیو چارو وزارت (AA) لخوا ترتیب شوی
همکاران: د افغانستان د کورنیو چارو وزارت، د ملي پولیسو پروګرام
تطبیقوونکې اداره: د آلمان د نړیوالې همکارۍ ټولنه( GIZ)
اړونده ولایتونه: په ټول هېواد کې
د پروژې موخې: افغان پولیس ځواکونه خپل کارونه په مسلکي ډول او ښاریانو باندې تمرکزي طریقې سره ترسره کوي، په دغه طریقه به په افغانستان کې له ښه امنیت او ثبات راوستلو سره مرسته وکړي.
موده: د ۲۰۱۴ کال له اکتوبر میاشتې څخه تر د ۲۰۱۹ کال تر مارچ میاشتې پورې

 

" د موږ پولیس افسران د قانون څارونکي دي. هغوی یوازې هغه وخت دا رول په بشپړ ډول سره لوبولای شي چې باسواده وي."
Twitter icon
Facebook icon
More stories in this sector