د ورزش له لارې د جنسي برابرۍ وده

کله چي حليمې سنجر خپل ورور او دوستان ولیدل چې د ښوونځي د فوټبال په میدان کې لوبې کوي، منډه يې کړه او توپ ته يې لغته ورکړه.

توپ دومره لوړ لاړ چې ملګرو او نورو ماشومانو تر ځنډه چکچکې وهلې. هيچا تر دې مخکې په دومره لوړه اندازه د توپ اوچتېدل نه وو لیدلي. د دوو اونيو په موده کې د مکتب او د مکتب شاوخوا هر کس د هغې په اړه غږېده. د سنجر په اړه زیاتره خلکو بدې خبرې کولې، ځکه چې هغوی په دې باور وو، که د کومې نجلۍ ورزش خوښیږي نو تېروتنه کوي.

دا د نولس سوه شپېتمو کلنو کندهار و. 1960

سنجر وايي په ننني مدرن (نوي) افغانستان کې کوم ډېر توپير ندی راغلی. هغه اوس دوه شپېته کلنه ده او د کابل په رابعه بلخي لیسه کې د بدني ښکلا یا فټنېس استاده ده. په دې وروستيو کې د هغې دوه شاګردانې چې د فوټبال ملي ټيم لپاره ټاکل شوې وې، کورنۍ يې مخنيوی وکړ.

سنجر وايي، دا ځکه چې د هغوی کورنۍ ورزش یو اخلاقي بې لارېتوب ګڼي".

سنجر د دغو دوو نجونو له کورنيو سره د شخصی اړیکی، ډاډګېرنې او هڅونې وروسته د یوې نجلۍ پلار خپلې لور ته اجازه ورکړه چې لاړه شي:

"زه نن ډېره خوشاله یم. شاګرده مې لاسونه ښکلوي. هغه د افغانستان د ملي ټيم غړې ده او د سويلي اسیا د اتلولۍ په سیاليو کې د ګډون لپاره به هندوستان ته لاړه شي."  

سنجر په افغانستان کې د ښځو تر منځ د خلکو په یوه وړه ډله کې د ورزش د پرمختیا لپاره کار کوي.  هغه د جي آی زېډ (Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH) ملاتړ له ځانه سره لري. جي آی زېډ یوه المانۍ موسسه ده چې په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو له پرځېدو راهيسې یې د افغانستان د بيارغونې ملاتړ کړی دی.

جي آی زېډ –د المان د اقتصادي پرمختیا او همغږۍ وزارت (بي ام زېډ) سره د ورزش د پرمختیا په پروګرام کې له نږدې په اړيکه کې دی او یوه پروژه يې پېل کړې چې په افغانستان کې د نجونو او ځوانو ښځو تر منځ ورزش او فزيکي فعالیتونو لا ډېر کړي.

په داسې یوه هېواد کې- چې ښځې له کلونو راهيسې له ټولنيز او فرهنګي ژوند او ورزشي فعالیتونو بې برخې دي- ورزش ته د ښځو د راماتولو یوازينۍ لار ښوونځي دي.

د جي آی زېډ پروګرام تمرکز هم په دې برخه کې تر ډېره پر ښوونځيو دی. ورزشي روزونکو ته د عملي او پېداګوژيکې روزنې زمينه برابروي چې دوی د کميت او کيفيت له پلوه په ښوونځيو کې د نجونو ورزشي زده کړې ته وده ورکړي.  

د المان د ورزشي پوهنتون، کولون په واسطه دا پروګرام ارزول کیږی، په دغه پروګرام کې چې تېر کال عملي شو، د کابل، مزارشریف او ایبک د نجونو په ۵۸ ښوونځيو کې ۱۱۸ استادان روزل شوي دي. دغه روزنه د افغانستان د پوهنې وزارت د بدنې روزنې ریاست د هغو روزونکو او ماسټر ټرينرانو لخوا اداره کېدله چې په دې برخه کې د دوو ونیو لپاره روزل شوي وو.

په ښوونځي کې په منځنۍ توګه ۱۵۰۰ زده کوونکي وو. دغه پروګرام نږدې ۸۷۰۰۰ شاګردان روزلي دي.

د جي آی زېډ د ورزش د پرمختیا پروګرام مسوول مرتضا امامي وايي، دغه پروژه په بلخ، سمنګان، او د کابل په ولایتونو کی ښوونځي تر پوښښ لاندې لری:

"موږ روزنيزې ډي وي ډي کيسټې هم جوړې کړي چې اوسمهاله شرایطو ته په کتو د ورزش بېلابېل حرکتونه او د چمتوالي لارې چارې پکې ښودل شوي او د ټول هيواد په کچه يې د ټولو ښوونځيو زده کوونکي او د ورزش روزونکي کارولی شي". هغه وايي چې دغه ډي وي ډي کيسټې به د افغانستان په ۲۵۰۰ ښوونځيو کې وویشل شي.

د نړۍ په هره برخه کې د بدني روزنې استادان روزنې يو اساسي شرط بلل کیږي خو په افغانستان کې د بدني ښکلا ورزش او فټنېس زیاتره استادان په ښوونځيو کې په رسمي ډول نه دي روزل شوي. ګڼ نور يې ځينې نور مضمونونه هم تدريسوي او د فټنېس درس هم ورکوي، ځکه چې دوی پخپلو ښوونځيو او پوهنتونونو کې په دې برخه کې ښه تجربه لري.

 د جي آی زېډ روزنيز پروګرام غواړي چې د ټول افغانستان په کچه په ښځينه ښوونځيو کې د فټنېس د درس ورکولو لارې چارې بدلې کړي. ځکه يې استادان په عملي تمرينونو او پخپل مضمون کې په علمي پوهه بسیه کړي دي او دغو ښوونکو ته يې اړين ورزشي توکي هم ورکړي دي.

د کابل د چهلستون د ښځينه ښوونځي د بدني ښکلا استاده ویدا غیاثي وايي، خپلو شاګردانو ته ډېر نوي څه ورزده کولی شي، د بېلا بېلو لوبو له قوانينو رانېولې بیا تر دې چې څنګه یو بل ته توپ شوټ کړي او په والیبال او باسکټبال کې توپ څنګه ووهي.

 هغه وايي، "د جي آی زېډ له سمينار وړاندې زه د باسکټبال لوبې پر قوانينو او په دې نه پوهېدم چې څنګه توپ وړاندې يوسم او ويې وهم، خو اوس په دې هر څه پوهېږم".

۲۵ کلنه غیاثي په رابعه بلخي ليسه کې د حليمې سنجر پخوانۍ شاګرده او د فوټبال او واليبال لوبډلې لوبغاړې وه.

غیاثي وايي، د جي آی زېډ روزنيز پرورګرام غېر مسلکي روزونکو ته ډېر ګټور دی. هغه وايي:

"په افغانستان کې موږ څلور یا پنځه مسلکي روزونکي یو. زموږ د زیاتره روزونکو څه نه دي زده. هغوی شاګردان یوازې د لوبې لپاره میدان ته بیايي او ورته وايي دغه کار وکړئ او یا دغه مه کوئ. دغو روزونکو له دې پروګرامه ډېر څه زده کړي دي. موږ له جي آی زېډه منندوی یو". 

غیاثي وايي، د جي آی زېډ روزنو یو مهم اړخ دا دی چې د فټنېس ورزشي توکې لکه توپونه، په دې لوبه کې کارېدونکي ځانګړي خنډونه او بنګړي هم ورکوي. هغه وايي:

 "که چېرې دغه توکي نه وي، نو فټنس هم نشته"

زیاتره ښوونځی په هیواد دغه مضمون هېر کړی او په ډېره سختۍ د فټنېس مواد او توکي برابروي. په اوونۍ کې يوازې يو ساعت ورزش ته ځانګړی کوي.

سنجر وايي: "موږ له پوهنې وزارت څخه غوښتي چې د بدني ورزش ټولګی دی دوو ساعتونو ته وغځوي".

د ساده تمرينونو او ورزشي حرکتونو لکه یوګا په اړه- چې ښځې يې پخپل کورنو کې کولی شي- سنجر وايي، دغه حرکتونه که یو خوا دوی د ملادرد او شکرې ناروغۍ نه خوندي ساتي نو بلخوا له دوی سره د رواني مشکلاتو په له منځه وړلو کې هم مرسته کوي.

سنجر وايي: "د افغان سپينږیرو او سپين سرو په خبره، روغ عقل په روغ وجود کې وي".

زه له افغان ښځو یوه هیله لرم. دوی باید پخپلو کورونو کې د لمانځه غوندې ورزش ته هم پخپلو ورځنيو کارونو کې ځای ورکړي.

خپرونه:  کب ۱۳۹۵
پروګرام: په افغانستان کې د پراختیا لپاره لوبې (S4D)
پانګه ورکونکئ: د آلمان د فدرالی هېواد د اقتصادی همکاریو او پراختیا وزارت (BMZ)
شریکان: د افغانستان د پوهنې وزارت د بدنی روزنې ریاست، په افغانستان کې د ولایتونو په کچه د پوهنې ریاستونه، د افغانستان لپاره د GIZ مؤسسې د اساسی زده کړو پروګرام (BEPA) د آلمان د بدنی روزنې پوهنتون کولون (DSHS)
پلې کونکې مؤسسه: Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) Gmb
ولایتونه: بلخ او کابل
د پروګرام مؤخه: ورزش ته پراختیا ورکول او په ښونځیو کې د بدنی روزنې لپاره د ښونکو د روزنو پراختیا
ټوله موده: کب ۱۳۹۴ – لیندۍ ۱۳۹۷

 

 
نن زه ډیر خوشحاله یم، زده کونکی می لاسونه ښکلا کړل
Twitter icon
Facebook icon
More stories in this sector