د مینس برېښنا بدلون رامنځ ته کړ

هوا ککړه ده. د دوپ ورېځې له غرونو څخه پر تپو باندې راښکته کېږي او په وار وار د برېښنا هغه لینونه چې په پرله پسې توګه په منظره کې تاو را تاو شوي، پټوي.

 ۲۰ کیلو واټه کیبل، د افغانستان په شمال کې د مزار شریف د برېښنا له فرعی سټیشن څخه له ۴۵ کیلومټرو څخه برېښنا د غرونو په منځ کې لرې پرتې ولسوالۍ مارمول ته انتقالوي. له دوپ څخه ناڅاپه سبسټیشن راپورته کېږي. اته (۸) ټرانسفرمرونو د برېښنا ولټاژ ۲۵۰ ولټو ته راښکته کوي. وروسته، د ټیټ ولټاژ برېښنا لینونه تر اتلس کیلومټره پورې هغه کورنیو ته برېښنا توضېع کوي چې بالآخره د دولتي برېښنا له شبکې سره ونښلول شول. محمد نسیم ګنجي د بلخ ولایت برېښنا شرکت رئیس دی او د مارمول ولسوالۍ مسؤل دی. هغه داسې وایي، " د برېښنا نوې شبکه له نړیوال معیارونو سره سم فعالیت کوي. د موږ  د برېښنا ډیری لینونه زاړه او خراب شوي دي چې د زیاتې برېښنا ضایع او د بریښنا د کموالي لامل کېږي، په ځانکړي توګه په باراني او طوفاني هوا کې. موږ د توضېع په دغه نوي سیسټم کې هیڅ یوه داسې ستونزه نه لرو." د پراختیا په اوسني پړاو کې، دغه سبسټیشن کولای شي چې تر ۱۳۰۰ کورنیو پورې خلکو ته برېښنا ورکړي. 

د دې لپاره چې په مارمول ولسوالۍ کې د برېښنا توضېع زیاته شي، KfW  د آلمان حکومت په استازیتوب ۲.۵ میلونه یورو پانګونه کړې ده. د رغونې چارې یې په ۲۰۱۴ کال کې پیل او په ۲۰۱۸ کال کې د لرې پرتې غریزې ساحې لومړی اوسیدونکي د مینس له برېښنا سره ونښلو شول. 

د محمد اسحاق لپاره، چې د مارمول ولسوالۍ یو اوسېدونکی دی، د برېښنا دوامداره توضېع د خوشالۍ خبره ده. د ولسوالۍ ډیری ستونزې اوس پخوانۍ خبرې دي. هغه زیاتوي چې، "موږ به لمریزه برېښنا کاروله، خو کله چې به ورېځ شوه نو د څښکاک اوبو واټر پمپ به کار نه کاوه. موږ به خبرونه اوېدلای نه شول او کوچنیانو به اکثره وختونه د اریکین رڼا کې درسونه ویل. هغه داسې یادونه کوي. نن، له کوهي څخه ټینکۍ ته اوبه د پمپ په ذریعه پورته کېږي او خلک کولای شي چې هر کله وغواړي، له دغه کوهي څخه اوبه وړلای شي. هره ورځ تازه ډوډۍ پیدا کېږي، ځکه چې اوس نانوایي هم اوبه ترلاسه کوي او دوکان یې خلاص وي. د اسحاق په وینا، تل کوچني کارونه ژوند خوندور/هوسا کوي. اوس، خبرونه په ټلویزون کې کتلای شو او پر دې باندې پوهېږو چې په هېواد کې مو څه پېښېږي. موږ له ساکټ څخه خپل موبایلونه چارجوو. اوس، ځوان نسل کمپیوټرونه او انټرنټ کاروي او همداراز له نورې نړۍ سره نښلېدلي دي. دا ټول کارونه یو توپیر راولي. "

پخوا، د مارمول ولسوالۍ له شبکې سره نښلېدلې وه، خو اوسېدونکي یې له پراخه نړۍ څخه نښلېدلي نه ول د مثال په توګه د واکسي کمپاینونو او روغتیا تعلیماتو په اړه معلومات هغوی ته نه ورسېدل. د شهید ذبیح الله روغتون د واکسین متخصص، ډاکټراسماعیل د مارمول اوسېدونکو په رویه کې اساسي بدولون ګوري. هغه داسې وایي، "پخوا، وقایوي روغتیایي پاملرنه داسې کومه موضوع نه وه چې خلکو ورته توجه/پاملرنه کړې وه. نو ځکه، د مور او ماشوم د مړینې کچه ډېره لوړه وه. اوس، روغتیایي يوهاوی خورا ډېره شوې ده، ځکه چې پر ټلویزون باندې د روغتیایي پاملرنې او واکسیناسیون په اړه د ملي کمپاینونو معلومات تر خلکو پورې رسېږي. "

والي صاحب فضل الدین خرمي جیسور یو بل مثبت فکتور ته اشاره کوي، "د خلکو کورونو کې ښه رڼا امنیت او خوندیتوب ښه کوي. په تیاره کې هیڅ څوک نه شي لېدلای چې څه کېږي، خو رڼا د جنایتونو/جنایتکارانو مخه نیسي." ښه امنیت او د برېښنا توضېع، دواړه د سیمې اقتصادي ودې لپاره ګټور دي. د کرنې، مېوې او سبزيجاتو کښت د اوبو لګونې واټر پمپونه ښه فعاله دي او په پایله کې حاصلات زیاتېږي او همداراز د خلکو لپاره کارونه پیدا کېږي. د دغه ولسوالۍ اوسېدونکي باوردي دي چې کرنیز تولیدات به د هغوی سیمه د پانګوالو لپاره لا جالبه کړي او تجارت به وده وکړي.  

 

د خپرېدو نېټه: ۰۳/۲۰۱۹
د پروژې نوم: د افغانستان شمالي ښار ګوټي، ښارونه او ښاروالۍ د برېښنا له شبکې سره نښلول
اداره کوونکی: د آلمان فډرالي حکومت د اقتصادي همکارۍ او پراختیا وزارت
همکاره ادارې: د افغانستان اوبو او انرژۍ وزارت او د افغانستان برېښنا شرکت 
تطبیقوونکې اداره: د کا ایف ډبلیو پراختیایي بانک
ولایتونه: بلخ او سمنګان
د دغه پروګرام موخې: د افغانستان په شمال کې هغه ځایونو ته د باوري او لوړ کیفیت مناسبه برېښنا توضیع کول دي چې اوس مهال بې وزله دي.

  

اوس، خبرونه په ټلویزون کې کتلای شو او پر دې باندې پوهېږو چې په هېواد کې مو څه پېښېږي.
Twitter icon
Facebook icon
More stories in this sector